تازه سرليکونه
د (د حرم خطبې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حرم شریف خطبه: د مساجدو فضیلت او آداب
  تعلیم الاسلام
  January 23, 2017
  0

 بسم الله الرحمن الرحيم

په اسلام کي د مسجدونو مقام او غوره والۍ

د. عبد المحسن بن محمد القاسم
ژباړه: جمشید حقیار
۲۴/ ۳/ ۱۴۳۸ هـ
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
لومړۍ خطبه
 
إنّ الحمدَ لله، نحمدُه ونستعينُه ونستغفرُه، ونعوذُ باللهِ من شُرور أنفُسِنا ومن سيئاتِ أعمالِنا، من يهدِه الله فلا مُضِلَّ له، ومن يُضلِل فلا هادِيَ له، وأشهدُ أن لا إله إلا اللهُ وحدَه لا شريكَ له، وأشهدُ أن محمدًا عبدُه ورسولُه، صلَّى الله عليه وعلى آله وأصحابِه، وسلَّمَ تسليمًا كثيرًا ,أما بعد:
 
اې خلګو! له الله سبحانه وتعالی څخه په ریښتنې ډول ووېرېږئ، او د اسلام په ټینګه رسۍ (مزی) منګولي کلکي کړئ!
 
اې مسلمانانو!
 
الله تعالی د خپلو بندګانو په غوره والي کي توپیر کړی دی، په خپلي مهربانۍ سره ځیني غوره کوي، او په شریعت کي چي د کوم شي غوره والۍ راغلی وي، الله تعالی د هغه پېژندل او په هغه کي روا کارونه کول زموږ لپاره عبادت ګرځولی دی، د مسلمانانو لپاره بیا په دې کي ډېر ښه فرصت دی، او هغه دا چي فضیلتونو او لوړو درجو ته په ځان رسولو کي یو له بل سره مسابقه وکړي، او د ټولو مخلوقاتو تر مینځ د غوره والي او ښه والي معیار او اساس تقوی او د الله تعالی عبادت دی، خو انسانان د دغه معیار او اساس په وړاندي په خپل مینځ کي ډېر زیات توپیر سره لري.
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوو سړیانو په اړه وویل: (دغه یو تر دا بل د مځکي د ډکوالي په اندازه غوره دی)، بخاري روایت کړی دی.
 
د مځکي د مختلفو برخو او ځایونو تر مینځ هم توپیر سته، تر ټولو خوښ ځایونو الله تعالی ته د هغه د عبادت ځایونه دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (مسجدونه الله تعالی ته تر ټولو خوښ ځایونه دي) مسلم روایت کړی دی.
 
دا ځکه چي په دې ځایونو کي عبادتونه او ذکرونه کېږي، مومنان سره راټولېږي، او د دین شعائر او نښي څرګندېږي.
 
حرمین شریفین
 
تر ټولو غوره او ستر مسجد مسجد حرام دی، دا مسجد پر مځکه لومړنی جوړ سوی مسجد او د خلګو لپاره د هدایت منار دی، الله تعالی فرمايي:
 
 (إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا وَهُدًى لِّلْعَالَمِينَ) [آل عمران: ۹۶]
 ژباړه: یقینا لومړی کور چي د خلګو (د راټولېدلو) لپاره جوړ سو، په بکه (مکه) کي دی، چي د ټولو خلګو لپاره د برکت او هدایت ځای دی.
 
الله تعالی د دې مسجد زیارت، حج او ورباندي طواف کول پر خپلو مومنو بندګانو فرض کړي دي، دا مسجد د مسلمانانو قبله او یو لمونځ یې د نورو مسجدونو په پرتله د یو لک لمونځونو په اندازه غوره والۍ لري.
 
په غوره والي کي دوهم مسجد د رسول الله صلی الله علیه وسلم مسجد دی، کوم چي له اولي ورځي پر تقوی او پرهېزګارۍ جوړ سوی دی، په دې مسجد کي لمونځ کول د زرو لمونځونو په اندازه غوره والۍ لري، او دا د نبي علیه السلام په لاس تر ټولو وروستی جوړ سوی مسجد دی.
 
مسجد اقصی
 
همدارنګه مسجد اقصی د مسلمانانو لومړۍ قبله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسراء او آسمان ته پورته کېدلو ځای دی، دا مسجد تر مسجد حرام وروسته پر مځکه جوړ سو.
 
همداراز مسجد قباء هغه مسجد دی، چي له اولي ورځي پر تقوی او پرهېزګاري جوړ سوی دی، او رسول الله صلی الله علیه وسلم به هره شنبه په پښو او یا پر سپرلي ورته راتلی، هغه فرمایلي دي: (څوک چي په خپل کور کي اودس وکړي، او بیا مسجد قباء ته راسي، هلته لمونځ وکړي، دا به د ده لپاره د عمرې له اجر سره برابر وي)، ابن ماجه روایت کړی دی.
 
درې مساجد داسي دي چي هلته لمونځ کول زیات او اضافي ثواب لري، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (د سفر سامان مه تړی مګر و دغو درو مسجدونو ته : زما مسجد، مسجد حرام او مسجد اقصی ته)، متفق علیه.
 
پر مځکه یوازي دغه درې مسجدونه او مسجد قباء د زیات او اضافي فضیلت او غوره والي درلودونکي دي، او نور ټول مسجدونه په حکم او فضیلت کي سره برابر دي.
 
د مساجدو فضیلت
 
مسجدونه د الله تعالی کورونه دي، الله تعالی د تشریف او تکریم لپاره مسجدونه له خپل نامه سره ذکر کړل، د هغه یادونه یې زیاته وکړل، او د مسجدونو جوړونکي په خلګو کي غوره خلګ دي، لکه: پیغمبران او د هغوی تابعداران، الله تعالی فرمايي:
 
 (وَإِذْ يَرْفَعُ إِبْرَاهِيمُ الْقَوَاعِدَ مِنَ الْبَيْتِ وَإِسْمَاعِيلُ) [البقرة: ۱۲۷] 
ژباړه: او کله چي ابراهیم او اسماعیل علیهما السلام (د کعبې) د خوني اساسات او دیوالونه پورته کول.
 
او کله چي نبي صلی الله علیه وسلم قباء ته ورسېد، نو سمدلاسه یې مسجد جوړ کړ، همدارنګه په مدینه منوره کي یې د اوسېدلو سره سم مسجد نبوي جوړ کړ.
 
د مساجدو ساتنه او جوړښت
 
الله تعالی چي پر خلګو د دوی تر مینځ د یو او بل د دفع کولو او منع کولو کوم کَوني سنت او عادت لازم کړی، د دې یو حکمت او مقصد دا دی، چي مسجدونه روغ او سالم وساتل سي، الله تعالی فرمايي:
 
 (وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا) [الحج: ۴۰]
 ژباړه: که چېري الله تعالی ځیني خلګ د نورو په وسیله نه منع کولای، نو (د راهبانو) عبادت ځایونه، (د نصاراوو) کلیساګاني، (د یهودو) عبادت ځایونه او (د مسلمانانو) مسجدونه به - چي د الله تعالی د نامه ډېر ذکر او یادونه پکښي کېږي - نړېدلي او ویجاړ سوي وای.
 
د مسجدونو جوړول، عبادت دی، او د جوړونکو سره یې الله تعالی د جنت وعده کړې ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (څوک چي د الله تعالی لپاره یو مسجد جوړ کړي، الله تعالی د هغه په څېر په جنت کي یو کور ورته جوړ کړي)، متفق علیه.
 
مسجد ته د تلو ثواب
 
مسجدونو ته د تلونکو اجر او ثواب ډېر لوی دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: (پر هر قدم یوه نېکي ورکول کېږي، یوه درجه یې په پورته کېږي، او یوه بدي یې په بخښل کېږي) مسلم روایت کړی دی.
 
بلکي کله چي بېرته څوک له مسجد څخه کور ته را ګرځي، د تلو په شان ثوابونه ورکول کېږي، یو سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: زه غواړم، چي زما مسجد ته تلل او بېرته کور ته راتلل، ټول په نېکیو کي حساب سي، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: (الله تعالی دا دواړه ثوابونه تا ته درکوي) مسلم روایت کړی دی.
 
مسجد ته ډېر تلل او په مسجد کي د لمانځه انتظار کول د رباط او پهرې اجر لري، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: (څوک چي سهار او مازدیګر مسجد ته ځي، الله تعالی به په جنت کي د ده د تللو په اندازه د اوسېدو ځایونه برابر کړي) متفق علیه.
 
همدارنګه فرمايي: (هغه څوک چي مسجد ته د تللو لپاره ډېر تګ کوي، د هغه اجر تر نورو زیات دی، او هغه څوک چي د لمانځه لپاره انتظار کوي، تر څو د امام سره یې په جماعت وکړي، د ده اجر تر هغه چا زیات دی، چي لمونځ وکړي، بیا ویده سي.) متفق علیه.
 
مسجد ته تلل د ګناهونو د مغفرت او بخښني سبب ګرځي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (څوک د لمانځه لپاره په ښه ډول اودس وکړي، بیا د فرض لمانځه لپاره ووزي، که یې له خلګو سره وکړي، یا یې په جماعت وکړي، او یا یې په مسجد کي وکړي، الله تعالی به د هغه ګناهونه وبخښي) دا حدیث مسلم روایت کړی دی.
 
د مسجد سره اړیکي ساتل
 
له مسجدونو سره اړیکه ساتل او مینه ورسره درلودل د هدایت او اصلاح سبب ګرځي، او د چا چي زړه له مسجدونو سره تړلۍ وي، یو له هغه اوو کسانو څخه دی، چي د قیامت په ورځ یې الله تعالی د خپل عرش تر سیوري لاندي کوي، په هغه ورځ چي د الله تعالی د عرش د سیوري پرته بل سیوری نسته.
 
امام نووي رحمه الله وايي: «د دې حدیث معنا دا چي دغه سړی به د مسجدونو سره ډېره زیاته مینه لري، او همېشه به په مسجدونو کي د جماعت لمونځ کوي».
 
په حدیث شریف کي راغلي دي: (کله چي یو مسلمان مسجد ته ننوزي، تر هغه وخته پوري د لمانځه اجر ورکول کېږي، تر څو پوري چي دی د لمانځه په نیت هلته پاته وي، او تر څو پوري چي د خپل لمانځه له ځایه نه وي ولاړ سوی، ملائکي داسي دعاګاني ورته کوي: اې الله! ده ته بخښنه وکړه، اې الله! پر ده رحم وکړه) دا حدیث بخاري روایت کړی دی.
 
مساجد په پخوانیو امتونو کي
 
مسجدونه په پخواني امتونو کي هم معظم او لوی ګڼل کېدل، الله تعالی ابراهیم او اسماعیل علیهما السلام ته د مسجد حرام د پاکولو امر وکړ، الله تعالی فرمايي:
 ِ(وَعَهِدْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَن طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِنَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ) [البقرة: ۱۲۵]
 ژباړه: او موږ ابراهیم او اسماعیل علیهما السلام ته امر وکړ، چي زما کور د طواف کونکو، رکوع او سجده کونکو لپاره پاک کړئ.
 
د عمران مېرمني د خپل نس کوچنی د مسجد اقصی د خدمت لپاره نذر کړ، دې وویل:
 (رَبِّ إِنِّي نَذَرْتُ لَكَ مَا فِي بَطْنِي مُحَرَّرًا) [آل عمران: ۳۵] 
ژباړه: اې زما ربه! ما د خپل نس اولاد خالص ستا لپاره نذر کړی دی.
 
اسلام مساجدو ته ستر مقام ورکړی، او هغه څوک یې غوره ګڼلی چي د مساجدو خدمت کوي، یوې ښځي د مسجد د پاکولو خدمت کاوه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هغې پوښتنه وکړه، صحابه وو وویل: هغه وفات سوه، نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (ما ته د هغې قبر راوښوی)، هغوی یې قبر ور وښوی، رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغې د جنازې لمونځ وکړ. دا حدیث بخاري روایت کړی دی.
 
د مسجد آداب
 
کله چي صحرايي په مسجد کي بولي وکړې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړ، چي د اوبو یو لوښۍ راوړی، بیا یې پر هغه ځای اوبه توی کړې، بیا یې د دې کار حراموالۍ ور وښووی، داسي یې ورته وویل: (دا مساجد د بولو لپاره ندي) دا حدیث مسلم روایت کړی دی.
 
د مسجدونو یو ادب دا هم دی، چي د ور تللو پر وخت ښکلي جامې واغوستل، الله تعالی: 
 
(يَا بَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ) [الأعراف: ۳۱]
 ژباړه: اې د آدم زامنو! د هر لمانځه لپاره خپلي (پاکي) او ښکلي (جامي) اغوندئ.
 
دا د لمانځه تعظیم دی، چي په پوره آرامتیا، وقار او عاجزۍ سره څوک ورته راسي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (کله چي د لمانځه لپاره اقامت وسي، نو په ځغاسته او منډه مه ورته رازئ، بلکي په پوره اطمئنان او آرمتیا سره ورته راسئ، کوم رکعتونه چي مو ونیول، هغه وکړئ، او کوم چي در څخه پاته سول، هغه پوره کړئ). متفق علیه.
 
او کله چي مسجد ته ورسېږي، نو د مسجد د احترام په خاطر دي دروازې ته د ننوتلو پر وخت راسته پښه در مخه کړئ، او دا چي مسجد د عبادت، رحمت او دعاء ځای دی، نو د ننوتلو پر وخت دي دا دعاء ووايي:
 
 «اللهم افتَح لي أبواب رحمتك»   (اې الله! ستا د رحمت دروازې راته خلاصي کړه)
 
 او چي کله وځي دا دعاء دي ووايي: 
 
«اللهمَّ إني أسألُك من فضلِك»  (اې الله! زه ستا مهرباني او فضل غواړم). مسلم روایت کړی دی.
 
او د مسجد د ښه استقبال لپاره دي، په مسجد کي تر ناستي مخکي دوه رکعته لمونځ وکړي.
 
ان شاءالله نور بیا...
 
د حرم شریف نوري خطبې دلته کلیک کړئ
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته