تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سید جمال الدین افغان مليت او آندونه (۴)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 12, 2018
  0

لیکنه او څېړنه: استاذ عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


علامه سید جمال الدین افغاني رحمة الله عليه د اصلاحاتو بنسټ ايښودنکی


سيد علامه جمال الدين افغاني رحمة الله عليه هغه مهال چي په ګران هيواد افغانستان کي وزير او مشاور وو او په دولت کي یې واک درلودئ، ددې اصلاحاتو بنسټ يې کښېښود:


۱: سید علامه جمال الدین افغاني رحمة الله علیه په ګران هیواد افغانستان کي د ژورنالیزم بنسټ ایښودونکی دئ، سید د امیر شیر علی خان څخه د اخبار راایستلو اجازه واخیستله او دا لومړی ځل وو چي د (شمس النهار) مجله یې راویستله او هغه ئې په ټوله هیواد کي خپرول.


۲: سید علامه جمال الدین افغاني رحمة الله علیه په ګران هیواد کي د وړیا تعلیم بنسټ کښېښود، د زده کړو د پراختیا لپاره ئې دولتي ښوونځۍ پرانستلې چي مخکي نه وې او د تعلیم په خپرولو کي ئې ځانګړې پاملرنه وکړه.


۳: د امیر دربار او ټول دفترونه یې سم او منظم کړل.


۴: د افغانستان فوځ ئې پر نوو بنسټونو باندي منظم کړ.


۶: د پوځي (حربي) ښوونځیو بنسټ او خښته ئې کښیښودل.


۷: د مشرانو او وزیرانو مجلس یې جوړ او تأسیس کړ.


۹: و بهرنیو هیوادونو ته ئې خپل سفیران او استاذي ولیږل.


۱۰: د بهرنیو هیوادو سره ئې د سوداګرۍ بنسټ کښېښود.


۱۱: د نوو اصولو سره سم ئې د پوست (Post Office) او مواصلاتي لاري چاري سمي کړې.


۱۲: د عامو خلکو لپاره ئې روغتنونونه پرانیستل.


۱۳: د شیر پور په نامه ئې نوی ښار ودان کړ.


۱۴: د وزیرانو کابینه یې جوړه کړه.


۱۵: منظم فوځ ئې جوړ کړ.


۱۶: ملي ژبه ئې پښتو وټاکل.


۱۷: ملکي او عسکري نومونه ئې په پښتو کړل.


۱۸: پر لویو لارو ئې مسافر خانې جوړي کړې.

 

د علامه سید جمال الدین افغاني علمي ځيرکتيا
د علامه د پوهې ، ذکاوت، حافظې او ذهانت په هکله زښته ډيرو کسانو ليکنې کړيدي، او د هر يوه ليکنه پر خپل ځای ده، دا ځکه علامه د اسلامي امت يو ځلانده ستوری وو.


۱: کله چي د ازهر و پوهنتون ته ورغلی نو د ازهر شاګردانو ورڅخه و غوښتل چي (شرح اظهار) ورته درس کړي.


۲: د مصر مشهور عیسایي د سید علامه جمال الدین افغاني سره په بحث کي دومری اغېزمن شو چي اسلام یې قبول کړ.


۳: په ترکيه کي ترکان د علامه تر داسي اغیزو لاندي راغلل چي ترکانو ورته (سحر القلوب) وایه.


۴: سید د ترکیې په پوهنتون (دارالفنون) کي استاد و ټاکل شو.


۵ : علامه د ازهر د پوهنتون په نصاب کي د ابو علي ابن سینا کتابونه ورګډ کړل او پخپله ئې ددې کتابونو تدریس په غاړه واخیستی.


۶: علامه په ۱۸ کلنۍ کي په ادب، بلاغت، تاریخ، فقه، تفسیر، حدیث، تصوف،منطق، کلام، الهیات، فلسفه، ریاضي، طبعیات، هیئت، طبابت او نورو علومو کي بشپړ معلومات درلودل. ددې علومو څخه وروسته یې و ساینس ته مخه کړه پر هغه باندي هم بر لاسی شو.علامه چي به کله په هر فن کي خبرې کولې چا دا ګمان نشوای کولای چي دا فن ده لوستی دئ او که ددې فن واضع علامه دئ.


۷: علامه افغاني و کولای سوای چي د ټولې نړۍ مسلمانان سره منظم کړي، او ټول امت اسلامي یې د غربي ښکېلاک او غربی امپرالیزم په خلاف سره متحد کول، اغیزې ئې د اسلامي هیوادونو څخه نیولې تر ټولې نړۍ پوري ورسیدلې، علامه په کفري نړۍ کي داسي خلک اغېزمن کړل چي دده د عزت ساتلو په موخه ئې ځانونه قرباني کول. همدا دده اغیزې دي چۍ مصریان ورته په سلام، ترکان ورته په احترام، ایرانیان ورته په درنه سترګه ګوري او ایرانی یې بولي حال دا چي علامه افغاني رحمة الله علیه افغانی دی.


۸: علامه سید جمال الدین افغاني رحمة الله علیه په، پښتو، دري، فارسي، عربي، ترکي، اردو، فرانسوي، انګلیسي، روسي او الماني ژبو داسي خبرې کولې چي چا نه پیژانده چي دا دده مورنۍ ژبه ده او که یې زده کړې ده.


۹: فرانسوي ژبه یې په درې میاشتو کي زده کړه.


۱۰: ترکي ژبه ئې په څو اونیو کي زده کړه.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته