تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عام او خاص وکالت
 
  October 30, 2014
  0

 د وکالت ډولونه 

وکالت پر دوه ډوله دى :

عام وکالت .

خاص وکالت .

عام وکالت

که مُوَكِّل کار د وكَيْل و راي او نظر ته وسپاري نو هغه ته عام وکالت وايي مثلاً: وكَيْل ته ووايي: هر هغه شى چي ستا خوښ وي ما ته يې رانيسه يا ورته وايي : هر ټوکر چي ستا خوښ وي ما ته يې رانيسه يا په نورو دا ډول الفاظو کار ور وسپاري چي عام وکالت ځني فهمول کيږي .

په عام وکالت کي که څه هم د مُوَكَّل فِيهِ نوع او قيمت بيان نه کړل سي بيا هم صحيح کيږي ، ځکه چي د نوع  او قيمت ټاکنه او اختيار يې وكَيْل ته سپارل سوى دى .

خاص وکالت

 که مُوَكِّل کار د وكَيْل رايي او نظر ته و نه سپاري او نه هغه ته عام او تام اختيار ورکړي هغه ته بيا خاص وکالت وايي .

د يو شي د رانيولو خاص وکالت هغه مهال صحيح کيږي چي مُوَكِّل وكَيْل ته د مُوَكَّل فِيهِ جنس او نوع بيان کړي يا يې جنس او قيمت ورته بيان کړي ، څو وكَيْل وکولاى سي د خپل مُوَكِّل امر پرځاى کړاى سي ، ځکه چي د رانيولو په شي کي که زيات جهالت راسي نو هغه وکالت نه صحيح کيږي .

يو جنس چي مختلف انواع او ډولونه ولري د هغه نوع هم بايد بيان سي ، ځکه تنها د جنس په بيانولو يې جهالت له منځ څخه نه پورته کيږي او که نوع يا قيمت يې هم وكَيْل ته بيان سي نو بيا د شي نامعلومتيا تر ډېره حده کميږي .

که مُوَكِّل د رانيولو د شي جنس او نوع وكَيْل ته وښوي ليکن د شي اعلي ، متوسط او ادنى درجه ورته ونه ښوي مثلاً : فقط دونه ورته ووايي چي يو پسه را رانيسه بيا يې هم وکالت صحيح کيږي ځکه وکالت د لږ جهالت او نامعلومتيا سره هم صحيح کيږي .

که مُوَكِّل وكَيْل  ته ووايي : ما ته ټوکر را رانيسه  يا ورته ووايي : حيوان را رانيسه ، يا ورته ووايي سراى را رانيسه ، دا ډول وکالت نه صحيح کيږي ، ځکه چي سرايونه د ښار ، منطقې ، ګاونډيانو او تعمير په لحاظ د بېلو بېلو انواعو په شان دي او  يو د بل څخه ډېر تفاوت لري .

 دغه ډول آسان ، غوايي ، پسونه او اوښان ټول حيوانان دي البته په نوع کي يو د بل څخه بېل بېل دي .

همدا راز ټوکران د مادې په اعتبار ورېښمين ، نخي ، پشمي او د صنع او جوړښت په اعتبار افغاني ، جاپاني ، پاکستاني او داسي نور مختلف انواع لري .

 که د سراى د رانيولو قيمت يا تعميراتي جوړ او منطقه يي هم ورته بيان کړي نو بيا يې وکالت صحيح کيږي دغه ډول که د حيوان او ټوکره نوع يا د رانيولو قيمت هم ورته بيان کړى بيا يې وکالت صحيح کيږي
 
.

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: الحاج مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته