تازه سرليکونه
د (زريني کرښي) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زرین اقوال
  تعلیم الاسلام
  January 3, 2022
  0

رالېږونکی: سیف الله عاصم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


– د دوستي کولو څخه دوستۍ کوونکی بهتر دی.


– يوه افغانۍ ګټل لويه خبره نه ده، بلکه يوه افغانۍ(پاکه) ساتل لويه خبره ده.

 

– ناراضه خامخا سه، مګر دا فکر هم کوه چي آيا دا ناراضي خو به بې ځايه نه وي.


– د نیکۍ کولو کوښښ داسي وکړه لکه څنګه چي ته د ځان د ښايست کوښښ کوې.


-  د کبر څخه خپل ځان ساته ، ځکه چي د شيطان لومړۍ غلطي همدا کبر وه.

 

- محمد بن سيرين رحمه الله وایي: موږ به ویل چې تر ټولو خطاکار انسان هغه دی چې د خلکو عیبونو شمیرلو ته یې ځان فارغ کړی وي. كنا نحدث أن أكثر الناس خطايا ، أفرغهم لذكر خطايا الناس (الصمت لابن أبي الدنيا ١٣٧.)

 

- حسن البصري رحمه الله وایي: د ماخستن او سهار لمونځ په جمعه سره کول د ټولې شپې له ویښې تېرولو غوره بولم. لأَنْ أَشْهَدَ العِشاء وَالْفَجْرَ في جماعَة أَحَبُّ إلَيَّ من أَنْ أُحْيِيَ ما بَيْنَهُما. (ابن أبي شيبة في المصنف٣٣٨٠)

 

- حسن البصري رحمه الله خپلې لور ته ورغلی او هغې ژړل، ده ورته وویل: لورې ولې ژاړې؟ د هغې ژړا لا زیاته شوه او زياته یې کړه: پلار جانه! په ځواني مي ژاړم چې تیریږي خو د الله په عبادت نه مړبږم.

 

- أبو وائل شقيق بن سلمة رحمه الله وایي: د خلکو د راکړو له لسو دراهمو نه د تجارت له لارې ترلاسه شوی یو درهم ښه او راته ګران دی. (الدرهم من تجارة أحب إلي من عشرة من عطايا .ابن أبي الدنيا في إصلاح المال ٢١٦.)

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته