تازه سرليکونه
د (د حرم خطبې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حرم خطبه: تر حج کولو وروسته باید څه وکړو؟
  تعلیم الاسلام
  August 7, 2019
  0

بسم الله الرحمن الرحيم

د. صلاح البدیر / ژباړه: جمشید حقیار

۲۴/ ۱۲/ ۱۴۳۸ هـ
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

لومړۍ خطبه
الحمدُ لله الذي عمَّت رحمتُه كلَّ شيءٍ ووسِعَت، وتمَّت نِعمتُه على العِباد وعظُمَت، نحمدُه على نِعمٍ توالَت علينا واتَّسَعَت، وأشهدُ أن لا إله إلا اللهُ وحدَه لا شريكَ له شهادةً تُنجِي قائِلَها يوم تَذهَلُ كلُّ مُرضِعةٍ عمَّا أرضَعَت، وأشهدُ أن نبيَّنا وسيِّدنا محمدًا عبدُه ورسولُه جاهَدَ في الله حقَّ جِهادِه حتى علَت كلمةُ التوحيدِ وارتفَعَت، صلَّى الله وسلَّم عليه وعلى آلِه وأصحابِه ما ابتَهَلَت الوُفُودُ بالمشاعِرِ العِظامِ ودعَت, أما بعدُ!

اې مسلمانانو!


له الله تعالي څخه و وېرېږئ، او پرهېزګاري وکړئ؛ ځکه د الله تعالی وېره او پرهېزګاري ستره ګټه ده، او د الله تعالی له نافرمانۍ څخه ځانونه وساتئ؛ ځکه چا چي د الله تعالی نافرماني کړې، زیانمن او بې برخي سوی، الله تعالی فرمايي: 

(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ) [آل عمران: ۱۰۲] 
ژباړه: اې مومنانو! له الله تعالی څخه په رښتني ډول و وېرېږئ، او په داسي حالت کي ځانونه مرګ ته وسپارئ، چي تاسي مسلمانان او غاړه اېښودونکي یاست.

اې مسلمانانو!
د الله تعالی عبادت او بندګي لوړه مرتبه او غوره لار ده، په تېرو څو غوره ورځو کي حاجیانو د حج لوی عبادت او ستر عمل سرته ورسوی، نو حاجیانو ته دي د دوی حجونه، ستړیاوي، او عبادتونه مبارک وي.

د بیت الله حاجیانو!

د الله تعالی په نعمتونو، احساناتو او مهربانیو شکر اداء کړئ، الله تعالی ستاسي سره ښه وکړل، تاسي ته یې د غوره عملونو توفیق درکړ، پر تاسي یې مهرباني وکړل، او تاسي ته یې پوره غوره والۍ درکړ،

 الله سبحانه وتعالی فرمايي: (وَمَا بِكُمْ مِنْ نِعْمَةٍ فَمِنَ اللَّهِ) [النحل: ۵۳]
یعني او تاسي چي په کومو نعمتونو کي یاست، دا ټول د الله تعالی له لوري څخه دي.

په بل ځای کي فرمايي: (وَإِنْ تَعُدُّوا نِعْمَةَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا إِنَّ اللَّهَ لَغَفُورٌ رَحِيمٌ) [النحل: ۱۸]

ژباړه: او که چېري تاسي د الله تعالی ټول نعمتونه وشمېری، تاسي به هیڅکله د دې ټولو نعمتونو شمېر پوره نکړی، یقینا الله تعالی ډېر بخښونکۍ او پوره مهربانه دی.

د الله تعالی د کور حاجیانو!

تاسي پر الله تعالی ډېر ښه ګمان وکړئ، او له هغه څخه د هر خیر او مهربانۍ امید ولرئ، او تاسي ټول دا ګمان وکړئ، چي الله تعالی ستاسي حج قبول کړی، او ستاسي تېر سوي ګناهونه یې درته معاف کړي دي.

په یو قدسي حدیث کي راغلي دي: 
(الله تعالی فرمايي: زما بنده چي پر ما څنګه ګمان لري، زه ورسره هغسي یم.) متفق علیه.

اې د الله تعالی د سپېڅلي کور حاجیانو، تاسي چي له هر لوري د حج لپاره راغلي یاست، او له هره ځایه مو د الله تعالی امر ته لبیک ویلی، دا دی په سپېڅلو او پاکو ځایونو کي تر درېدلو او د مناسکو تر اداء کولو وروسته ستاسي حج پوره سو.

خپل نیک اعمال هم خرابوئ
تاسي په دې ورځو کي خپلو کورونو ته د تګ لپاره آمادګي نیسی، نو هلته له هر ډول حرامو کارونو، ټیټو عملونو او ګناهونو څخه لاس واخلئ، الله تعالی فرمايي: 

(وَلَا تَكُونُوا كَالَّتِي نَقَضَتْ غَزْلَهَا مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ أَنْكَاثًا﴾ [النحل: ۹۲]
 مفهوم: او تاسي د هغه ښځي په څېر مه کېږئ، کومي چي په پوره زیار او کوښښ سره د خپلو وړیو او تارونو تر اودلو او ورېښلو وروسته به یې هغه ټوټې ټوټې او خلاصول.

په آیت شریف کي هغه ښځي ته اشاره سوې، کومه چي سهار او ماښام خپلي وړۍ را اخلي، بیا له هغو څخه قوي او کلک تارونه جوړوي، خو تر جوړولو او برابرولو وروسته هغه بېرته ټوټي ټوټې کوي، او خرابوي يې، او دې ته په دې ټوله ورځ کي بېله ستړیا او سختۍ بل څه په لاس نه ورځي.

نو تاسي هم د دې ښځي په ډول مه کېږئ، تاسي چي کوم غوره عملونه کړې، او کوم ثوابونه مو ګټلي، هغه بېرته مه بربادوئ.

د الله تعالی د کور حاجیانو!
تاسي له نن څخه وروسته یو پاک او سپېڅلۍ ژوند پیل کړ، تاسي خپل ښکاره او باطن له ګناهونو پاک کړ، نو تر داسي ښه حالت وروسته هیڅکله بېرته د ګناهونو او هلاکتونو پر لار مه زئ، او ځانونه د الله تعالی له نافرمانۍ وساتئ، له یوې نېکۍ وروسته بله نېکي وکړئ، او هیڅکله په نېکۍ پسي ګناه مه کوئ.

د قبول سوي حج نښي او علامې

اې مسلمانانو!

قبول سوی حج ځانته نښي او علامې لري.

له حسن بصري رحمه الله څخه پوښتنه وسول: د قبول سوي حج نښه څه ده؟ هغه وویل: «نښه یې دا ده، چي تر حج کولو وروسته له دنیا سره مینه لږ کړې، او د آخرت لپاره آمادګي زیاته کړې».

نو ستاسي حجونه باید تاسي د هلاکت او ګناهونو څخه وساتي، او باید تاسي نورو غوره کارونو او نېکو عملونو ته وهڅوي.

اې مسلمانانو!

څومره ښه خوند کوي، چي هر حاجي خپلي کورنۍ او خپل وطن ته د ښکلو اخلاقو، عقلمندۍ، وقار، دروندوالي، حیاء، غوره عملونو او نرمو خویونو په حال کي وګرځي.

څومره به ښه وي، چي کله حاجي خپل وطن ته ولاړ سي، او هلته له خپلي مېرمني، اولادونو او کښتو خلګو سره نرمه رویه وکړي، زړه یې پاک وي، د حق، عدالت او پاکوالي په لاره تګ وکړي، پټ حالت یې تر ښکاره حالت غوره وي، او زړه یې تر ظاهري اندامونو ښایسته وي.

څوک چي د حج څخه د تللو په وخت کي دا خویونه د ځان سره ولري، نو په حقیقت کي یوازي هغه د حج له اسرارو، درسونو او ګټو څخه برخمن دی.

اې مسلمانانو!

له تلبیې څخه بیا د حج تر پای ته رسېدلو پوري د حج ټول عملونه او مناسک حاجي ته الله تعالی او د هغه حقوق ور پېژني، ورته یادوي یې، او هغه ته دا فکر ورکوي، چي د الله تعالی پرته بل هیڅوک د عبادت وړ نه دی.

 

هر الهي امر ته لبیک ووایاست!

د سپېڅلي کور حاجیانو!

تاسي چي د حج په جریان کي د احرام په حالت کي له منع کړل سویو کارونو څخه ځانونه وساتل، خو داسي نور منع سوي کارونه هم سته، چي باید د ژوند تر آخره او په ټول عمر کي ځانونه ور څخه وساتی، نو هیڅکله په هغو کارونو مه اخته کېږي، الله تعالی فرمايي: 

(تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ فَلَا تَعْتَدُوهَا وَمَنْ يَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ) [البقرة: ۲۲۹]

ژباړه: دا د الله تعالی له لوري ټاکل سوي حدود او پولي دي، نو تاسي مه ور څخه اوړئ، او څوک چي د الله تعالی له حدودو تېری کوي، هم هغوی ظالمان دي.

چا چي د الله تعالی امر ته لبیک ووایه، او مکې ته د حج کولو لپاره راغلی، نو تر دې وروسته څنګه داسي کارونو ته ور وړاندي کېږي، کوم چي هغه د قرآنکریم او سنتو سره مخالف دي، او شریعت یې منع کوي؟!

چا چي د حج کولو لپاره د الله تعالی امر ته لبیک ووایه، نو هغه دي په هر ځای او هر وخت کي د الله تعالی هر امر ته لبیک ووایي، او خپل عملونه دي د الله تعالی له دین او شریعت سره برابر کړي.

زما خبره همدومره ده، زه له الله تعالی څخه د ګناهونو بخښنه غواړم، تاسي هم بخښنه ور څخه وغواړئ؛ یقینا الله تعالی د رجوع کوونکو لپاره ډېر زیات بخښونکۍ دی.

دوهمه خطبه
الحمدُ لله آوَى مَن إلى لُطفِه أوَى، وأشهدُ أن لا إله إلا اللهَ وحدَه لا شريك له داوَى بإنعامِه مَن يَئِسَ مِن أسقامِه الدَّوا، وأشهدُ أن نبيَّنا وسيِّدنَا محمدًا عبدُه ورسولُه مَن اتَّبَعه كان على الخَير والهُدَى، ومَن عصَاه كان في الغِوايةِ والرَّدَى، صلَّى الله عليه وعلى آله وأصحابِه وسلَّم تسليمًا كثيرًا, أما بعدُ!

له الله تعالی څخه و وېرېږئ، هغه یاد ساتئ، د هغه اطاعت وکړئ، او نافرماني یې مه کوئ، الله تعالی فرمايي:

 (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ) [التوبة: ۱۱۹] 
ژباړه: اې مومنانو! له الله تعالی څخه و وېرېږئ، او له ریښتنو خلګو سره اوسېږئ.

د الله تعالی بندګانو!

هغه څوک چي د خیرونو او رحمتونو وختونه د ګناهونو او غفلت په حال کي ور باندي تېر سول، آیا تا د حاجیانو، عمره کوونکو او عبادت ګذارو ډلي ونه لیدلې؟! آیا تا احرام کوونکي، په دعاء کي لاس پورته کوونکي، او د توبه ایستونکو اوښکي ونه لیدلې؟! آيا تا د تلبیه او تکبیر ویونکو او ذکر کوونکو ږغونه نه واورېدل؟!

په تا څه سوي دي، چي د کال تر ټولو غوره ورځي او شپې پر تا په غفلت او بې پروايي کي تېري سولې؟!

اې هغه انسانه! چي ته ورځ او شپه په ګناهونو کي تېروې، او وايې: زه به نن یا سبا توبه وباسم! اې انسانه! چي زړه دي په غفلت او بې پروايي کي دی، او ته په شهوتونو او ګناهونو کي ډوب یې، د قبر هغه شپه در یاده کړه، چي ته به یې په قبر کي یوازي تېروې، تا ته اوس مهلت او وخت درکول سوی، په دې وخت کي توبه وباسه، مخکي تر دې چي د مرګ تریخ حالت در باندي رازي، له ګناهونو او بدیو لاس واخله.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (الله تعالی د شپې له خوا خپل بلا کیفه لاس غوړوي تر څو د ورځي ګناه کوونکي توبه وباسي، او د ورځي له خوا خپل بلا کیفه لاس غوړوي تر څو د شپې ګناه کوونکي توبه وباسي، دا تر هغه وخته پوري چي لمر له لوېدیځ څخه راپوره کېږي).

له ګناه څخه توبه ایستونکۍ داسي دی، لکه ګناه چي یې نه وي کړې.

او تاسي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود او سلام ووایاست، هغه څوک چي په دنیا کي د خلګو لارښوونکۍ او په آخرت کي شفاعت کوونکۍ دی؛ ځکه څوک چي پر هغه یو درود ووايي، الله تعالی به پر هغه لس ځله درود ووايي.

دعاء

اې الله! زموږ پر نبي خپل بنده او رسول محمد صلی الله علیه وسلم باندي درود او سلام ولېږه، اې الله! اې مهربان او وهاب ربه! له آل البیت، اصحابو او زموږ ټولو څخه په خپلي مهربانۍ او فضل سره خوښ او راضي سه، یا کریم یا وهاب.

اې الله! اسلام او مسلمان قوي او برلاسي کړه، اې الله! اسلام او مسلمان قوي او برلاسي کړه، اې الله! اسلام او مسلمان قوي او برلاسي کړه، د دین ساتنه وکړه، سرکښان او ظالمان هلاک کړه، سرکښان او ظالمان هلاک کړه، سرکښان او ظالمان هلاک کړه، او د کمزورو مسلمانانو سره په هر ځای کي مرسته وکړه، یا رب العالمین!

اې الله! څوک چي زموږ او زموږ د هیواد سعودي عربستان په هلکه د بدۍ او فتنو اراده لري، د هغه چمونه او پلانونه شنډ کړه، هغه رسوا کړه، او د نورو لپاره یې عبرت وګرځوه، اې الله! د هغه چمونه او پلانونه شنډ کړه، هغه رسوا کړه، او د نورو لپاره یې عبرت وګرځوه، یا رب العالمین. 

اې الله! د مسلمانانو له هیوادونو څخه فتنې، شرونه، جنګونه او اختلافات لیري کړه، یا رب العالمین.

اې الله! زموږ مریضانو ته شفا ورکړه ، زموږ اسیران آزاد کړه، زموږ مصیبت ځپلو ته عافیت ورکړه، زموږ مړي وبخښه، او زموږ د دښمنانو پر وړاندي زموږ مرسته وکړه، یا رب العالمین.

اې الله! د حاجیانو او عمره کوونکو ساتنه وکړه، اې الله! د حاجیانو او عمره کوونکو ساتنه وکړه، اې الله! د دوی زیار او ستړیا قبوله کړه، اې الله! د دوی زیار او ستړیا قبوله کړه، اې الله! د دوی درجې پورته کړه، اې الله! د دوی ښه امیدونه پوره کړه، نېک عملونه یې قبول کړه او لوړي درجې ورکړه، اې الله! د حاجیانو حجونه قبول کړه، اې الله! د دوی حجونه قبول کړه، کوښښونه یې ومنه، ګناهونه یې وبخښه، او دوی خپلو وطنونو ته جوړ او سالم ورسوه، یا ارحم الراحمین.

اې الله! زموږ دعاګاني قبولي کړه، زموږ فریاد  واوره.

یا کریم یا قریب یا مجیب یا رحیم.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته