تازه سرليکونه
د (حقوق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ښځې باید د خاوند دحقوقو خیال و ساتي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 7, 2021
  0

ښځې باید د خاوند دحقوقو خیال و ساتي


رالیږونکي : محمد شفيق /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


دښځو دپاره دخدای ددوستی دحاصلولو خاص عمل دخاوند دحقوقوخیال ساتل دی. ددې عمل په برکت انشاءالله تعالی ودوی ته قرب عظیم (د الله تعالی ډیرنژدیوالی) ورپه نصیب سي، الله تعالی د خاوند ډیرحق ایښي دي، هغه ته يي ډیرعظمت او بزرګي ورکړیده اوهغه يي پرښځوباندی حاکم ګرځولي دي. په دې خاطرخاوند    خوشحاله ساتل یي ډیرلوی عبادت دي اوهغه خوابدي کول ډیره لویه  ګناه ده.


رسول الله(صلی الله عليه وسلم)فرمایلي دي هره ښځه چی پنځه وخته لمونځ کوي، د روژې په میاشت کی روژې نیسي اوخپل عزت اوناموس ساتي یعنی : بد کاري نه کوي او دخپل خاوند تابعدارۍ او فرمانبردارۍ کوپ نوهغې ښځي ته اختیار دي چی د هری دروازی څخه وغواړي جنت ته ولاړه سي تلاي سي  یعني د جنت په اتو دروازو کی د هری دروازې څخه چي ددې زړه وغاړی وجنت ته دي ورداخله سي.


رسول الله (صلی الله عليه وسلم)فرمایلي دي هري ښځی ته چي مرګ په داسي حال کی راسي  چي دهغې خاوند دهغې څخه خوشحاله وي نوهغه جنتي ده. رسول الله(صلی الله عليه وسلم)وفرمایل که ما دخداي (جل جلاله) څخه ماسوا وبل چاته د سجدې امرکولائ  نوښځي ته به مي حکم کړي وای چی خپل خاوند ته سجده وکي (مګر بیله الله پاک څخه بل چاته سجده کول روا نه دي پدې خاطرښځي ته هم روا نه ده چي خپل خاوند ته سجده وکي).


رسول الله(صلی الله عليه وسلم)فرمایلي دي کله چي خاوند خپله ښځه دخپل کاردپاره راوبولی نوفوراً دي  وده ته راسي حتي که په نغري یا دیګدان کی د ډوډۍ پخولودپاره ناسته وي هم دي وده ته راسی.


 رسول الله(صلی الله عليه وسلم)فرمایلي دي که خاوند خپله ښځه دخپل ځان سره دپری ایستلو(جماع)دپاره راوبلله اوهغه نه ورغله اوخاوند داغسی په غصه کی بیده سو نو ټولی ملائکی ترسهاره پوری پردغه ښځه باندی لعنت وایي اوکه چیري شرعي اوطبیعي عذرلري نو وخاوند ته دي ووایی مثلاً د مریضی(حیض) شپې مي دي داشرعي عذردي یاکه ناجوړه وي نو دي عذر ورته وکي دا طبیعي عذردي.


رسول الله(صلی الله عليه وسلم)وفرمایل چی په دنیا کی چی یوه ښځه خپل خاوند زهیره وي نو هره حوره چي په جنت کي دده کیږي وایی چی خدای پاک دي ستا بیخ وکاږي دی مه زهیره وه، دی خو یوڅو شپی ستا میلمه دي، دی خوتا پریږدي وموږته راځي.


رسول الله(صلی الله عليه وسلم)فرمایلي دي چی درې قسمه انسانان داسي دي چي دهغوي نه لمونځ قبلیږي اونه یي یوه بله نیکي قبلیږي په هغوکي یوه هغه ښځه ده چي دهغې خاوند دهغې څخه ناراضه وي. یوچا درسول الله(صلی الله عليه وسلم)څخه پوښتنه وکړه چي یا رسول الله(صلی الله عليه وسلم)ترټولو ښه ښځه کومه یوه ده؟ 


نبي علیه السلام وفرمایل هغه ښځه چي خاوند يي هر وخت د هغې خواته وګوري نوخوشحاله ئي کړي، چي هغه یوڅه ورته ووایي نود هغه خبره ومني اوپه خپل ځان اومال کي هیڅ دده مخالفت ونه کړي اود خاوند یوحق دادي  چي خاوند پرکور وي دده بي له اجازې نفلي  روژې ونه نیسي، نه نفلي لمونځ وکړي اویوحق د خاوند دادي چی دخاوند ومخته به په خراب خیرن شکل سره نه واوسیږی بلکه په ښائست اوسینګارسره باید واوسیږي اود خاوند یوحق دادی چی دخاوند بیله اجازی دکورڅخه دباندی هیڅ ځاي ولاړه نه سي نه دعزیزاوقریب کورته نه د بل چا کورته.


ماخذ : د خدای ددوستي اعمال 

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته