تازه سرليکونه
د (د حرم خطبې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حرم شریف خطبه:د حق لاري اړونکي اعمال
  تعلیم الاسلام
  March 21, 2017
  0

 بسم الله الرحمن الرحيم

د. علي بن عبد الرحمن الحذیفي/ ژباړه: جمشید حقیار
۱۵/ ۴/ ۱۴۳۸ هـ / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
لومړۍ خطبه
 
الحمدُ لله، الحمدُ لله بيدِه الخيرُ وهو على كل شيءٍ قدير، قائِمٌ على كل نفسٍ بما كسَبَت، يُوفِّي كلاًّ بما عمِل ولا يظلِمُ مِثقالَ ذرَّة ﴿وَإِنْ تَكُ حَسَنَةً يُضَاعِفْهَا وَيُؤْتِ مِنْ لَدُنْهُ أَجْرًا عَظِيمًا﴾ [النساء: 40]، أحمدُ ربي وأشكرُه على فضلِه الكبير، وأشهدُ أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له العليمُ الخبير، وأشهدُ أنَّ نبيَّنا وسيِّدَنا محمدًا عبدُه ورسولُه البشيرُ النذير، والسِّراجُ المُنير، اللهم صلِّ وسلِّم وبارِك على عبدِك ورسولِك محمدٍ المبعُوث بالكتابِ المُنير، وعلى آله وصحابتِه الذين أعزَّ الله بهم الدِّين، وأذلَّ بهم الشِّركَ الحقير. أما بعد:
 
له الله تعالي څخه و وېرېږئ، په نېکیو کي تلوار وکړئ، او له بدیو ځانونه وساتئ، لوړي درجې به وګټی او له هلاکت څخه به خلاص سی.
 
اې مسلمانانو!
 
الله تعالی له خپلو بندګانو سره حق وعده کړېده، هغه له خپلي وعدې نه اوړي، او هیڅوک د هغه حکم او فیصله نسي وروسته کولای، هغه د خپلو فرمانبردارو بندګانو سره په دنیا کي د ښه ژوند او په آخرت کي د غوره ثواب او اجر وعده کړېده، له هغوی څخه راضي او خوشحاله دی، او په جنتونو کي له انبیاوو او صالحانو سره – کوم چي پر مستقیمه او برابره لار روان وه - د همېشه ژوند نعمت ورکوي، الله تعالی فرمايي:
 
 ﴿وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ﴾ [الأعراف: ۹۶] 
ژباړه: که چېري د کلو اوسېدونکو ایمان راوړی وای، او تقوا یې غوره کړې وای، نو موږ به د آسمان او مځکي برکتونه او پراخي ورکړې وای.
 
په بل آیت کي فرمايي:
 
 ﴿وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْكِتَابِ آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَكَفَّرْنَا عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلَأَدْخَلْنَاهُمْ جَنَّاتِ النَّعِيمِ (65) وَلَوْ أَنَّهُمْ أَقَامُوا التَّوْرَاةَ وَالْإِنْجِيلَ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِمْ مِنْ رَبِّهِمْ لَأَكَلُوا مِنْ فَوْقِهِمْ وَمِنْ تَحْتِ أَرْجُلِهِمْ﴾ [المائدة: ۶۵، ۶۶] 
ژباړه: که چېري د کتاب لرونکي ایمان راوړی او تقوا یې غوره کړې وای، نو موږ به د دوی ګناهونه رژولي وای، او دوی به مو د نعمتونو لرونکي جنتونو ته داخل کړي وای، او که چېري دوی تورات، انجیل او له خپل رب له لوري ورته نازل سوي (حکمونه) قائم کړي وای، (او پوره عمل یې په کړی وای)، نو دوی به له خپل پورته او لاندي خوا څخه (د الله تعالی د پراخه او ښه روزۍ څخه) خوراک کړی وای.
 
یعني: که دوی پر خپل کتاب بېله تحریف او لاسوهني د ایمان راوړلو سربېره پر قرآنکریم هم ایمان راوړي، او عمل په وکړي، نو الله تعالی به ورته په دنیا کي ښه ژوند او په آخرت کي د نعمتونو ډک جنتونه ورکړي.
 
الله تعالی د نوح علیه السلام خبره خپل قوم ته داسي بیانوي:
 
 ﴿فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا (۱۰) يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُم مِّدْرَارًا (۱۱) وَيُمْدِدْكُم بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَل لَّكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَل لَّكُمْ أَنْهَارًا﴾ [نوح: ۱۰- ۱۲] 
ژباړه: نو ما ورته وویل: له خپل رب څخه د ګناهونو بخښنه وغواړئ، یقینا هغه ډېر زیات بخښونکی دی، هغه به پر تاسي په پر له پسې ډول باران واوروي، ستاسي مالونه او زامن به ډېر کړي، تاسي ته به باغونه درکړي او تاسي ته به ولې درکړي.
 
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (الله تعالی فرمایي: چا چي زما له ولي او دوست سره دښمني وکړه، زما ورسره د جنګ اعلان دی، زما بنده چي کله ما ته په فرضي عبادتونو سره ځان نژدې کوي، دا کار ما ته تر ټولو خوښ دی، او کله چي مي بنده په نفلونو سره همېشه ځان راته نژدې کوي، نو آخر هغه زما خوښ سي، کله چي زما له هغه سره مینه پیدا سي، نو زه یې هغه غوږ، سترګي، لاس، او پښه سم, كوم چي دی ورباندي څه اوري، څه ویني، څه په نیسي، او تګ ورباندي کوي (یعني دا اندامونه یې ټول زما په اطاعت او فرمانبردارۍ کي استعمالېږي)، که هغه زما څخه څه وغواړي، ورکوم یې، که زما څخه پناه وغواړي، پناه ورکوم، او زه په ټولو کارونو کي د مومن په ساه اخیستلو کي ډېر لطف او نرمي کوم، ځکه هغه مرګ نه خوښوي، او زما هم پر هغه سختي نه ده خوښه). بخاري دا حدیث روایت کړی دی.
 
دا حدیث پر دې دلالت کوي، چي الله تعالی په خپل فضل او مهربانۍ سره تر مرګ مخکي او وروسته د خپلو نېکو بندګانو د کارونو او حاجتونو ښه سرپرستي کوي.
 
زموږ د رب وعده پوره حق ده، هغه هیڅکله خپله وعده او ژمنه نه ماتوي، الله تعالی فرمايي: ﴿رَبَّنَا إِنَّكَ جَامِعُ النَّاسِ لِيَوْمٍ لَا رَيْبَ فِيهِ إِنَّ اللَّهَ لَا يُخْلِفُ الْمِيعَادَ﴾ [آل عمران: ۹]
 ژباړه: اې زموږ ربه! ته خامخا خلګ هغه ورځي ته راټولوې، چي هیڅ شک پکښي نسته، یقینا الله تعالی خپله وعده او ژمنه نه وروسته کوي.
 
په بل آیت کي فرمايي:
 
 ﴿رَبَّنَا وَآتِنَا مَا وَعَدْتَنَا عَلَى رُسُلِكَ وَلَا تُخْزِنَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّكَ لَا تُخْلِفُ الْمِيعَادَ﴾ [آل عمران: ۱۹۴]
 ژباړه: اې زموږ ربه! موږ ته هغه څه راکړه، چي زموږ سره دي خپلو پیغمبرانو ته د هغه وعده او ژمنه کړېده، او موږ د قیامت په ورځ مه ناکامه کوه، یقینا ته خپله وعده او ژمنه نه ماتوې.
 
الله تعالی له مومنانو سره په آخرت کي داسي وعده کړېده:
 
 ﴿وَعَدَ اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَمَسَاكِنَ طَيِّبَةً فِي جَنَّاتِ عَدْنٍ وَرِضْوَانٌ مِنَ اللَّهِ أَكْبَرُ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ﴾ [التوبة: ۷۲]
 ژباړه: الله تعالی له مومنانو نارینه او ښځو سره د داسي جنتونو ژمنه کړېده، چي (تر ماڼیو او درختو) لاندي یې ولې بهېږي، او دوی به د همېشه لپاره پکښي اوسېږي، په همېشني جنتونو کي دوی ته غوره او ښکلي کورونه ورکوي، او تر دې هر څه د الله تعالی رضایت او خوښي لویه ده، او دا تر ټولو لویه کامیابي ده.
 
او مومنان هغه څه په دنیا کي هم ویني، کوم چي الله تعالی یې وعده ورسره کړېده، دوی ته په پر له پسې ډول ثوابونه ورکول کېږي، او همېشه د الله تعالی له نعمتونو او پېرزوینو څخه برخمن دي، الله تعالی فرمايي:
 
 ﴿فَآتَاهُمُ اللَّهُ ثَوَابَ الدُّنْيَا وَحُسْنَ ثَوَابِ الْآخِرَةِ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ﴾ [آل عمران: ۱۴۸] 
ژباړه: نو الله تعالی دوی ته د دنیا او د آخرت غوره عوض او ثواب ورکړ، او الله تعالی نېکي کونکي خوښوي.
 
دوی به خامخا په آخرت کي خپل اجر او نعمتونه ویني، الله تعالی فرمايي: 
 
﴿أَفَمَنْ وَعَدْنَاهُ وَعْدًا حَسَنًا فَهُوَ لَاقِيهِ كَمَنْ مَتَّعْنَاهُ مَتَاعَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ثُمَّ هُوَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مِنَ الْمُحْضَرِينَ﴾ [القصص: ۶۱] 
 
ژباړه: آیا هغه څوک چي موږ ښه وعده ورسره کړې، او دی به خامخا هغه وعده او ژمنه ویني، د هغه چا په څېر دی، چا ته چي موږ د دنیا د ژوند خوند ورکړی، خو دی به وروسته د قیامت په ورځ (دوږخ) ته راوستل کېږي؟!.
 
او لكه څنګه چي الله تعالی له خپلو فرمانبردارو بندګانو سره د ثواب او اجر ژمنه کړې، همدارنګه له کفارو او نافرمانو سره یې د عذاب وعده کړې، او الله تعالی چي د دوی په هکله کوم عذاب اورولی، هغه به دوی خامخا ویني، الله تعالی فرمايي:
 
 ﴿وَالَّذِينَ كَفَرُوا يَتَمَتَّعُونَ وَيَأْكُلُونَ كَمَا تَأْكُلُ الْأَنْعَامُ وَالنَّارُ مَثْوًى لَهُمْ﴾ [محمد: ۱۲] 
ژباړه: او هغه څوک چي کافر او ناشکره سوي دي، دوی (د دنیا په نعمتونو) خوند اخلي، او د څارویو په څېر خوراک کوي، خو د دوی ځای اور دی.
 
په بل آیت کي فرمايي: ﴿وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَإِنَّ لَهُ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا﴾ [الجن: ۲۳]
 ژباړه: او چا چي د الله تعالی او د هغه د رسول نافرماني وکړل، نو د هغه سزا د ابد لپاره د دوږخ اور دی.
 
او په دنیا کي د دوی ژوند تر ټولو سخت دی، الله تعالی فرمايي: ﴿وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى﴾ [طه: ۱۲۴]
 ژباړه: او چا چي زما له یاد، ذکر (او عبادت) څخه مخ واړوی، هغه به له تنګ ژوند سره مخ سي، او د قیامت په ورځ به یې ړوند راپورته کړو.
 
دوی ته که څه هم ټوله دنیا ورکول سي، خو دوی به په بدبختۍ او تنګۍ کي وي.
 
او الله عز وجل په بل آیت کي فرمايي: ﴿فَلَا تُعْجِبْكَ أَمْوَالُهُمْ وَلَا أَوْلَادُهُمْ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ بِهَا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَتَزْهَقَ أَنْفُسُهُمْ وَهُمْ كَافِرُونَ﴾ [التوبة: ۵۵]
 ژباړه: د دوی مالونو او اولادونو ته مه حیرانېږه؛ ځکه الله تعالی غواړي، چي دوی ته په دې دنیا کي عذاب پر ورکړي، او (د دوی له بدنونو څخه) به د دوی روحونه د کفر او ناشکرۍ په حال کي وځي.
 
انسان په دې دنیا کي له داسي امتحاناتو او آزمایښتونو سره مخامخ کېږي، چي له ګټورو عملونو څخه یې را ګرځوي، او په زیانمنو کارونو کي یې اچوي، له داسي فتنو او پېښو سره مخامخ کېږي، چي له اطاعت څخه یې راګرځوي، او ګناهونه ورته ښکلي کوي، دا د دې لپاره چي الله سبحانه وتعالی د خپل نفس او خواهشاتو سره مخالفت کونکي له هغه کسانو څخه بېل او جلا کړي، چي د شیطان او خپلو نفساني خواهشاتو پیروي کوي، او په دې سره الله تعالی په جنت کي د نېکانو په درجو کي او په دوږخ کي د بدانو په عذاب کي توپیر راولي.
 
الله تعالی فرمايي: ﴿وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ حَتَّى نَعْلَمَ الْمُجَاهِدِينَ مِنْكُمْ وَالصَّابِرِينَ وَنَبْلُوَ أَخْبَارَكُمْ﴾ [محمد: ۳۱] 
ژباړه: او موږ به خامخا تاسي تر هغه وخته پوري امتحانوو، تر څو له تاسي څخه مجاهدين او صبر کونکي معلوم کړو، او تر څو (خلګو ته ستاسي د اطاعت او نافرمانۍ) حالتونه ښکاره کړو.
 
او په بل آیت کي فرمايي: ﴿وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ﴾ [العنكبوت: ۶۹] 
ژباړه: او چا چي زموږ په (لاره) کي کوښښ وکړ، هغوی ته به خامخا د خپلو لارو هدایت وکړو، او یقینا الله تعالی له نېکي او احسان کونکو سره دی.
 
نفس او خواهشات د انسان تر ټولو لوی دښمن دی، شیطان هم د نفساني خواهشاتو له لاري انسان ته رازي، الله تعالی فرمايي:
 
 (إِنَّ النَّفْسَ لَأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّي) [یوسف: ۵۳]
ژباړه: یقینا نفس او ځان هر کله انسان بدو ته هڅوي، پرته له هغه (نفسونو)، چي زما رب رحم پر کړی وي.
 
په بل ځای کي فرمايي: ﴿إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَمَا تَهْوَى الْأَنْفُسُ﴾ [النجم: ۲۳] 
ژباړه: دوی یوازي د ګمان او نفسي غوښتنو پسي روان دي.
 
په بل آیت کي فرمايي: ﴿وَمَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ﴾ [الحشر: ۹]
 ژباړه: او څوک چي د نفس او ځان له حرص څخه په امان وي، همدوی کامیاب دي.
 
نفس د جهالت او ظلم په وجه انسان د الله تعالی پر وعدې او ژمني له باور کولو څخه لیري کوي، استقامت ته یې نه پرېږدي، او له اعتدال او مستقیمي لاري څخه یې کږوي.
 
امام ابن القیم رحمه الله وايي: څوک چي د خپل ځان او نفس حقیقت او خویونه وپېژني، پوه به سي، چي دا نفس د هر شر او بدۍ سرچینه ده، او په دې نفس کي چي کوم خیر او ښه والۍ سته، هغه یوازي او یوازي د الله تعالی مهرباني او فضل دی، الله تعالی فرمايي:
 
 ﴿وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ مَا زَكَى مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ أَبَدًا﴾ [النور: ۲۱] 
ژباړه: او که چېري پر تاسي د الله تعالی فضل او مهرباني نه وای سوې، ستاسي څخه یو به هم هیڅکله نه وای پاک سوی.
 
نفس يوازي په هغه علم سره له جهله سالم پاتېدای سي، کوم چي شریعت راوړی دی، او په نېک عمل سره له ظلمه ساتل کېږي، مسلمان باید تل الله تعالی ته زارۍ وکړي، او له هغه څخه وغواړي، چي نفس او ځان یې ورته اصلاح کړي.
 
----------------------------
د حرم شریف نوري خطبې دلته لوستلای سی: د مسجد نبوي خطبې
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته