بسم الله الرحمن الرحیم
د مستقبل او راتلونکي په اړه فکر کول
د. عبد البارئ بن عواض الثبیتي / ژباړه: جمشید حقیار ۱۱/ ۶/ ۱۴۳۸ هـ
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
لومړۍ خطبه
الحمدُ لله، الحمدُ لله الذي حفِظَ بالدين للمُسلم مُستقبلَه، وأنعمَ عليه بالشرائِعِ وزيَّنَه، وأشهدُ أن لا إله إلا اللهُ وحدَه لا شريكَ له أعَزَّ العبدَ بالإسلام وكرَّمَه، وأشهدُ أن سيِّدَنا ونبيَّنا محمدًا عبدُه ورسولُه أدنَاه ربُّه وبالأخلاقِ جمَّلَه وعطَّرَه، صلَّى الله عليه وعلى آله وصحبِه ومَن سارَ على نهجِه فوفَّقَه الله وسدَّدَه. أما بعد:
ځان او تاسي ته د الله تعالی د وېري او تقوا توصیه کوم، الله تعالی فرمايي:
( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ) [آل عمران: ۱۰۲]
ژباړه: اې مومنانو! له الله تعالی څخه په رښتني ډول و وېرېږئ، او په داسي حالت کي ځانونه مرګ ته وسپارئ، چي تاسي مسلمانان او غاړه اېښودونکي یاست.
د انسان ټول عمر داسي وي، چي یا تېر سوی وي، یا یې همدا اوس روان وي، او یا راتلونکی او مستقبل وي، الله سبحانه وتعالی فرمايي: (وَقَدْ خَلَقَكُمْ أَطْوَارًا) [نوح: ۱۴]
ژباړه: او یقینا هغه تاسي په مختلفو احوالو کي پیدا کړي یاست.
الله تعالی لومړی انسان د مور په نس کي د جنین په ډول پیدا کړ، بیا هغه له خپلي مور څخه پیدا سو، بیا له کوچنیوالي ځوان سو، او ور پسې زوړ او بوډا سو، د انسان په ژوند کي هیڅکله راتلونکۍ په حاضر حالت نه بدلېږي، او نه هم تېر سوي او ماضي وختونه بېرته راتلای سي، خو هغه څه چي تل د انسان په ذهن او عقل کي ګرځي، او وخت ورته باسي، د ده د راتلونکي او مستقبل په اړه فکر دی.
او د مسلمان عقیده دا ده، چي مستقبل او راتلونکۍ ژوند غیبي علم دی، چي یوازي په هغه الله تعالی ښه پوهېږي، الله سبحانه فرمايي: (قُلْ لَا يَعْلَمُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ الْغَيْبَ إِلَّا اللَّهُ) [النمل: ۶۵]
یعني: ووایه: په آسمانونو او مځکه کي یوازي او یوازي الله تعالی په غیبو خبر دی.
د را روانو پېښو علم یوازي له الله تعالی سره دی، الله سبحانه وتعالی فرمايي:
(وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَاذَا تَكْسِبُ غَدًا وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ) [لقمان: ۳۴]
ژباړه: او یو نفس په دې خبر نه دی، چي سبا به څه تر سره کړي، او انسان په دې هم نه دی خبر، چي چېرته به مړ سي، یقینا الله سبحانه وتعالی ډېر زیات عالم او په هر څه خبردار دی.
الله تعالی د انسانانو په فطرت او خټه کي دا ایښي دي، چي دوی د خپل را روان ژوند په اړه فکر کوي، او له دې سره مینه لري، چي خپل راتلونکۍ ځانته معلوم کړي، همدا اسلامي لارښوونه او د انبیاوو کړنه هم ده؛ ځکه نو یوسف علیه السلام په مصر کي د خلګو د راتلونکي حالت په اړه فکر کاوه، او د سمولو لپاره یې ورته له ښه تدبیر او سوچ څخه کار واخیست، چي الله تعالی د هغه په وسیله ښارونه او خلګ یې له لوي اقتصادي کړکېچ او ستونزي څخه خلاص کړل.
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم به د راتلونکي حالتونو په اړه له نېک فالۍ او پر الله تعالی له توکل او باور څخه کار اخیستی، هغه به فرمایل:
(په الله قسم چي الله تعالی به دا دین پوره کوي، تر دې چي یو شخص به له صنعاء تر حضرموت پوري سفر کوي، په دې سفر کي به له الله تعالی پرته له هیڅ چا نه وېرېږي، او نه به پر خپله رمه له لېوانو وېرېږي، خو تاسو ډېره عجله کوی).
د راتلونکي په اړه فکر کولو ګټي
د راتلونکي په اړه فکر کول، ژوندي زړونه ولاړوي، همت پیاوړي کوي، نا امیدي ختموي، له ماتي سره جګړه کوي، او انسان دې ته هڅوي، تر څو له شتو او موجودو شیانو څخه په ګټه اخیستني سره خپل روښانه راتلونکۍ جوړ کړي، مګر راتلونکي ته کتنه او په اړه یې فکر کول دا معنی نه لري، چي انسان په اوږدو امیدونو، لټۍ او سستۍ کي غرق سي، او دا هغه څه دي، چي د انسان همت، عزم، او اراده له مینځه وړي، او په هغه کي سستي او د کارونو وروسته کول پیدا کوي، الله سبحانه وتعالی فرمايي:
(ذَرْهُمْ يَأْكُلُوا وَيَتَمَتَّعُوا وَيُلْهِهِمُ الْأَمَلُ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ) [الحجر: ۳]
یعني دوی خوراک او (د فاني دنیا څخه لږ) خوند اخیستلو ته پرېږده، تر څو (د اوږد ژوند او ډېر عمر) امید دوی (د آخرت له فکر څخه) مشغوله او بې پروا کړي، نو ډېر ژر به دوی پوه سي.
د راتلونکي د سمون لپاره غلطي لاري غوره کول
هیڅکله په هغه بې اساسه امیدونه راتلونکۍ او مستقبل نه سي جوړېدای، کوم چي حقیقت نه لري، او نه هم په ژوند کي کوم بدلون راوستلای سي، الله سبحانه وتعالی فرمايي:
(وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا رَجُلَيْنِ أَحَدُهُمَا أَبْكَمُ لَا يَقْدِرُ عَلَى شَيْءٍ وَهُوَ كَلٌّ عَلَى مَوْلَاهُ أَيْنَمَا يُوَجِّهْهُ لَا يَأْتِ بِخَيْرٍ هَلْ يَسْتَوِي هُوَ وَمَنْ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَهُوَ عَلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ) [النحل: ۷۶]
او الله تعالی د هغه دوو کسانو مثال (تاسي) ته بیانوي، چي یو یې ګونګی وي، هیڅ کار نسي کولای، بلکي هغه (په هر حالت کي) د خپل مالک او سرپرست د اوږو بار وي، چي هري خوا ته یې مخامخ کوي، له هغه څخه هيڅ خیر او ښېګڼه نه لیدل کېږي، آیا دغه شخص او هغه څوک سره برابر دي، کوم چي تل د عدل (او حق لوري) ته امر کوي، او هغه خپله هم په سمه او برابره لاره روان وي؟!!
خو د ځینو خلګو خراب او ناسم عادت دا دی، چي هغوی د خپل راتلونکي د معلومولو او روښانه کولو لپاره په هغه وسیلو تکیه کوي، کوم چي الله تعالی حرام کړي دي، لکه: سحر، جادوګري او پټي معلومول، دوی کوډګرانو او جادوګرانو ته ورځي، او هغوی ورته له ځانه د غیبو خبري کوي، له خپلو شیطانانو څخه مرسته او مدد غواړي، نو دوی هم د دې کوډګرانو او جادوګرانو پټي خبري، چوف او جادو ورسره مني، د داسي خلګو خطر او ګڼاه ډېره لویه ده، او دوی درواغجن او د خلګو تېر ایستونکي دي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
(څوک چي کوډګر او پټو معلومونکي ته ورسي، بیا له هغه څخه پوښتنه وکړي، نو د هغه لمونځ به څلوېښت شپې قبول نسي).
همدارنګه فرمايي:
(څوک چي کوډګر او پټو معلومونکي ته ورسي، او بیا د هغه د خبرو تصدیق وکړي، نو هغه پر محمد صلی الله علیه وسلم په نازل سوي دین کافر سو).
د راتلونکي ژوند په اړه فکر کول د عاقلانو او هوښیارانو کار دی، مګر دا فکر باید دې حد ته ونه رسېږي، چي د انسان په زړه کي له مرض، مسکینۍ، مصیبت او د ژوند له بدلونونو څخه ډېره زیاته وېره، پرېشاني او تشویش را پیدا کړي، چي بیا په هر حالت کي غمجن، بې کراره او وېرېدلی وي.
الله تعالی فرمايي: (الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُمْ بِالْفَحْشَاءِ وَاللَّهُ يَعِدُكُمْ مَغْفِرَةً مِنْهُ وَفَضْلًا) [البقرة: ۲۶۸]
یعني شیطان تاسي له فقر څخه وېروي او تاسي په بد او ناوړه کار امر کوي، مګر الله سبحانه وتعالی ستاسي سره له خپل لوري د مغفرت او فضل ژمنه او وعده کوي.
زموږ لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند ښه بېلګه او مثال دی؛ د هغه حال له کوچنیوالي او یتیموالي څخه بل ښار ته په پناه وړلو او مصیبتونو واوښتۍ، او له هغه څخه وروسته د ټول امت سردار او رهبر وګرځېد، هغه د ژوند له سختیو سره مبارزه وکړه، تر دې چي داسي امت یې جوړ کړ، چي د تاریخ لورۍ یې واړوی.
د مستقبل او راتلونکي د جوړېدو طریقه: حاضر حالت سمول
د مستقبل او راتلونکي د جوړو لپاره لومړی کار دا دی، چي له تارخي پېښو، او پخوانیو خلګو له حالتونو څخه درس او عبرت واخیستل سي، الله سبحانه وتعالی فرمايي:
(قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِكُمْ سُنَنٌ فَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ) [آل عمران: ۱۳۷]
یقینا ستاسي څخه مخکي (د کافرانو او درواغجنو په وړاندي) ډېري پېښي تېري سوي دي، نو تاسي د عبرت په سترګه وګورئ، چي د (پیغمبرانو او آخرت د ورځي) د درواغ ګڼونکو انجام او پای څنګه و؟!
همداراز فرمايي: (لَقَدْ كَانَ فِي قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِأُولِي الْأَلْبَابِ) [يوسف: ۱۱۱]
ژباړه: یقینا د (پخوانیو خلګو او انبیاوو) په قصو کي د عقلمندو لپاره عبرتونه او نصیحتونه پراته دي.
مستقبل او راتلونکۍ ژوند له روان او حاضر ژوند څخه جوړېږي، نو څوک چي خپل اوسنی او روان ژوند سم کړي، را روان ژوند به یې هم روښانه سي، او څوک چي له اوسني او حاضر حالت څخه بې پروا غافله وي، هغه هیڅکله خپل راتلونکۍ نه سي جوړولای، څوک چي د خپل عقل، فکر او بدن له جوړولو او روزلو څخه بې پروا وي، هغه به حتما له فقیرۍ، بې کارۍ او ناروغیو سره مخامخ کېږي، او چا چي د خپلو اولادونو په تربیه او روزنه کي سستي او غفلت وکړ، خامخا به د هغوی انحراف، ګمراهي او بې ادبي ویني.
د راتلونکي په اړه فکر کول او په ښو بنسټونو د هغه جوړول، دا تقاضا او غوښتنه کوي، چي انسان د خپل ژوند هره شیبه د خپل عقل په روښانه کولو او د خپل فکر په جوړولو کي وکاروي، او کله چي له سختیو او پرېشانیو سره مخ کېږي، باید نا امیده نه سي، بلکي باید خپل غم په خوشحالۍ او سختۍ په امیدونو بدله کړي، همداراز خپلو اهدافو ته د رسیدلو لپاره باید له زیات صبر څخه کار واخلي، باید د الله تعالی په ورکړې برخه قناعت وکړي، او الله تعالی چي کوم څه ورته اندازه کړي، باید په هغه ټولو ایمان او باور لرونکۍ اوسي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (کله چي قیامت را ورسېږي، او ستاسي څخه د یو چا په لاس کي نیالګی وي، نو که دومره وخت پیدا کړي، چي هغه په مځکه کي ښخ کړې، نو دا کار دي کړي).
علم او پوهه زیاتول
د راتلونکي په اړه فکر کول او د مستقبل جوړول، د علم او پوهي له لاري کېږي، علم لاره روښانه کوي، ژوند ښکلی کوي، د خلګو او ښارونو د پرمختګ سبب ګرځي او هیواد له اقتصادي ستونزو ژغوري.
امام مالک رحمه الله فرمايي: «ځینو خلګو عبادت ته مخه کړه، او علم یې پرېښود، نو د محمد صلی الله علیه وسلم پر امت په خپلو تورو سره راووتل».
سالمه تربیه او روزنه
راتلونکۍ په تربیه او ښه روزنه سره جوړ او روښانه کېږي؛ ځکه د هر پرمختللي امت تر شا ښه تربیه او روزنه ورسره ده، چي د امن او خوشحالۍ لوري ته یې هڅوي، نسلونه او راتلونکۍ یې ور جوړوي.
د عبادت د لاري راتلونکی جوړول
په دې کي هیڅ شک نسته، چي مسلمان باید په خپل ژوند کي د خپل راتلونکي او مستقبل پر خوا د یوې مرحلې څخه وبلي مرحلې ته د اوښتلو پر وخت له پوره ویښتیا او هوښیارۍ څخه کار واخلي، باید له ځان سره په خپل ژوند کي پوره حساب او فکر وکړي، د خپل راتلونکي په اړه د نظریې او طریقې په برابرولو کي باید خپل عقل، فکر او سوچ په کار واچوي، همداراز باید د عبادت له وختونو څخه د خپل راتلونکي په جوړولو کي ګټه واخلي؛ ځکه عبادتونه د انسان راتلونکي ته نوره هم روښانتیا، برکت، سعادت، ساتنه او توفیق وربخښي.
عاقل مسلمان په یقیني ډول په دې پوهېږي، چي هر څومره خپل معبود سبحانه وتعالی ته نژدې وي، هغومره به یې مستقبل روښانه وي، همدارنګه باید همېشه رښتنې توبه وکړي، کوم چي د انسان راتلونکۍ له شیطان، بدو ته امر کونکي نفس، خواهشاتو او غفلت څخه ساتي.
پر راتلونکي ژوند د نکاح اغېز
یو له هغو کارونو څخه چي مسلمان ته په راتلونکي کي ښکلی ژوند، امان، آرامتیا، اطمئنان او خوشحالي ورکوي، د لوړو اهدافو لپاره کامیابه واده دی، همداراز په ژوند کي پلاروالۍ او موروالۍ یوه داسي مرحله ده، چي د انسان مستقبل ښایسته او روښانه کوي، اولادونه زموږ د راتلونکي ستني دي، د دوی په وسیله زموږ وخت خوږ وي، روزي راکول کېږي، رحمتونه را باندي اورېږي، او زیات ثوابونه راکول کېږي.
د ځوانانو راتلونکی او اسلامي منهج
امتونه او ټولني به هغه وخت ښه راتلونکۍ او روښانه سبا ولري، چي کله یې ځوانان په سمه لاره روان وي، کله چي یو امت خپل راتلونکۍ نسل ښه و روزي، نو مستقبل به یې ښکلی وي، په راتلونکي کي به عزتمند، قوي او اخلاق لرونکۍ امت وي.
دلته دا باید ووایو، چي د مستقبل او راتلونکي جوړول او آبادول د افرادو، امتونو او ټولنو دنده او وظیفه ده، او اسلامي امت چي هر څومره د اسلام منهج او تګلاري ته نژدې کېږي، هغومره به لوړوالي او پرمختګ مومي، او هر څومره چي ځیني لیري وي، هغومره به له زوال او کمزورتیا سره مخامخ کېږي.
امن او ارامتیا
عقلمند او هوښیار مسلمان پوهېږي، چي مستقبل او راتلونکۍ د امن او آرامتیا په شتون کي جوړېږي، او د امن خرابول د ژوند پرمختګ دروي، ټولنه او راتلونکۍ له اضطراب، ورانۍ او رکود سره مخامخ کوي.
الله سبحانه وتعالی فرمايي:
(لِإِيلَافِ قُرَيْشٍ (۱) إِيلَافِهِمْ رِحْلَةَ الشِّتَاءِ وَالصَّيْفِ (۲) فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ (۳) الَّذِي أَطْعَمَهُمْ مِنْ جُوعٍ وَآمَنَهُمْ مِنْ خَوْفٍ) [قريش: ۱- ۴]
یعني له دې وجې چي (الله سبحانه وتعالی) قریشو ته د ژمي او د اوړي سفر (یمن او شام ته) مینه ناک (او آسانه کړی دی)، نو دوی دي د دغه کور د رب عبادت وکړي، کوم چي دوی ته یې د لوږي په مقابل کي خوراک او له وېري څخه یې په امن کړل.
الله تعالی دي زما او ستاسو لپاره قرآنکریم برکتمن وګرځوي، د هغه د حکمت څخه له ډک نصیحت او آیتونو څخه دي ما او تاسو برخمن وګرځوي، زما خبره همدومره وه، زه له الله تعالی څخه د ځان ستاسو او ټولو مسلمانانو لپاره د مغفرت غوښتونکۍ یم، تاسو هم له هغه څخه مغفرت و غواړئ، یقینا چي هغه ډېر زیات بخښونکۍ او پوره مهربانه دی.
دوهمه خطبه
الحمدُ لله، الحمدُ لله على نعمِه وفضلِه وعطائِه، وحِكمةِ قَدَره وقضائِه، وأشهدُ أن لا إله إلا اللهُ وحده لا شريك له في أرضِه وسمائِه وعليائِه، وأشهدُ أن سيِّدنا ونبيَّنا محمدًا عبدُه ورسولُه لا نَظيرَ له في حُبِّه وتضحِيتِه ووفائِه، صلَّى الله عليه وعلى آله وصحبِه صلاةً دائِمةً إلى يوم لِقائِه. أما بعد:
د را روان ژوند لپاره تیاری
ځان او تاسي ته د الله تعالی د وېري او تقوا نصیحت کوم.
اې الله! موږ ستا څخه غوښتنه کوو، ځکه یوازي ته یو الله یې چي ستا پرته بل هیڅوک د عبادت وړ نسته، ته غني او بې نیازه یې، خو موږ په لاس کي هیڅ نه لرو، پر موږ باران وکړه، او موږ مه نا امیده کوه، اې الله! پر موږ باران وکړه، اې الله! پر موږ باران وکړه، اې الله! پر موږ باران وکړه، اې الله! موږ ستا څخه د رحمت باران غواړو، موږ د عذاب لرونکي، نړونکي، غرقوونکي او مصیبت راوړونکي باران څخه وساته.
اې الله! داسي باران غواړو، چي ته په هغه سره ښارونه آباد کړې، خپل بندګان اوبه کړې، او په خپلي مهربانۍ سره یې په ښار او اطرافو کي د اوسېدونکو لپاره د ژوند تېرولو وسیله وګرځوې، یا ارحم الراحمین.