تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اولاد حکم
 
  September 15, 2012
  0
 په پلار او مور کي چي هر یو تر هغه بل پر ښه دین وي نو د دوى وړوکي اولادونه هم د هغه تابع بلل کیږي .
که په مور او پلار کي یو مسلمان او بل کافر وي یعني مسلمان سړي د یهودۍ یا عیسوۍ ښځي سره نکاح تړلې وي نو د دوى کوچني اولادونه مسلمانان بلل کیږي .
 
همدا ډول که په مور او پلار کي یې یو مسلمان سي نو وړوکي اولادونه یې هم په مسلمانانو کي شمېرل کیږي .

که په مور او پلار کي یو کتابي یعني یهودى یا عیسوى وي او بل يې مجوسي وي ، دلته بیا د دوى وړوکي اولادونه د اهل الکتاب په ډله کي شمېرل کیږي ، ځکه د اهل الکتاب دین تر مجوسیت او نورو کفري دینونو غوره دين بلل کیږي .

همدا وجه ده چي په کافرانو کي یوازي د اهل الکتاب ذبیحه یعني د دوى په لاس د حلال سوي حیوان د غوښو خوړل مسلمانانو ته جایز دي .
همدا  ډول یو مسلمان سړی کولای سي چي د یهودۍ یا عیسوۍ ښځي سره نکاح وتړي .

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته