تازه سرليکونه
د (حقوق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ښځو ته د رسول اکرم (ص) خطاب
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  November 24, 2020
  0

ښځو ته د رسول اکرم (ص) خطاب


ليکنه قدرت الله "هوتک"/تعليم الاسلام ويب پاڼه


امام احمد رحمة الله علیه  په خپل مسند کي يو حديث شريف را نقل کړی دی، چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ښځي مخاطبي کړې او داسي يې ورته وفرمايل: 


يَا نِسَاءَ الْمُؤْمِنَينَ ، عَلَيْكُنَّ بِالتَّهْلِيلِ وَالتَّسْبِيحِ وَالتَّقْدِيسِ، وَلاَ تَغْفُلْنَ فَتَنْسَيْنَ الرَّحْمَةَ. (مسند احمد، باقي مسند الانصار حديث يسيرة ج ۶ ص ۳۷۰).

ژباړه:اې ښځو! پر تاسو لازمه ده، چي د الله جل جلاله  يو والی (لا اله الا الله)، تسبيح (سبحان الله) او تقديس (سبحان الملک القدوس)وواياست او د دغو له ويلو څخه مه غافله کېږئ،که نه وي له رحمت څخه به بې برخي سئ. 


په پورتني مبارک حديث شريف کي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ځکه يوازي ښځو ته خطاب وفرمايه، چي دوی د خپلو معذوريتونو په وجه د ځيني فرائضو په اداءکولو کي پاته راځي، نو د دغو تسبيحاتو ډېر ثوابونه به يې هغه ور جبران کړي؛ ځکه د جناب رسول الله  صلی الله علیه وسلم  پر ښځو زيات شفقت وو او دا يې په هيڅ صورت نه غوښتل، چي ښځي دي ددومره اسانه مګر سترو ثوابونو څخه بې برخي سي، نو  ځکه يې ښځو ته خطاب وکړ چي خپل وخت د پورتني الهي اذکارو څخه خالي مه تېروئ ، بلکي په اسانه عملونو سره غټ ثوابونه تر لاسه کړئ او په هغه ټولۍ کي ځان داخل کړئ، چي الله  جل جلاله  په قران کريم کي ياده کړې ده، چي فرمايې:


 فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ. ﴿البقرة: ١٥٢﴾


ژباړه: تاسي ما ياد کړئ زه به تاسي (په عناياتو او رحمتونو سره) ياد کړم.

 

 رسول الله  صلی الله علیه وسلم دا نه غوښتل، چي ښځي دي په هغه ټولۍ کي راسي، چي الله  جل جلاله  يې په قرآن کريم کي يادونه کړې ده او فرمايلي يې دي:


وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنْسَاهُمْ أَنْفُسَهُمْ أُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (الحشر:۱۹)


ژباړه:او داسي مه کېږئ لکه هغه کسان، چي الله جل جلاله  يې هېر کړی دی. هغو په حقيقت کي خپل ځانونه هېر کړي دي او دوی له فاسقانو څخه دي.

 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته