تازه سرليکونه
د (حقوق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د پلار لس حقوق
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 14, 2022
  0
رالېږونکی: فضلي احمد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د مور او پلار ډېر حقوق دي، تر دې چي که یو پلار خپل زوی مړ کړي، نو په دین کي به د هغه څخه  قصاص نه اخیستل کیږي ځکه چي پلار د زوی د ژوند ذریعه جوړه سوې ده، نو زوی به د هغه د مرګ  سبب نه جوړیږي.
فقهاؤ لیکلي دي چي که چیري پلار پر لاره را روان وي، او زوی یې په مجلس کي  ناست وي او څوک ور څخه پوښتنه وکړي چي دا څوک دی؟ که زوی وویل چي دا زما رشته دار دی، نو زوی عاق کیږي.
 
 
علماؤ د پلار په زوی باندي لس حقوق لیکلی دی:
 
(۱): که چیري محتاج وي نو خوراک به ورکوي. 
(۲): که خدمت ته یې ضرورت وي نو خدمت به یې کوي.
(۳): د اواز کولو په وخت کي به په نرمي سره جواب ورکوي.
(۴): په جایزو کارونو کي به یې خبري مني. 
(۵): د سختۍ په ځای به ور سره نرمي کوي. 
(۶): که جامې یې نه وي، نو جامې ورته اغوستل.
(۷): په لار کي د هغه څخه وروسته، وروسته تلل.
(۸): د خپلي خوښي شی هغه ته خوښول.
(۹): چي کوم شی دی د خپل ځان لپاره نه خوښوی پلار ته یې هم نه خوښول.
(۱۰): هغه په خپلو دعاګانو کي یاد ساتل په کار دي.
 
ماخذ: علمي تقریرونه 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته