تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي : د ابو عبيده عامر بن الجراح (رض) سرِيه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 7, 2020
  0

سیرت نبوي (۲۰۴برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

درېيم: د ابو عبيده عامر بن الجراح  رضی الله عنه  سرِيه

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغه کال د ربيع الآخري په مياشت کي يوه څلوېښت نفريزه ډله د ابو عُبيده عامر بن الجراح رضی الله عنه  په مشرۍ و دغه ذي القُصّه ته چي د بني ثعلبه قبيله هلته اوسېدل ولېږل، سره د دې چي بنو ثعلبه ويښ او بيداره وه پوره احتياط يې کاوه مګر ابو عبيده رضی الله عنه  چي د شپې به يې تګ کاوه او د ورځي به پټېدى سهار د سپېدو سره يې ناڅاپه حمله پر وکړه، که څه هم حمله د هغو په بېخبرتيا کي وه بيا هم هغو وکولاى سواى چي د غرو و سرو ته ځني وتښتي، مسلمانانو فقط يو نفر په اسارت ونيوى او د هغو نورو سامانونه او اوښان يې په غنيمت ځني راوړل، دا يوه جزاء وه چي د بني ثعلبه و قبيلې ته ورکول سوه، هغه نفر چي مسلمانانو بندي نيولى ؤ هغه مسلمان سو او پرې يې ښاوه.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته