تازه سرليکونه
د (زريني کرښي) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښووني
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 14, 2023
  0

د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښووني


لیکنه: علي الله متوکل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


عَذَابُ الْقَبْرِ حَقٌّ (بخاری)
د قبر عذاب حق دی. (راځه! په توبه کولو او ماخستن د سورة الملک په تلاوت سره ځان د قبر له عذابه خلاص کړو)

 

إِنَّمَا الأَعْمَالُ بِالنِّيَّاتِ. (بخاری و مسلم)
دعملو قبليدل د نیت سره تعلق لري. (نیتونه به سم کړو)

 

اَمْلِکْ لِسَانَکَ. (ترمذی)
خپله ژبه وساته. (راځه، درواغ، تهمت او غیبت پرېږدو)

 

مَنْ غَشَّ فَلَیْسَ مِنَّا (مسلم)
هر چا چي فریب وکړی هغه زموږ څخه نه دی. (راځه، خیانت به پرېږدو)

 

اَلْحَیَاءُ شُعْبَةٌ مِنَ الاْیْمَانِ (بخاری و مسلم)
حیا د ایمان یوه شعبه ده. (راځه! د سترګو او شرمګاه حفاظت وکړو)

 

زِنَا الْعَیْنِ الَنَّظَرُ (مشکوة)
د سترګو زنا ناروا کتل دي. (راځه! له نامحرمو ښځو او کشرانو هلکانو څخه سترګي وساتو)

 

مِفْتَاحُ الْجَنَّةِ اَلصَّلاَةِ وَ مِفْتَاحُ الصَّلاَةِ اَلْوُضُوْءُ (ترمذی)
د جنت کیلي لمونځ دئ او د لمانځه کیلي اودس دئ. (راځه! په عاجزي لمونځ کول او په ښه طریقه اودس کول مو جنت ته داخلوي.)

 

أَفْضَلُ الأَعْمَالِ الْحُبُّ فِى اللَّهِ وَالْبُغْضُ فِى اللَّه (ابوداود)
ښه د عملو څخه دا دئ، چي دوستي هم د الله لپاره وي او دښمني هم د الله لپاره وي. (راځه! مطلبي دوستي پرېږدو)

 

 أَحَبُّ الْبِلاَدِ إِلَى اللَّهِ مَسَاجِدُهَا وَأَبْغَضُ الْبِلاَدِ إِلَى اللَّهِ أَسْوَاقُهَا (مسلم)
ډیر خوښ د ښارو څخه د الله جل جلاله په نزد مسجدونه دي او ناخوښه د ښارو څخه د الله جل جلاله په نزد بازارونه دی. (راځه! پنځه وخت لمونځ په جماعت وکړو)

 

اَلصَّلَوَاتُ الْخَمْسِ يَمْحُو اللَّهُ بِهِنَّ الْخَطَايَا (مسلم)
د پنځو لمونځو په کولو سره الله جل جلاله ګناهونه بخښي. (راځه! ځانونه له ګناهونو خلاص کړو)

 

مَا أَسْفَلَ مِنَ الْكَعْبَيْنِ مِنَ الإِزَارِ فَفِي النَّارِ (بخاری و مسلم)
د چا چي لنګ یا پایڅې تر بجلکو کښته وي هغه حصه د بدن به ئې دوږخ ته ولاړه سي. (راځه! د الله د رضا لپاره پایڅې تر بجلکو پورته کړو)

 

ارْحَمُوا أَهْلَ الأَرْضِ يَرْحَمْكُمْ مَنْ فِى السَّمَاءِ (ترمذی ابوداود)
تاسي رحم کوئ پر هغه چا چي په مځکه کي دي پر تاسي به رحم وکړي هغه (الله) چي په اسمان کي دئ. (راځه! د لوی رب رحم تر لاسه کړو)

 

اَلْمَرْءُ مَعَ مَنْ أَحَبَّ (بخاری)
انسان به د قیامت په ورځ د هغه چا سره ملګری وي چي په دنیا کي ئې د هغه سره محبت درلود. (راځه! له نیکو خلکو سره ملګرتیا وکړو)

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته