تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مشروط طلاق او شرطیه توري
 
  November 9, 2014
  0

 مشروط طلاق

كه څوك خپلي ښځي ته ووايي : كه دي فلانكى كار وكړى نو ته طلاقه يې .

دغه ډول طلاق ته مشروط طلاق وايي ، د مُعَلَق طلاق په نامه هم ياديږي  په مشروط طلاق تر هغه مهاله چي شرط پر ځاى سوى نه وي طلاق نه واقع كيږي .
خو څه مهال چي شرط پر ځاى سي بيا طلاق په واقع كيږي .

شرطیه توري

د شرط توري يعني هغه كلمې چي په عربي كي د  شرط  لپاره کارول کیږي ، څو یې په لاندي ډول دي : اِن ، اذا ، اذا ما ، متي
اِن په معنا د ( که ) دى لكه : ان دخلتِ الدارَ فانتِ طالق .
كه ته كور ته ننوتې نو ته طلاقه يې .

اِذَا په معنا د ( څه مهال چي ) دى لكه : اذا جاء وقت الحَصَاد فانتِ طالق .
څه مهال چي د لو وخت راسي نو ته طلاقه يې .

اِذَا مَا په معنا د ( څه مهال چي ) دى لكه : اذا ما سافرتُ فانتِ طالق .
څه مهال چي زه په سفر ولاړ سم نو ته طلاقه يې .

مَتي په معنا د ( كه چيري يا څه مهال چي ) دى لكه متي دخلتِ الدارَ فانتِ طالق .
 كه چيري كور ته ننوتې نو ته طلاقه يې .

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: الحاج مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله
 

سرته