ولې له کورنیو ستونزو څخه خلاصون نه مومو؟
رالیږونکي :محمدشفیق /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
۱: ځکه د خپلې کورنۍ د ژوند لپاره یو منظم او غوره پلان نه لرو.
۲ : ځکه کورنۍ ستونزې په مشخص او څرگند ډول نه پېژنو.
۳ : ځکه د کورنۍ د اروايي ناروغیو درملنه مو نه کوو.
۴ : ځکه په گډ ژوند کې ملامتيا او نیوکه نه منو.
۵ : ځکه په کورنۍ کې مو له يو بل څخه غوښتنې له کچې زیاتې دي.
۶ : ځکه په خپل گډ ژوند کې مسوولیت منونکي نه يو.
۷ : ځکه غرور لرو او د نورو حقونه په نظر کې نه نیسو.
۸ : ځکه د ژوند د ستونزو حل کولو ته مو کم وخت ورکوو.
۹ : ځکه د یوې مسئلې د حل وړتیا نه لرو او هڅه يې هم نه کوو.
۱۰ : ځکه بدلون منونکي نه يو او له نويو لارو څخه گټه نه اخلو.
۱۱ : ځکه د ژوند کوچنۍ ستونزې راته ډېرې لویې ښکاري.
۱۲ : ځکه یو او بل ته وخت نه ورکوو او بوختیاوې مو زیاتې دي.
ماخذ : دکډژوند۱۰۰ رازونه
www.taleemulislam.net