تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د السويق غزاء
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 10, 2020
  0


سیرت نبوي (۱۵۷برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

 

د السويق غزاء

 

په دغه وختو کي چي د قريشو څخه صفوان بن اميه، يهود او منافقين په دغو خپلو دسيسو او عملياتو مشغول وه ابوسفيان د قريشو مشر د داسي يوه کار په باره کي فکر کوي چي تاوان يې لږ او اثر يې ډېر وي او غواړي چي داسي يو کار ډېر ژر عملي کړي چي په هغه سره د ده د قوم عزت وساتل سي او د دوى قوت په ښکاره سي. 


نو يې د بدر تر ذليل شکست وروسته قسم ياد کړی چي تر څو پر مسلمانانو حمله و نه کړم د جنابت غسل به نه کوم يعني: خپلي ښځي ته به نه ور نژدې کيږي، نو يې کفار سره را ټول کړه ويل: څوک زما سره يو ځاى کيږي چي د محمّد صلی الله علیه وسلم  پر ضـد جنګ وکو؟ ويې کولاى سواى چي د دغه مقصد دپاره دوه سوه نفره سره يو ځاى کړي او د دغه دوو سوو نفرو په ملګرتيا د مدينې منورې پر طرف رهي سو څو نژدې و مدينې منورې ته ورسېدل، مګر اوس دا جرئت نه لري چي په ښکاره پر مدينه منوره حمله وکړي نو يې د مدينې منورې څخه ليري خيمې و درولې او د مدينې منورې د يهودو سره يې ارتباط ونيوى نفر ور ليږي چي زموږ سره مرسته وکړی، څو په خپله ابوسفيان په پټه د شپې په تاريکه کي د مدينې منورې واطرافو ته ورغلى، اول د حُيَى بن أخطب کور ته ورغلى د هغه دروازه يې ور وټکول، هغه دغه د ده غـوښتنه نه کړه قبوله ويل:

زه د محمّد صلی الله علیه وسلم  څخه بېرېږم، بيا سلام بن مشکم ته چي د بني النُضَير مشر او رئيس ؤ ورغلى، هغه دروازه ور خلاصه کړه د ده يې عزت وکړی شراب يې سره وڅښل د مسلمانانو حال او اخبار يې ورته و وايه، د دغو خبرو په واسطه ابوسفيان په دغه شپه د مدينې منورې د اطرافو پر يوه ځاى چي (العريض) ورته ويل کېده حمله وکړه، وُني يې ماتي کړې، کومي ميوې چي هلته پرتې وې هغه يې وسوځلې او د انصارو څخه يې يو سړئ چي هلته موجود ؤ په شهادت و رساوه او بيرته مخ پر مکه مکرمه په تېښته رهي سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته چي دا خبر و رسېدى ډېر ژر په ابوسفيان او د هغه په ملګرو پسي ور و وتى خو ابو  سفيان او ملګري يې په ډېر تلوار او چابکي سره تښتېدل،کوم خواړه چي د دوى سره ور سره وه هغه پرلار غورځوي غواړي چي ځانونه سپک کي او وتښتي، مشرک قريش په تېښته سره د مسلمانانو څخه خلاص سوه. 


په دغه حمله سره ابوسفيان خپل قسم پر ځاى کړی چي ما پر مسلمانانو حمله وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانان تر (قرقرة الکُدر) پوري پسي ولاړل خو کفار يې نه ونيول او بيرته را وګرځېدل، د بيرته را تګ په لار  کي مسلمانانو هغه خواړه را ټولول چي کفارو د تيښتي په وخت کي غورځولي وه چي په دغو خوړوکي يو قسم خواړه وه چي سويق يې ورته ويل، نو ځکه دغه غزاء ته (غزوة السويق) ويل کيږي او دغه غزاء د هجرت د دوهم کال د ذوالحجې په مياشت کي تر بدر دوې مياشتي وروسته وه. 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته