تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د رسول اللهﷺ د مور وفات (۳۷)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 8, 2018
  0

نبوي سیرت (۳۷ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


کوم وخت چي د حضرت محمّدﷺ عمر و شپږو کلو ته و رسېدى د رسول اللهK مور د خپل وفات سوي مېړه سره د وفاء په سبب دا خوښه وبلل چي د هغه د قبر زيارت ته چي په یثرِب کي ؤ ورسي، نو د مکې مکرمې څخه رهي سوه او پنځه سوه کيلو متره لار يې مزل وکړی څو و یثرِب ته ورسېدل، د دې سره په دې سفر کي د دې کوچنئ زوى محمّدﷺ او د دې خادمه ام ايمن او د دې خسر عبدالمطلب ملګري وه، يوه مياشت يې په مدينه منوره کي تېره کړه د ها خوا څخه چي بيرته مکې مکرمې ته راتلل د لاري په شروع کي د رسول اللهﷺ مور مريضه سوه او  په ابواء کي وفات سوه، ابواء د مکې مکرمې او مدينې منورې په منځ کي د يوه ځاى نوم دى او  په دغه وخت کي د  رسول اللهﷺ عمر شپږ کاله ؤ او  د عبدالمطلب سره بيله موره مکې مکرمې ته راغلى. 


اوس نو محمّدﷺ د مور او پلار د دواړو د طرفه څخه يتيم سو، د ده تربيه او روزنه د ده نيکه عبدالمطلب پر غاړه واخستل، دلته نو د رسول اللهﷺ په ژوند کي نوې مرحله شروع سوه.


وروڼو! په تیرو بیان سوو بحثو کي مو دا و ويل: چي عربو د مخه تر اسلام د جاهليت په وختو کي څومره ناوړه کارونه کول، حتّْی ژوندي انسانان يې ښخول او  بيا مو د رسول اللهﷺ معزز او مشرف نسب درته بيان کړى چي د شريف او محترم نسب خاوند ؤ ځکه چي د الله جل جلاله  إراده همداسي وه چي د دهﷺ نسب بايد لوړ او شريف وي، دا د دې د پاره چي څوک د نسب پيغور ور نه کړي او  خلك په دهﷺ باور او اعتماد ولري او  دئ ﷺ بايد قوي قوم د دې د پاره ولري چي دغه قوم يې د دښمنانو او تجاوز ګرانو د  ظلم او تېري څخه وساتي او  همېشه پيغمبران همداسي وي چي په قوي او معززه قوم کي پيدا کيږي او  په هغه خپل قوم کي مبعوث کيږي، چي د دې څخه مقصد همدا دى چي په خپل قوم وساتل سي، لکه څرنګه چي الله عزوجل د سورة هود په (٩١) نمبرآيات کي فرمايي: 


لَوْلا رَهْطُكَ لَرَجَمْنَاكَ): هود: ۹۱
د شعيب علیه السلام  قوم ؤ شعيب علیه السلام  ته وايي: که چيري ستا قوم نه واى موږ به ته رجم کړى واى.

يعني: د ډبرو په ويشتلو به مو وژلى واى، نوکه يو پيغمبر د يوه عادي نسب څخه وي يا قوم و نه لري، د هغه نبي آزارول د مضرو خلكو د پاره ډير آسانه وي او  تاسي به په را تلونکي بحث او بيان کي و وينى چي دغه د نسب شرافت د دې سبب وګرځېدى چي د يوه طرفه خلكو د رسول الله ﷺ احترام کاوه او اعتماد يې پر درلودى او  د بله طرفه يې خلك د ده ﷺ د آزاره څخه منعه کول. 


او بيا مو د رسول اللهﷺ د ولادت بيان درته وکړی چي کومي معجزې او کرامتونه د دهﷺ د ولادت سره يو ځاى وه، دا هم د دې د پاره چي و خلكو ته د دهﷺ د راتګ زيري ور معلوم سي، که څه هم د ده ﷺ د را تګ علامې په پخوانيو آسماني کتابو کي ډيري وې خو پر هغو سر بېره كوم حوادث چي د دهﷺ د ولادت سره يو ځاى پېښ سول په هغو ټولو کي د خاتم النبيينﷺ د را تګ اشارې موجودي وې. 


او بيا مو د دهﷺ د يتيم کېدلو حال بيان کړى، د مخه تر دې چي و دنيا ته تشريف را وړي د پلار د طرفه يتيم سو او  کوم وخت چي يې عمر شپږو کلو ته ورسېدى د مور د طرفه هم يتيم سو، دا ټوله د الله جل جلاله  إراده وه، علماء کرام د ده ﷺ د يتيم کېدلو دپاره ډير سببونه بيانوي چي يو د هغو څخه دا دى چي په دهﷺ کي رحمت، شفقت او مهرباني پيدا سي، ځکه که څوک په خپله د يتيم والي په حالت کي ژوند وکړي هغه داسي نه وي لکه اورېدلي چي يې وي، په عربي کي مثال دى چي وايي (لَيسَ الخَبَرُ کَالمُعَايِنَة) اورېدل داسي نه دي لکه ليدل يا په فارسي کي وايي (شنيده کى بود مانند ديده) دا چي يو سړئ فقط د يتيم پر سر لاس تېرکړي يا د يتيم سره مرسته وکړي، هغه داسي نه دى لکه خپل ژوند چي په يتيم والي پر تېر سوى وي، د دې دوو په منځ کي ډير زيات فرق او توپیر سته، نو الله جل جلاله  په دغه يتيم والي سره دئﷺ رحيم او مهربانه تربيه کړی، لکه څرنګه چي په حديث شريف کي رسول اللهﷺ فرمايي »اَدّبَنِى رَبِّى فَاَحسَنَ تَأدِيبِى« يعني: زما رب ادب او تربيه راکړل او په ښه ادب سره يې مؤ دبه کړم،


نو د رسول اللهﷺ تربيه الْهى تربيه وه او الله جل جلاله  ښه ادب او ښه اخلاق ورکړل او د دهﷺ د ژوند دغه حالات تصادفي او د ژوند پيښي نه دي، بلکه د دې شيانو د پېښېدلو ترشا لوى لوى مقصدونه پراته وه، علماء کرام د دهﷺ د يتيم والي نور سببونه هم وايي، خو زه د بحث د اوږد والي د بيري د هغو تر بيانولو تېرېږم او  دا بيان مو هم درته وکړی چي رسول اللهﷺ په صحراء کي تربيه سو او  د صحراء د تربيې فايدې مو هم بيان کړې چي اول صحت او عافيت دى او  بل د مشکلاتو تحمل دى، رسول اللهﷺ په ناز او نعمتو  کي نه دى لوى سوى دا د دې د پاره چي د سختيو او مشکلا تو د زغملو  قدرت ولري، که تاسي د رسول اللهﷺ ورا تلونکي ژوند اوحالاتو ته وګورى و به وينى چي د دهﷺ ټول عمر په جهاد، عبادت، تکاليفو او آزارو تېرسوى دى او بل د صحراء د ژوند څخه د ژبي فصاحت او بلاغت  حاصليږي، د ښاري خلكو ژبه ګډه وډه وي او رسول اللهﷺ تر ټولو خلكو فصیح ؤ چي دا هم د بني سعد د ژوند په سبب وه، ځکه رسول اللهﷺ  په خپله د دغه فصاحت په باره کي فرمايي، کوم وخت چي ابوبکر صديق رضی الله عنه و رسول اللهﷺته و ويل: يا رسولَ الله! تر تا فصيح مي نه دى ليدلى، رسول اللهﷺ و فرمايل: څنګه به داسي نه وي يا ابا بکر! زه د قريشو څخه يم او په بني سعد کي تربيه سوى  يم. 


اول قريش په خپله فصيح وه او  بل بني سعد هم په فصاحت کي شهرت درلودى.


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
 

 

سرته