تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ډیر ولور دریم آفت: ناروغۍ، ظلم او جرایم(۴)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 11, 2018
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

 

بل آفت د ډير او لوړ ولور ظلم دئ چي پر هلك او انجلۍ دواړو باندي كيږي ځكه ده انجلۍ كورنۍ خپله لور په كور كي ډير وخت په تجرد كي ساتي چي دا د هغې لپاره ډير سخت او د پريشانيو څخه ډك ناوړه حالت دئ چي پدې حالت كي انجلۍ ته ډيري روحي او عصبي ناآرامۍ او ناروغۍ پيدا كيږي. 

 

او داسي هم پيښ سويدي چي د ډيري مودې د تيريدلو له وجهي انجلۍ د پلار په كور كي استعداد د حمل اخیستلو او بچي زیږولو د لاسه وركړئ وي. كله چي یې واده وسي د هغې هيڅ اولاد نكيږي چي دا هم روحي مشكلات خلقوي او هم د زوم لپاره لويه اقتصادي ضربه او نقصان دئ ځكه هغه بيچاره يې د بچي د زيږولو لپاره پر ډاكټرانو، سيدانو او تعویذګرانو (!) ګرځوي...

 

خو داسي لاهم پيښه سويده چي انجلۍ د تل لپاره د عقامت او بي اولادۍ څخه ځوريږي چي دا ټوله پر انجلۍ باندي ښكاره ظلمونه دي.

 

همداراز د انجلۍ د كورنۍ له خوا زوم د ډيرو سختو او شاقه كارونو او ډيرو ليرو سفرونو كولو ته مجبوره كيږي ځكه هغه نسي كولاي چي د هوسا او بي تكليفه لاري او د ورځنۍ مزدورۍ له لاري دومره ډير ولور په لږ وخت كي برابر كړي. آن تر دې چي د بعضو بيچاره ګانو خو د واده ارمان هم پوره نسي او د ولور پيدا كول ورته  د خواږه ژوند په قيمت تمام سي او پر نيمه لار او نيم ولور باندي، سره د ډيري ستړيا د دنياڅخه په ډير آرمان سترګي پټي كړي او مړ سي.

 

ترداسي اندازې چي بعضي زومان خو د ولور د پيدا كولو لپاره ناروا لارو ته لكه اختطاف، غلا، لاره نيول، سود كول، په سودا كي درغلي كول، د بل مسلمان خطا ايستل او داسي نورو....ته مخه كړي، چي بعضي پدې لاره كي خپل ژوند هم له لاسه وركړي چي دا واضحه او ښكاره ظلم دی. پداسي حال كي چي الله د ظالم په باره كي فرمائي: 

 

وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ نَصِيرٍ. ( سورة الحج: ۷۱)
ژباړه: او ظالمانو لره هیڅ مرسته کوونکی نسته!

 

او دا ډول رسول اكرم ﷺ فرمائي:
اتَّقُوا الظُّلْمَ فَإِنَّ الظُّلْمَ ظُلُمَاتٌ يَوْمَ الْقِيَامَةِ...الخ.( صحیح مسلم، حدیث: ۶۷۴۱)
 ژباړه:د ظلمه څخه پرهيز وكړئ! ځكه چي ظلم تاريكۍ دي (ده انسان لپاره) په ورځي کي د قيامت.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته