تازه سرليکونه
د (د حرم خطبې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د الله تعالی د میني او محبت نښې
  تعلیم الاسلام راډيو
  February 17, 2018
  0

بسم الله الرحمن الرحیم

د الله تعالی د محبت او میني نښي

د. عبد المحسن بن محمد القاسم / ژباړه: جمشید حقیار ۲۵/ ۶/ ۱۴۳۸ هـ

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه


لومړۍ خطبه
إنَّ الحمدَ لله، نحمدُه ونستعينُه ونستغفرُه، ونعوذُ باللهِ من شُرورِ أنفُسِنا ومن سيئاتِ أعمالِنا، من يهدِه الله فلا مُضِلَّ له، ومن يُضلِل فلا هادِيَ له، وأشهدُ أن لا إله إلا اللهُ وحدَه لا شريكَ له، وأشهدُ أن محمدًا عبدُه ورسولُه، صلَّى الله عليه وعلى آلِه وأصحابِه، وسلَّمَ تسليمًا كثيرًا. أما بعد:


د الله تعالی بندګانو! له خپل رب څخه په رښتني ډول و وېرېږئ، او د اسلام په ټینګه رسۍ لاسونه ونیسئ.


اې مسلمانانو!
الله سبحانه وتعالی ټول مخلوقات د خپل عبادت او بندګۍ لپاره پیدا کړل، د هغه عبادت او بندګي پر درو اصولو او بنسټونو ولاړه ده، چي له محبت،  امید، او وېري څخه عبارت دي، او د عبادت په دې درو بنسټونو کي محبت او مینه تر ټولو لوی بنسټ او اساس دی؛ ځکه د هر کار او خوځښت سبب او لامل له هغه سره محبت او پخه اراده وي.


د الله سبحانه وتعالی محبت د ایمان ستره غوښتنه او لوی رکن دی، له الله تعالی سره محبت او مینه د مخلوقاتو د پیدایښت او هغوی ته د امرونو او احکامو د استولو مقصد او هدف دی، همداراز د ټولو ایماني عملونو او اسلامي حکمونو بنسټ او اساس همدغه محبت دی، یعني چي تر څو پوري د الله تعالی محبت په زړه کي نه وي، نو بیا دا عملونه هم بې اثره او په نامه حرکتونه دي؛ ځکه نو الله تعالی پر خپلو بندګانو خپل عبادت د د دې لپاره لازم او فرض ګرځولی، چي ټول له هغه سره محبت او هغه ته عاجزي وکړي، ټول صالحان او نېک خلګ په هر وخت کي د همدغه محبت لپاره په خپل مینځ کي مسابقه کوي، او جوړ زړونه تر ټولو زیات له خپل خالق او پیدا کونکي سره مینه او محبت کوي.


د توحید روح او بنسټ دا دی، چي محبت او مینه یوازي له الله تعالی سره وسي، او توحید به هغه وخت کامل او پوره سي، چي کله له الله تعالی سره مینه پوره او تر نورو مینو او محبتونو مخکي سي، د دین اساس دا دی، چي رښتنۍ محبت یوازي د الله تعالی لپاره خاص کړل سي، او د شرک د پېښېدلو وجه او سبب هم دا دی، چي د الله تعالی په محبت کي نور بندګان ورسره شریک کړل سي.


الله تعالی خپل هغه بندګان ستایلي دي، چي یوازي له هغه سره محبت کوي، او مشرکان یې بد ګڼلي؛ ځکه هغوی د الله تعالی په محبت کي نور مخلوقات ورسره شریک کړي دي، الله سبحانه وتعالی فرمايي: 


(وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَتَّخِذُ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَنْدَادًا يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللَّهِ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِلَّهِ)... [البقرة: ۱۶۵] 
یعني ځیني خلګ داسي دي، چي له الله تعالی ماسوا یې نور (له هغه سره) شریکان کړي دي، چي له هغوی سره د الله تعالی د محبت په شان محبت کوي، خو مومنان (یوازي) له الله تعالی سره تر ټولو زیاته مینه او محبت کوي.


همداراز الله تعالی محبت د خپلو اولیاوو خاص صفت ګڼلی دی، الله تعالی فرمايي:


 ﴿ فَسَوْفَ يَأْتِي اللَّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ ﴾ [المائدة: ۵۴]
 ژباړه: نو الله تعالی به ژر داسي خلګ راولي، چي الله تعالی له هغوی سره او هغوی به له الله تعالی سره مینه لري.


او یو بنده به هغه وخت د ایمان خوند او خوږوالۍ وڅکي، کله چي خالص او یوازي له الله تعالی سره محبت وکړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (کله چي په چا کي دا درې صفتونه موجود وي، هغه به د ایمان خوند او خوږوالۍ وڅکي: چي کله الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول تر نورو ورته زیات محبوب او خوښ وي، بل دا چي له یو چا سره یوازي د الله تعالی په خاطر محبت او مینه وکړي، او بل دا چي بېرته کافر کېدل دومره بد او نا خوښ وګڼي، لکه: اور ته چي لوېږي) متفق علیه.

 


 

د الله تعالی د محبت عوض او بدله
رښتنۍ محبت او مینه د قیامت د ورځي او د الله تعالی د دیدار او ملاقات لپاره غوره توښه ده.


یو سړي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه، چي قیامت څه وخت دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل: (تا څه شي ورته تیار کړي دي؟) هغه وویل: ما خو ډېر لمونځونه، روژې او خیراتونه نه دي ورته آماده کړي، مګر یوازي دومره، چي زه له الله سبحانه وتعالی او د هغه له رسول سره مینه لرم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: (ته به له هغه چا سره یې، کوم چي ته مینه ورسره لرې). بخاري.


د الله تعالی په نزد د بندګانو درجې او مرتبې له هغه سره د محبت او هغه ته د عاجزۍ په اندازه دي.


بکر المزني رحمه الله وايي: «ابو بکر رضي الله عنه تر نورو اصحابو په ډېرو لمونځو او روژو نه، بلکي په هغه څه مخته سوی وو، چي د هغه په زړه کي وو».


ابن علیه رحمه الله وايي: «د ابو بکر په زړه کي د الله تعالی محبت او د هغه لپاره د هغه له مخلوقاتو سره محبت او د هغوی خیر غوښتنه وه».


څوک چي د الله تعالی د خالص محبت خوند وویني، د نورو محبت به ور څخه هېر کړي، بیا به یوازي د خپل رب په یاد او ذکر کي اطمئنان او سکون ویني، او په بل چا پوري به خپل زړه نه تړي، الله تعالی هغه چا ته د عذاب ورکولو وعده ورکړې، چي د هغه له محبت څخه مخ اړوي، هغه فرمايي: 


﴿قُلْ إِن كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُم مِّنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُوا حَتَّى يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ﴾ [التوبة: ۲۴]
 ژباړه: (اې پیغمبره! دوی ته) ووایه: که چېري ستاسي پلرونه، اولادونه، وروڼه، میرمني، ستاسي قوم، ستاسي ګټلي مالونه، ستاسي هغه تجارت، چي تاسي یې له تاوانه وېرېږی او تاسي ته خوښ کورونه تر الله تعالی، د هغه تر رسول او د هغه په لار کي تر جهاد کولو خوښ او مهم وي، نو تاسي انتطار وکړئ، تر څو الله تعالی خپل امر (عذاب) درکړي، او الله تعالی فاسقانو ته هیڅکله هدایت نه کوي.


د الهي محبت لپاره اسماء الحسناء پیژندل
له الله تعالی سره محبت د هغه په شریعت او امرونو د عمل کولو له لاري راځي، تر ټولو لوی، سبب چي له خپل رب سره د بنده مینه زیاتوي، د هغه په نومونو او صفتونو علم او پوهه ده، له هغه سره بندګان د هغه د ذات او اوچتو او کاملو صفتونو په خاطر مینه او محبت کوي، د هغه ښایست، کمال، اوچت نومونه او صفتونه له بندګانو او مخلوقاتو دا غواړي، چي له هغه سره انتهائي محبت وکړي، هغه ته خضوع او عاجزي وکړي، او د هغه اطاعت او فرمانبرداري وکړي.


د الله سبحانه وتعالی په هر نوم او صفت کي د هغه پر یووالي او اوچتوالي داسي ډول ډول نښي او دلائل پراته دي، چي له مخي یې باید بندګان له هغه سره پوره محبت وکړي؛ په همدې خاطر الله تعالی مخلوقاتو ته خپل ځان د خپلو نومونو او صفتونو له لاري ور پېژندلی دی، او په خپل کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو کي یې خپل نومونه د دې لپاره زیات ذکر کړي دي، چي د حقیقي رب او پالونکي ډېره یادونه او د هغه شکر اداء سي.


او له الله سبحانه وتعالی سره په محبت او مینه کي د بندګانو توپیر او مختلفې مرتبې د هغه د معرفت او پېرندګلوۍ په اندازه دي، څوک چي الله تعالی زیات پېژني او معرفت ورباندي لري، نو تر نورو د هغه محبت او مینه هم ورسره زیاته او قوي وي.


زیات ذکر کول د محبت علامه ده
همداراز د الله سبحانه وتعالی ډېر ذکر او یادول د هغه د محبت او میني سبب ګرځي؛ ځکه د یو شي تل یادول، له هغه سره د میني نښه وي، او په خلګو کي د الله تعالی سنت او طریقه دا ده، چي څوک چي یو شی ډېر یادوي، له هغه سره یې مینه پیدا کېږي، او څوک چي له یو انسان سره محبت لري، هغه ډېر یادوي، او الله تعالی تر ټولو زیات د خپلو بندګانو د محبت او یادولو وړ او لائق دی.


الهي نعمتونه یادول محبت زیاتوي
د انسانانو په زړونو کي له هغه چا سره محبت پیدا کېږي، چي ښه ورسره کوي، او الله تعالی پر خپلو بندګانو حقیقي احسان او نعمت کونکۍ دی، پر بندګانو ټول نعمتونه الله تعالی کړي دي، که څه هم چي د بل چا په واسطه ور رسول سوي دي، مګر الله تعالی یې آسانه کونکۍ او د ټولو واسطو او اسبابو مسبب دی، هغه فرمايي:


 ﴿يَا أَيُّهَا النَّاسُ اذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ هَلْ مِنْ خَالِقٍ غَيْرُ اللَّهِ يَرْزُقُكُمْ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ فَأَنَّى تُؤْفَكُونَ﴾ [فاطر: ۳] 
ژباړه: اې خلګو! پر تاسي د الله تعالی نعمت او لورینه در یاده کړئ، آیا د الله تعالی پرته بل پیدا کونکۍ له آسمان او مځکي څخه تاسي ته روزي درکوي؟! له الله تعالی پرته بل پر حق معبود نسته, نو تاسي ولي (له حق او سمي لاري څخه) اړول کېږی.


په کائناتو کي فکر کول د محبت سبب ګرځي
د آسمانونو او مځکو په ملک او پاچاهي کي فکر کول، په انسان کي د الله سبحانه وتعالی محبت او تعظیم پیدا کوي؛ ځکه ټول زړونه له کمال او اوچت ذات سره پر محبت او مینه کولو پيدا سوي دي، او د الله تعالی پرته بل له هیڅ چا سره پوره او حقیقي کمال نسته.


په صدق او اخلاص عبادت د فضل سبب ګرځي
همدارنګه په صدق او اخلاص سره اطاعت او عبادت کول پر انسان د الله تعالی د فضل او مهربانۍ سبب ګرځي، او هغه ته د خپل محبت خوند او د هغه د مناجاتو سکون ور نصیب کوي.


به تدبر سره کتاب الله تلاوت کول
د الله تعالی د کتاب تلاوت کول او په آیتونو کي یې فکر کول د زړونو ژوند او پاکي ده، قرآنکریم ذکر، هدایت، نصیحت او شفاء ده، څوک چي د دې کتاب ملګرتیا اختیار کړي، هغه به د خپل رب سره محبت او مینه وکړي، او له نورو څخه به ځان را ټول کړي.


عثمان رضي الله عنه وايي: «که چېري زموږ زړونه پاک وای، نو د الله تعالی له کلام څخه به نه وای ماړه سوي».


د الله تعالی د محبت اسانه لاري چاري
د الله سبحانه وتعالی سره د محبت او هغه ته د ځان نژدې کولو یواځنۍ لاره د هغه په وړاندي عاجزي کول، او له زړه څخه هغه ته سر ټیټول دي، او دا ټوله حالتونه په دعاء کي سته. 


له شبهاتو او شهوتونو څخه ځان لیري ساتل د ځان د اصلاح او سمښت لامل ګرځي، ښه ملګري هم د الله سبحانه وتعالی په خوښو کارونو په عمل کولو باندي له چا سره مرسته کوي.


د جنت او په هغه کي د شتو نعمتونو یادول، چي په جنت کي تر ټولو لوی نعمت د الله عزوجل دیدار او لیدنه ده، دا ټوله د انسان په زړه کي د الله تعالی د محبت او له هغه سره د ملاقات شوق او مینه پیدا کوي، څوک چي د الله تعالی له ملاقات او لیدني سره شوق او مینه لري، الله تعالی هم د هغه ملاقات او لیدنه خوښوي.


له الله جل جلاله سره د رښتنۍ محبت آثار او نښي پر اندامونو هم ښکاره وي، د الله تعالی محب تل په اخلاص او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تابعدارۍ سره د هغه عبادت کوي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته