تازه سرليکونه
د (حقوق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پر ښځه باندي دنارینه حقوق
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 18, 2020
  0

پر ښځه باندي  دنارینه حقوق

 
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه


لکه څنګه چي پر نارینه باندي  د ښځي حقوق سته دغه رنګه پر ښځه باندي هم د نارینه شرعي او اخلاقي حقوق سته  چي د هغو حقوق عملي کول پر نارینه باندي لازم دي


پر ورد یګار عالم خاوند یعني میړه ته ډېر حق ورکړی دی ډېره بزرګي يي ورکړې کړه د میړه راضي کول او خوشحاله کول لوی عبادت دی او زهیرول او ناراضه کول یی ډېره ګناه ده حضرت رول اکرم ص فرمايي چي : هره ښځه چي پنځه وخته لمونځونه کوي او د روژې د میاشتي روژه نيسي خپل عزت او ناموس ساتي یعني بد کاره نه وي او دغه رنګه د خپل میړه تابع داره او فرمانبرداره وي ، بیانو دې اخیار دی چي د هري دروازې څخه و غوړي جنت دي ور داخله سي .


مطلب دادی چي  د جنت د اتو دروازو څخه چي د ددې زړه غواړي جنت ته دي د هغې دروازې څخه د زړه په خوښه او بې بېري ورداخله سي . 


او حضور ص فرمایلي دي چي و هري هغي ښځي ته چي مرګ ئې په داسي حال کي راسي چي ددې خاوند ددې څخه راضي او خوشحاله وي دا جنتي ده (ترمذي شریف)او حضرت رسول ص فرمایلي دي چي درې قسمه انسانان داسي دي چي ددوی نه لمونځ قبلیږي نه هم بله نیکي یو هغه مینځه او مريي چي د خپل مالک څخه وتښتي دوهم هغه ښځه ده چي ددې میړه ددې څخه ناخوښه او نا راضه وي دریم هغه چي په نشه کي مست وي .


په حدیث شریف کي راغلي دي چي حضرت رسول الله ص فرمايلي دي چي ما په دوزخ کي ډېري ښځي ولیدلي یو چا پوښتنه وکړه یا رسول الله ص دوزخ ته ولي  ښځي زیاتي ځي؟ نو نبي کریم ص وفرمايل چي دوی پر نورو لعنت کوي او د خپل خاوند ډېره ناشکري کوي .


 ۱ پر ښځه باندي د نارینه ترټولو لوی حق دادی چي دې خپل ځان و دته وسپاره یعني واده يي وسو نو دده به هميشه حفاظت کوي او دده په حق کي به د خیانت کولو عمل نه کوي که سړی حاضر وي او که نه نو د پردي نارینه سره تعلق ساتل دا اعلی درجه خیانت او وعده خلافي ده. 


۲ نارینه چي واده او نکاح کوي نو مطلب يي هم داوي چي خپل خواهش د غلط ځای د استعمال څخه راوګرځوي او په مقصودي ځای کي استعمال سي لهذا کله چي د سړي د خواهش د پوره کیدو تقاضاوي نو باید موقع ورکول سي بیله یوه ضرورته نه حاقي بهانې باید ونه کړي .

 

رسول الله ص فرمایلي دي چي که میړه تا د ضرورت د پوره کیدو لپاره وغواړي  او ته د ډوډۍ و تبخي ناسته وې هم به دغه کار پريږدي او دده تقاضابه پوره کوي، صحبت د ورځي هم جواز لري .

د نبي کریم ص او صحابه کرامو څخه د ورځي صحبت هم ثابت دی . البته فقهاؤ کرام فرمايي چي عین د جماعت د لمانځه پر وخت باید صحبت ونه کړي ځکه که چیري ددغهنطفې څخه اولاد پیداسو نافرمانه به وي د میړه هر مال او سامان چي وي د هغه حفاظت به کوي هغه به د میړه د خوښۍ خلاف او په غلط ځاي کينهاستعمالوي او د ضرورت په ځایو کي به هم بې ځایه بد خرڅي نه کوي . کفایت یعني داسي ګزاره چي فقط کافي وي (زیاته او کمه ) نه وي باید خپل عادت جوړ کړي . 


۳ د ښځي لپاره مناسبه ده چي د کور کارونه په ښه طریقه زده کړي ، خوړل ، څښل ، ناسته ، ولاړه او د کور انتظام د نارینه پر طبیعت باید برابر وي.


۴ د ښځي د نارینه په خبرو باندي هر وخت مخالفت کول او د خپلي خبري د نه قبیدلو په صورت کي خوابدې کیدل ښه کار ندی پدې اعمالو سره په محبت کي کمی راځی او پر سړي باندي ددې ښځي ژوند بوج کیږي ښځه باید دداسي غلطو عاداتو څځه ځان وساتي . 


۵ پریوه خبره باندي میړه ته بدي خبري کول یا خدای نا خواسته ښکنځل کول . په آخري اندازه لویه حیایي او لویه بیشرمي ده نارینه که د خپل شرافت او اخلاقو یا دیوې مجبورۍ له کبله څه نه ورته ویل نو ددې دا مطلب ندی چي ماندینه دي خپل خاوند بیرندوکي او ډارن وبولي او هر څه ورته وايی او پروا نه په کوي که دغسي اعمال ښځي کول نو  د میړه د زړه څخه یي احترام او مینه کميږي ، او هیڅ لیري نده چي  څو ورځي وروسته به يي د جلاوالي نوبت راسي نو بیا به هغه وخت ستا داوښکو او چلو او پوښتني کولو څوک نه وي، لهذا  ددې کوښښ کوئ چي د خپل سړي زړه آزار نه کړي او کوښښ ددې وکړئ  چي احترم يي دېر وکړئ په دغه ښه ځان پوه کړئ چي  د خاوند او ښځي په مابین کي یوه داسي دوستي ده چي (د لو کالو لاره ورته وايي) ټول عمر میړه او میرمن یو د بل سره تیرول غواړي که ددواړو زړه سره ولګیږي نو تر دغه زیات لوی نعمت بل نسته . خدای دي هیڅ میړه او میرمني ته دا سي حالت نه ورکوي چي زړونه يي نه سره لګیږي ځکه چي  د غه زیات بل هیڅ مصیبت او غم نسته نو ددې سببه چي هر څومره کیداسي د خاوند زړه په لاس کي واخلئ او دده د سترګو په اشاره سره کار او رفتار کوه که دی حکم وکړي چي ټوله شپه لاس پر نامه ودریږه نو ددنیا او آخرت ښيګڼه په دغه کي ده چي ددنیا لږ تکلیف خوښ کړې د آخرت ډېره کامیابي حاصله کړې هیڅ کله یو داسي خبره مه کوه چي دده طبیعت په خرابیږي که دي خاوند ورځي ته شپه ووايي ته هم ورځي ته شپه ووايې بعضي ښځي د خپلي نا پوهۍ په وجه دا سي خبري کوي چي د خپل راتلونکي ښه ژوند د خرابتیا سبب کیږي . چي ددې خبرو په نتجه کي د خاوند په زړه کي خیره پیدا کيږي مثلآ یو وخت بې ځایه ژبه وچلوې یوه خبره د د طعن (تانې یا پیغور ) په ډول وکړي بي ځایه قهر وکړي بدي او بیکاره خبري وکړي چي خاوند يي واوري بدي پر و لګیږي نو د خاوند زړه يي ځني مات سي بیا دا ژاړي فریاد کوي چي خاوند راسره ښه ندي کړي  په ښه ځان پوه کړئ چي زړه یواري مات سي نو بیا هغه پخوانۍ مینه او محبت نه راځي ، که څه هم بیا دده  خبره ومنې او ژر خبري د میړه د خوشحاله کو لو لپاره جوړي کړي عذرونه وکړي  لیکن هیڅکله بیا هغسي د زړه مینه او صفا يي چي په لومړیو وختونو کي وه بیانه راځي ، چي هر وخت یوه خبره کیږي نو دغه یی په خیال کي راګرځي چي دا خو هغه ښځه ده چي فلانۍ او فلانۍ ورځ يي داسي ویل ددغه سببه د خپل خاوند سره په ډېر غور او فکر سره ګوزاره کول پکارده چي خدای او رسول هم راضي او خوشحاله وي او ستا ددنیا او آخرت چاري هم سميوي.

 


۶د ښځي لپاره دا مناسبه ده چي د میړه د پلار ، مور ، ورور ، او خور سره  دیو ځای رو دارۍ او خوشحالۍ ژوند وکړي چي و خوسر ګنۍ ته هیڅ تکلیف ور ونه رسوي او د خسرګنۍ د مشرانو احترام وکړي . خصوصآ د خسر او خواښي هر وخت د میړه په  مخ کي د خسر ګنۍ دافرادو شکایت کول غلط کار دی چي دداسي اعمالو په نتیجه کي د خاوند مینه د خپلي میرمني سره کمه سي او د میني ځای به نفرت ونیسي ، د غه خو کیږي چي په یو کور کي ډیري ښځي وي او کوچنیان هم ډېر وي نو هره خبره د ښځي د خپل طبیعت موافقه نسي کیدلای څه ناڅه د طبیعت څخه خلاف وي ځکه د خسر ګنۍ د ټولو غړو سره که لوی دي که کوچني ښه سلوک به ورسره کوي او په دغه ښه سلوک سره يي د میړه محبت او ګرانښت هم زیاتیږي او په خسر ګنۍ کښي هم ګرانه وي او د ژوند خوږوالی به یی دوه چنده وي .


۷ ښځي ته په کار ده چي د خپل خدای ور کړي ښایست پوره ساتنه وکړي او د ضایع کولو څخه یی محفوظ وساتي چي د نارینه نظر ددې پر ځای پر بل چا باندي واقع نسي ښځه چي دیو شرعي ضرورت پر بنا بازار ته راوزي ددې لپاره دا په کارده چي نه ځان په فتنه کي وا چوي نه بل مسلمان ورور ، نو په دغه څلورو شیانو به عمل کوي :


۱   .ښائسته لباس به نه اغوندي .
۲   .عطر به نه وهي او نه به په زوره خندا او  خبري کوي . 
۳   .د لاري او سړک په منځ کي به نه ځي .
۴   .ځان به په چادري کي ښه پټوي او که دستر او حیا په خاطر توري جرابي او دستکلې واغوندي ډېر به ښه وي .

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته