تازه سرليکونه
د (زريني کرښي) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خوشحاله خلکو راز په دې (۷) عادتونو کې دی
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 14, 2020
  0


د خوشحاله خلکو راز په دې (۷) عادتونو کې دی


ژباړن: حضرت عثمان نوري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د خوشحاله خلکو راز په څه دی کې دی؛ چې دوی تل خوښ وي؟ 


تاسې به لیدلې وي چې ځينې خلک تل خوښ وي او هېڅ زړه ته غم نه ورکوي، دوی ډېری وخت لوبې کوي، په تفرېح چکر ته ځي، لامل یې دا دی چې دوی د ژوند په خوند پوه شوي دي. دا چې ژوند ښکلی دی، باید موږ یې نور هم ښکلی کړو. دلته اراواپوهانو اووه (۷) دلایل ذکر کړي دي، چې د خوشحاله خلکو راز معلوموي، تاسې یې راسره ولولئ.

 

لومړی: خوشحاله خلک تل ځان له نورو سره نه پرتله کوي 


ډېری خلک شته چې خپل ملګري ویني او د هغویو له احمقانه کړنو درس اخلي او بیا د هغویو سره په هر ډول مضرو نشو روږدی کیږي. د داسې ملګرو سره ناسته ستاسو په شخصیت منفي آغېزه کولای شي. که تاسې وغواړئ چې یو مثبت شخصیت ولرئ، نو هېڅکله هم ځان له بې فکره ملګرو سره مه پرتله کوئ او دا جمله مه تکراروئ، چې که زه په آزموینه کې پاتې شوم، نو فلانکی فلانکی هم پاتې شو؛ بلکې خپل کوښښ ډېر کړئ او د خپل راتلونکي چانس لپاره آماده ګي ونیسئ.

 

دوهم: خوشحاله خلک تل د بریالېو خلکو ژوند لیکونه لولي 


خوښ خلک زیات مهال باثباته اړیکې لري او په مختلفو شرایطو کې د خنډونو سره ښه مبارزه کولای شي، که تاسې غواړئ؛ تل خوښ اوسئ، هڅه وکړئ چې د بریالېو اشخاصو ژوند لیکونه ولولئ او وګورئ چې دوی څه ډول خپلو موخو ته رسیدلي دي؟ که تاسې د هغویو په پل قدم کیږدئ، د هیله مندۍ سره ناممکنه موخې د وخت په تېرېدو ترلاسه کولای شئ.

 

دریم: خوشحاله خلک تل د نورو مثبت نقاط تعقیبوي


خوشحاله خلک تل د نورو مثبتو نقاطو ته متوجه وي او د هغویو څخه په تقلیدي ډول خپل چلند بدلوي، هدف یې دا دی چې باید قدم په قدم خپل شخصیت د نورو نامتو اشخاصو په څېر کړي. ارواپوهان وايي: ښایي دا جمله ډیره ابتدايي وي، مګر موږ په ریښتوني ډول تاسې ته سپارښتنه کوو چې تاسو په هر شخص کې لږ تر لږه یو مثبت ټکي پیدا کړئ، دا تاسې سره مرسته کوي ترڅو د نورو څخه په ښه ډول مثبت نقاط پېدا کړئ.

 

څلورم: خوشحاله خلک دا مهمه نه بولي چې تل یو شان اوسي


خوښ خلک د ژوند له هر ډول ستونزو سره مبارزه کوي، خو د یو لړ اصولو په رڼا کې دوی په دې پوهیږي چې په نړۍ کې هر څه عادلانه نه وي او د صبر په وخت صبر کوي.

 

پینځم: خوشحاله خلک خپلې چارې نه ځنډوي


د خوشحاله خلکو یو راز دا دی چې دوی خپل مسلک ته په ډېره درنه سترګه ګوري او چارې یې په ډېرې لېوالتیا سره مخته وړي، همداراز خوښ خلک په کاروبار کې تر هر څه باور ته لومړیتوب ورکوي او دا ازمویل خبره ده چې باوري خلک تل یو له بل سره ښې اړیکې او خوښ ژوند لري.

 

شپږم: خوشحاله خلک تل پر هغه څه تمرکز کوي چې لومړیتوب ولري


لکه چې وړاندې مو وویل؛ خوښ خلک خپلې چارې نه ځنډوي او په لېوالتیا یې مخته وړي. دوی همداراز په خپلو چارو کې پوره اشنايي (بلدتیا) لري او په دې پوهیږي چې کوم کار باید لومړی او کوم کار په دوهم قدم کې وشي.

 

اووم: خوشحاله خلک تل ښې ټولنیزې اړیکې لري


ښه اخلاق او ښې اړیکې د ټولنیز ژوند سینګار جامه ده او باخلاقه خلک له بې فکره او چټیاتو لرې وي، لیدلي به مو وي چې ځینې خلک تل ځورونکي، تېز او منفي وي او له ملګرو سره ښې اړیکې نه لري، لامل یې دا دی چې دوی ډېر وخت د تېزې او منفې پرېکړې خاوندان وي.
 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته