تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نر او ښځي توپیر: مسلماني ښځي د غربي پوهانو له نظره
  تعلیم الاسلام
  November 5, 2017
  0

لیکنه او څېړنه: استاد عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

په اسـلام کي د ښـځو د حقوقو په هکله د لويديځو پوهانو نظريات

 

اسلام چي کوم حقوق او امتيازات ښځې ته ورکړي د هغې په هکله موږ د لويديځو پوهانو نظريات، ليکنې او ويناوې وړاندي کوو ترڅو پدې پوه سو چي اصل حقيقت څه دئ :

 

١- نامتو فرانسوي ليکوال، محقق او ټولن پوه ( ډاکتر ګوستاو لوبون) د خپل کتاب ( عربي تمدن ) په ٢٧٣ او ٢٧٤ پاڼو کي دارنګه ليکلي دي :


اسلام د ښځو په تمدني حالت باندي ډېر لوى اثر وغورځاوه او هغه يې د سپکاوي او ذلت څخه لوړې درجې ته راپورته کړه، د اسلام وراثتي قانون او د ښځو حقوق د اروپا د وراثت او ښځو د قانون څخه غوره او بهتر دئ ځکه چي اسلام  د ښځو د فطرت او طبعيت سره سم، برابر او موافق دئ .

 

پس دا ثابته سوه چي اسلام ښځه د سپکاوي او ذلت پرځاى نوره هم لوړه کړه، دا زما خبره نده بلکې زما څخه مخکي (موسيو کوسان اى پرسوان) هم کړې وه او په اوسني وخت کي ( موسيو مار تاليمى سينټ هيلر) هم همدا نظر وړاندي کړى دئ. (۱)

 

٢- د اروپا نامتو تاريخ ليکوونکي ( آرترګليمن Arthur Gilman  ) پخپل کتاب د اسلام په تاريخ  History of the Islam   په ١٤١ پاڼه کي دارنګه ليکلي دي :

 

زه د پوره څېړنو او تحقيقاتو څخه وروسته ليکم چي د حضرت مسيح څخه شپږ سوه کاله وروسته ښځه په ډېر بد حالت کي وه، د هغې هيڅ حيثيت نه وو، هغې هيڅ حق نه درلودئ، په ٦١١م کال د اسلام پېغمبر (علیه السلام) هغوى ته لوړتيا ورپه برخه کړه، هغوى يې د سپکاوي او ذلت له کندې څخه د عزت او درناوي عرش ته ورسولې، زه په پوره باور سره دا وايم چي اسلام څومره حقوق او عزت ښځې ته ورکړيدئ هغه هيڅ مذهب هم نه دى ورکړی، د اسلام پېغمبر چي څومره د ښځې پلوي توب کړی هيڅ مصلح کس داسي کارنه دی کړی، اسلام حکم کوي چي د خپلو ښځو سره عدل او انصاف وکړئ او د مال د لاسته راوړلو لپاره په ښځو باندي ولکه مه لګوئ، هغوى ته کړاو اوتکليف مه ورکوئ، د هغوى په ښوونه او روزنه کي هلې ځلې وکړئ، حال دا چي په مسيحي دين کي عيسايي ښځه عالمه کيداى نسي بلکى خادمه جوړيداى سي. (۲)

 

٣- والټير د فلسفې په قاموس (Dictionary) کي د فسلفې ترعنوان لاندي دارنګه ليکلي دي :


مونږ ددې څخه ناخبره نه يو چي کريم ښځې ته هغه امتياز ورکوي کوم چي د فطرت له لوري څخه ورکړل سويدي، دا به ناروا او غلطه خبره وي چي مونږ ووايو چي محمدي شريعت ښځو ته حق نه دى ورکړی او يا يې ورسره زياتی کړی دی
.


٤-  نامتو مستشرق او د لندن په پوهنتون کي د عربي ژبې استاذ پروفيسر هملټن اې، آر، ګب Hamilton A.R.Gibb د خپل کتاب (اسلام او محمد) په (٢٣) پاڼه کي وايي :

 

دا يو منل شوى حقيقت دئ چي د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم اصلاحاتو د ښځو مرتبه او درجه لوړه کړه. (۳)

 

۵ -د کاناډا مشهور قانون پوه او قاضي ماسټر جسټس کريبائټس دارنګه وايي :

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په نړۍ کي د ښځو د حقوقو تر ټولو لوى پلوي کوونکی دئ. 

 

٦ – ((جي ډبليو لا ليټ نرو) پخپل کتاب کي دارنګه ليکلي دي :

 

ښځې ته چي کوم عزت، درناوی او مقام حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ورکړيدئ په ټولنه کي هيڅ مذهب نه دى ورکړی.  (۴)


٧-  پروفيسر راما کرشنا راؤ پخپل کتاب حضرت ( محمد صلی الله علیه وسلم د اسلام پيغمبر)

Mohammad the Prophet of Islam  کي دارنګه ليکلي دي :

د اسلام د ازادۍ يو روح دا دى چي ښځه يې د نورو د غلامۍ څخه خلاصه کړه، اسلام څو پيړۍ مخکي دا اعلان کړی وو چي د ښځې حقوق محترم دي بايد هغوى د خپلو حقوقو څخه بې برخي نسي. (۵)

 

٨-  جان هيګټ (جنرال ګلپ پاشا) پخپل کتاب (د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ژوند او وخت) کي ليکلي دي:

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ښځو مالي مرسته پدې توګه وکړه چي هغوى ته يې په ميراث کي ټاکلې برخه ورکړه، د خپل مور او پلار په ميراث کي يې هم برخمنه وګرځوله، هغه صلی الله علیه وسلم نوې پيدا سوي انجونې د ژوندي خښولو څخه وژغورلې. (۶)

 

ماخذ: د نر او ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي

 

نور بیا...

---------------------------------------------------------

۱ ( تمدن عرب: ډاکټر ګوستاول بون فرانسوى :٢٧٣  -٢٧٤)
۲ ( هسټري اف اسلام- ١٤١ پاڼه)
۳ (Hamilton-A.R.Gibb/ Mohammad and Islam Londan.195- P-33)
۴  System of The World, London.1893) (Lelithe,G.W/Mohammad and Islam in Religious
۵  (اسلام کي پيغمبر محمد صلی الله علیه وسلم) د راماکرشناراؤ ليکنه د کريسنټ پبليشنګ ٩ پاڼه )

۶ ( جان هيګټ جنرال ګلپ پاشا/ محمدرسول الله صلي الله عليه وسلم (٣١٠) پاڼه) .

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته