تازه سرليکونه
د (زريني کرښي) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سپېڅلې ویناوې(۲)
  تعلیم الاسلام ویب پانه
  June 9, 2021
  0

 


زه خو د ځان لپاره دا ډیره بده او مکروه ګڼم چې ورځ دی راباندی تیره شی او د قرآنکریم تلاوت پکی ونه کړم.
حضرت عثمان رضي الله عنه


 که په انسان کې لس خویونه ښه او یو بد وی نو دغه یو ناسم خوی د هغه نهه سم خویونه په اوبو لاهو کولای سی.
حضرت عمر رضي الله عنه


رښتیا امانت او دروغ خیانت دی.
حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه


 په ستونزو کې زغم د بریالیتوب کیلی ده.
حضرت حسین رضي الله عنه


 علم هغه نه دی چې یاد کړای شي، بلکه علم هغه دی چې ورڅخه ګټه واخیستل سي.
امام شافعي رحمه الله


 لږ خواړه د رنځونو دوا او په ډکه ګیده خوراک د ناروغیو مور ده.
حضرت عائشه رضي الله عنه


غوره کمال ادب او ښه عبادت صدقه  ورکړه  ده.
حضرت علي رضي الله عنه


توره بدن ټپي کوی او بده وينا روح.
حضرت عثمان رضي الله عنه


 له چانه مو چې کرکه کیږی د هغه له ضرره ځان وژغوری.
حضرت عمر رضي الله عنه


یو کپ ډوډۍ او ساده جامی که به سلامتیا سره ترلاسه سي، نو تر هغه عیش او عشرت ډير غوره دی چې پښيماني او سپکاوی ورسره ملګری وی.
امام ابوحنیفه رحمه الله


که د ژبی له زیان نه ځان ژغورل غواړئ نو چوپ غلى اوسئ.
 لقمان حکیم


په دنیا کې د میلمنو په څیر ژوند تیر کړۍ، چې نه کور لری او نه اور.
حضرت عیسی علیه السلام


 پوه سړی علم خوښوی او لږه وينا کوی، ناپوه هم چې چوپ وی هوښیارګڼل کیږي.
حضرت سلیمان علیه السلام


 د نفس او هوس ټینګه څارنه کوی که نه نو بد مرغی به مو په برخه سی.
حضرت ادریس علیه السلام


الله او مرګ هیڅکله له یاده مه باسئ، خپله ښیګڼه او د بل بدګړه هیره کړئ.
 لقمان حکیم


د ظالم بخښل له مظلومانو سره ظلم دی.
حضرت عمر رضي الله عنه


 د څراغ له رڼا نه ګټه واخلی او دی ته مه ګورۍ چې د چا په لاس کې ده.
حضرت عائشه رضي الله عنه


ما په نوو جامو کې مه ښخوی ځکه د نوو جامو د اغوستلو وړ ژوندی او بربنډ خلک دی.
حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه


د انسان ستر دښمن د هغه ګناه ده.
حضرت سلمان فارسي رضي الله عنه


- له ظالمانو سره اړیکې ساتل پخپله يو جرم دی.
حضرت حسین رضی الله عنه


په ګوښی توب کې نصیحت کول د اصلاح سبب ګرځي او د خلکو په مخکی د رسوایی باعث
امام شافعي رحمه الله


وروسته له دینی فرایضو نه د مسلمان فریضه حلال کسب دی.
حضرت محمد صلی الله عليه وسلم


 څوک چې د دښمنۍ تخم کری، هغه به ریبی.
امام جعفر صادق رحمه الله


لویی له عقل سره وداع کړی ده.
حضرت علي رضي الله عنه


 د علم زده کړه تر ټولو ښه او غوره صدقه ده.
حضرت سلیمان علیه السلام


زه د مړو د ژوندی کولو نه نیم عاجز شوی، خو د احمقانو او ناپوهانو په اصلاح او لاری ته راوستلو کې پاتی راغلی یم.
حضرت عیسی علیه السلام


په هر مسلمان د علم زده کړه فرض ده.
حضرت محمد صلی الله عليه وسلم


 الله تعالی همیشه له ځان سره ګنل غوره ایمان دی.
حضرت عمر رضي الله عنه


 قناعت هغه شتمني ده چې هیڅکله پای ته نه رسیږي.
حضرت علي رضي الله عنه


 ترڅو مو چې توان وي جنګ او دښمنې مه جوړوئ.
 لقمان حکیم


آیا تاسو ته هغه کار در وښیم چې په کولو سره یی ستاسی په منځ کې مینه او ورورولی ټینګیږی، هغه يو بل ته سلام ورکول دی.
حضرت محمد صلى الله عليه وسلم


 د حیرانتیا خبره ده چې تاسو د دنیاوی ژوند لپاره دومره تنګسی گالی حال دا چې څه درته په تندی کې لیکل شوی وی هم هغه در رسیږی، خود آخرت لپاره هیڅ هم نه کوی چې هلته بی زحمته راحت نسته.
حضرت عیسی علیه السلام


په خپله هم نیکی کوی او نورو ته هم د نیکی تلقین کوی.
 لقمان حکیم


لویی په تقوی کی، دولت پر توکل کې او سرلوړی په تواضع کې ده.
حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه


دوه نعمتونه دی چې ډیر خلک يې قدر نه پیژنی؛ يو صحت، بل فراغت
حضرت محمد صلی الله عليه وسلم


 څوک چې د ژوند له اړتیاوو نه پرته د نورو څیزونو د لاسته راوړلو حرص لری، نو هیڅکله به د ډاډمن او قانع ژوند څښتن نشي
حضرت ادریس عليه السلام


 ډیر اورۍ او لږغږیږی.
 لقمان حکیم


سخي د الله تعالی دوست دی که فاسق هم وی، او بخیل د الله تعالی دښمن دی که زاهد هم وی.
حضرت عمر رضي الله عنه


 د چا علم چې له مانه کم وی زړه می پری درد کوی، او چې د ډیر علم خاوند وی کینه می ورته په زړه کې نه راځی.
حضرت سلمان فارسي رضي الله عنه


 څوک چې د دنیاوی ګتی لپاره علم زده کوی دغه علم د هغه په زړه کې ځان نه نیسي.
امام ابوحنیفه رحمه الله


 شتمنی د مال ډیرښت نه ده، بلکی حقیقی شتمنی د زړه شتمني ده.
حضرت محمد صلی الله عليه وسلم


د بښنی فضیلت د قدرت په وخت کې معلومیږی.
حضرت علي رضي الله عنه


په هر هغه مجلس کی چې د الله تعالی ذکر کیږی ګډون پکی کوی، او دبدانو له ناستی نه ځان لیری ساتئ
 لقمان حکیم


ماخذنبوي سپېڅلې ویناوې 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته