تازه سرليکونه
د (د حرم خطبې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حرم شریف خطبه: د مظلومانو سره مرسته
  تعلیم الاسلام
  March 5, 2017
  0

 د. صلاح البدیر، ژباړه: جمشید حقیار- ۱/ ۴/ ۱۴۳۸ هـ

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
دوهمه خطبه
 
الحمدُ للهِ حمدًا بالغًا أمدَ التمامِ ومُنتهاه، حمدًا يقتضي رِضاه، ويُوجبُ المزيدَ من زُلفاه، وأشهدُ أن لا إله إلا اللهَ وحدَه لا شريك له، شهادةً نبلغ بها عفوه وعافيتَه ورُحماه، وأشهدُ أن نبيَّنا وسيِّدنَا محمدًا عبدُه ورسولُه، ونبيُّه وصفيه ونجيُّه ووليُّه ورضيُّه ومُجتباه، صلَّى الله وسلَّم عليه وعلى آله وأصحابه، صلاةً زاكيةً دائمةً ما دامَ انفلاقُ الصبح وإشراقُ ضِياه. أما بعدُ
 
اې مسلمانانو!
 
له الله تعالی څخه و وېرېږئ، او تل هغه یاد ساتئ، د هغه اطاعت کوئ، او د هغه نافرماني مه کوئ، الله تعالی فرمايي:
 
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ) [التوبة: ۱۱۹] 
 
ژباړه: اې مومنانو! له الله تعالی څخه و وېرېږئ، او له رښتنو خلګو سره اوسېږئ.
 
اې مسلمانانو!
 
په شام او نورو اسلامي خاورو کي ستاسي پر مهاجرو او بې ځایه سویو وروڼو سخت ژمۍ راغلۍ، د دوی لاندي یخۍ او سربېره یې واوري دي، ماشومان یې یخ ووهل، په یخه هوا کي یې خپل روحونه ورکړل، هغوی په وېره کي دي، دښمن محاصره کړي، او بادونو احاطه کړي دي، دوي په داسي حالت کي دي، چي رنګونه یې الوتي، خولې او بدنونه یې وچ سوي، او سترګي یې د اوښکو لپاره نوري اوبه نه لري.
 
هلته کورنۍ او ماشومان په سختۍ او مصیب کي دي، سر پناه او کورونه نه لري، دوی یوازي په داسي خیمو کي اوسېږي، چي بادونه، سیلابونه او طوفانونه یې له بېخه باسي، هغوی له سختي وږي، او سخت ژمي سره مخامخ دي، هغوی د سختۍ، شدت او وېري په زمانه کي مرض او مصیبت وهلي دي.
 
 
اې د ثروت او مال خاوندانو!
 
د غم ځپلو لاس نیوی وکړئ، د مریضانو او ناروغانو درملنه وکړئ، له بې ځایه سویو او مظلومانو ملګري وکړئ، او د فقراوو، اړمنو او مسکینانو مرسته وکړئ.
 
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (څوک چي له پاک مال څخه د یوې خرما په اندازه خیرات وکړي – او الله تعالی یوازي پاک مال قبلوي – نو الله تعالی هغه په ښی لاس قبلوي، بیا هغه داسي زیاتوي، لکه ستاسي یو څوک چي خپل لږ مهر زیاتوي، تر دې چي هغه د غره په اندازه سي) بخاري روایت کړی دی.
 
او د نېکۍ او احسان، شهامت او سخاوت خاوندانو! خیرات ورکړئ، خپل خیرات مه اندازه کوئ، او خپل خیرات مه شمېرئ، چي بیا به تاسي ته په حساب او شمېر ثواب درکول سي.
 
او هغه څوک دي خوشحاله وي، چي خپل مال د نقصان په پوره کولو، د مصیبت په لیري کولو او د حاجتمندانو په مرسته کي خیراتوي، الله تعالی فرمايي:
 
(وَمَا أَنفَقْتُم مِّن شَيْءٍ فَهُوَ يُخْلِفُهُ ۖ وَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ) [سبأ: ۳۹]
 ژباړه: او تاسي چي کوم شی خیراتوی، الله تعالی یې عوض او بدل درکوي، او هغه تر ټولو غوره روزي ورکونکۍ دی.
 
او تاسي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود او سلام ووایاست، هغه څوک چي په دنیا کي د خلګو لارښوونکۍ او په آخرت کي شفاعت کوونکۍ دی؛ ځکه څوک چي پر هغه یو درود ووايي، الله تعالی به پر هغه لس ځله درود ووايي.
 
اې الله! زموږ پر نبي خپل بنده او رسول محمد صلی الله علیه وسلم باندي درود او سلام ولېږه، اې الله! اې مهربان او وهاب ربه! له خلفاوو، د سنتو پیروي کوونکو، د آل البیت، اصحابو، تابعینو، تبع تابعینو او زموږ ټولو څخه خوښ او راضي سه.
 
اې الله! اسلام او مسلمانان قوي او برلاسي کړه! اې الله! اسلام او مسلمانان قوي او برلاسي کړه! د دين ساتنه وکړه، د دين دښمنان او مجرمان هلاک کړه، يا رب العالمین، په شام، فلسطین، او په هره مځکه کي چي ستا موحدین بندګان په مصیبت کي دي، د هغوی مرسته وکړه، یا رب العالمین.
 
اې الله! زموږ هیواد ته تل امن، پراخي، آرامي او یووالۍ ورکړه.
 
اې الله! زموږ امام او ولي الامر خادم الحرمین الشریفین ته ستا د خوښۍ او رضا د کارونو توفیق ورکړه، هغه ته د تقوا او نېکۍ کولو توفیق ورکړه، او د ټولو مسلمانانو امیرانو ته ستا د شریعت د تحکیم او ستا د نبي صلی الله علیه وسلم د سنتو د اتباع توفیق ورکړه.
 
اې الله! زموږ حدود وساته، اې الله! زموږ حدود، او زموږ لښکر وساته، اې الله! د دوی شهادت قبول کړه، او مریضانو ته یې صحت ورکړه یا سمیع الدعاء.
 
اې الله! موږ ته ستا د رضایت او خوښۍ د کارونو توفیق راکړه، او موږ ستا له نافرمانۍ څخه لیري کړه، موږ په هغه چا کي راوله، چي ستا څخه وېرېږي، یا رب العالمین، اې الله! زموږ مریضانو ته شفا ورکړه ، زموږ اسیران آزاد کړه، زموږ مصیبت ځپلو ته عافیت ورکړه، او زموږ د دښمنانو پر وړاندي زموږ مرسته وکړه، یا رب العالمین.
 
اې الله! زموږ دعاګاني قبولي کړه، زموږ فریاد  واوره.
 
یا سمیع یا قریب یا مجیب، وآخرُ دعوانا أن الحمدُ لله رب العالمين.
 
------------------------------------------
د حرم شریف نوري تازه خطبې دلته کلیک کړئ

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته