تازه سرليکونه
د (زريني کرښي) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څو مهمي او ښایسته خبري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 29, 2021
  0

 
څو مهمي او ښایسته خبري 


رالیږونکي : منصور زیار /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


دا دژوند بار ندۍ چي ستا ملا در ماتوي بلکي خبره داده چي هغه په څه ډول وړې.


لوړي غونډۍ ته ختل په ورو ورو تگ سره کیږي .


یوه شمعه دبلي شمعي په روښانه کولو سره هیڅ شي د لاسه نه ورکوي.


ته کولای سې شکایت وکړې چي کلان اغزي لري او هم کولای سې خوشحاله اوسې چي  اغزي گلان لري.


انسانان هغه ملايكي دي چي يو وزر لري، ددې د پاره چي والوزي باید یو او بل په غيږ کي سره ونیسي.


ستر او پیاوړي کسان هغه څوک دي چي د ژوند ډېر تر خه واقعیتونه زغملای سي.


که ته نن د بدلون پر اوږو باندي سفر و نه کړې سبا به هرو مرو د هغه تر پښو لاندي پروت يې.


د انسان زړه د پراشوت په شان دي، پراشوټ هغه وخت کار کوي چي خلاص سي.

 

خنډونه بېرونکي بلاوي دي او یوازي هغه وخت ستا مخته دریږي چي ته دخپل هدف څخه مخ واړوې.


ناکامي دا نده چي ته خپل هدف ته ونه رسېږې بلكي ناكامي هغه ده چي هیڅ هدف ونلرې.  


 کله چي موږ وده کوو موږ نه بدلیږ وخوهره ورځ په وضاحت سره زموږ اصلیت څرگنديږي.


زما مشوره داده چي واده وکړه ، که دي ښه جوړه په نصيب سوه نو به خوشحاله ژوند ولرې او که نه نو بيا به فلیسوف در څخه جوړسي.


دستونزي څخه د تیښتي ښه لاره دهغې حل کول دي.


هغه څوک چي د تازه مېوېو هیله لري باي د درختي سرته پورته سي.


هغه څه چي د خدای د رضایت سبب کیږي د هغه د مخلوق خدمت دۍ، يوڅوک نسي کولای د خدای سره مینه ولري خو د خپل ورور څخه کرکه وکړي .


خپل دښمنان وبخښه خو نومونه يې مه هیروه.

د فلسفې زده کړه ددې سبب کيږي چي انسان په ژوند کي په هوښیارۍ سره نا خوښه واوسي.


هیڅ كله چاته په کښته سترگه مه گوره مگر داچي ته دهغه دراپورته کولو په وخت کي مرسته ورسره کوې.

 

د بشریت په وړاندي باید باور د لاسه ورنه کړو، بشریت هغه سمندر دۍ چي په څو چټلو څاڅکو نه مورداریږي.
  
 اصل پت اووقار هغه دي چي دنورو په بې توپیرۍ سره متاثره نسي.


ښه چانس په ژوند کي یووار دروازه ټکوي.


بې غیرته خلک د خپل مرگ څخه دمخه څوواره مړه کیږي.


دزړېدو څخه شکایت مه کوه ځکه ډېر خلک دهغه چانس نه پیدا کوي.


که غواړې خپله نړۍ بدله کړې نو خپل فکرونه دي بدل کړه.


هغه کسان چي پر خپلو کوچنیو اشتباه گانو باندي اعتراف کوي غواړي خپلي غټي غلطۍ پټي کړي.


هیڅوک په هغه اندازه چي په خپله فکر کوي بد مرغه یا نیک مرغه ندۍ.


هغه څوک چي تا په غوسه کولای سي تا فتح کولای هم سي.


هغه څوک چي بېره ایجادوي نسي کولای د بیري څخه ازاد ژوند وکړي.


دتنگ نظر خاوندان معمولا پراخه خوله لري.


ښځه خوشحاله کیږي چي د هرشي په باب پوښتنه ځیني وسي.

 

 ډېر خوشحاله خلک هغه دي چي دخپلي خوشحالۍ دپاره کم خاص دلیل نلري خوفقط خوشحاله دي.


دسولي په وخت کي اولادونه خپل مشران ښخوي خو دجگړې په وخت گي مشران خپل اولادونه خاوروته سپاري.


موږ يوازي هغه څوک هوښیار گڼو چي زموږ سره سر ښوروي.


دبایللو په وخت کي دگټونکي اکټ کوه.


 ددې دپاره چي کارونه سم تر سره سي نوباید کميټه دداسي درو کسانو څخه جوړه سي چي دوه تنه يې تل غيرحاضر وي.


هغه کسان چي دنوروسره په جگړه بوخت دي دخپل ځان سره هم په سوله کي نه دي.


که ته دباد لوري بدلولای نسې نو خپله بيړۍ دي ورسره عیاره کړه.


که ته د قهر په وخت کي يوه شېبه حوصله وکړای سې نوبه دسلو ورځو د پښېمانۍ څخه ځان وژغورې.


ماخذ : زریني خبري 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته