تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نېکي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 1, 2021
  0
نېکي
 
ایډیت  : بصیر یوسفزی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 
1) دهمسایه ګانو سره نیکي کوه! چي کامل مسلمان سې.
 
2) نیکي یوه میوه داره درخته ده ، چي انسان يي کري او بیله شکه به يي یوه ورځ دهغه میوه خوري .
 
3) په نړۍ کي نېکي دپوهي اوبدي دجهل ملګرې ده . 
 
4) ښه او بد هیڅکله نه پټیږي .
 
5) د ځلاسرچینه نېکو کاري ده .
 
6) دمور او پلار سره نیکي کول د جهاد ځاي نیسي . 
 
7) نېکۍ ډېري دي خو څوک چي عمل په کوي هغه ډیرلږ دي .
 
8) په ټولو ښو کارونو کي هغه کار چي ژريي بدله ورکول کیږي ،نیکي ده.
 
9) د نیکانو او بدانو دواړو سره نېکي کوه ! تر څو ټوله خلک نېکي زده کړي .
 
10) تر ټولو ښه خلک هغه دي ، چي دخلکو سره نېکي کوي او دا نه ګوري چي ښه دي که بد .
 
11) هر کله چي بدي وکړې ، نو نېکي پسي کوه! ځکه نېکي بدي رژوي . 
 
12) د الله (جل جلاله)د نعمتونو تر ټوله ښه شکر ، دهغه د بندګانوسره نېکي او احسان کول دي.
 
13) د خلکو سره داسي ژوند وکړه ! چي کله مړسې درباندي ژاړي او که ځني لیري سې ستا د ملاقات شوق لري .
 
14) بیله نېکو اعمالو ، انسان بل ملګری نه لري . 
 
15) نیک اعمال همیشنۍ ذخیره او پاکه میوه ده .
 
16) که غواړې چي ستا نوم په ښو یاد سي د نورو نوم په بدۍ مه اخله !.
 
17) بې ځایه نېکي ظلم دئ .
 
18) نېک کارونه همېشنۍ ذخیره ده . 
 
19) د عفوي او ښو اخلاقو لاره خپله کړه ! او په نېکي سره حکم کوه !.
 
20) څوک چي دبدانو سره کښېني، نېکي به ونه ویني .
 
21) د توان ترحده نېکي کوه! او بدکاره په نیکه لاره او ښو اخلاقو د بدو کارو څخه منعه  کړه !.
 
22) د مور او پلار سره نېکي کول د لویو نېکیو څخه ده . 
 
23) نېکي نه زړیږي.
 
24) بدي نه هیریږي .
 
25) ظالم نه عادل کیږي . 
 
26) چاته چي الله (جل جلاله) دخیر اراده وکړي ، نو روح يې غني او زړه يې متقي (پرهېزکاره) کړي .
 
27) د خپلوانو سره دوستي عمر ډېروي او دبې کاره مرګ څخه سړی ساتي .
 
28) زړونه په فطري ډول هغه څوک خوښوي چي د دوي سره نیکي کوي ، او د هغه چا څخه نفرت کوي چي د دوی سره بدي کوي . 
 
29) کوم قوم ته چي الله (جل جلاله) دخیر اراده وکړي ، نو پوهان ډېر او ناپوهان يې لږ کړي ! .
 
30) نېکي پټه کړه ! د ښکاره کولو څخه يې ډډه وکړه !. 
 
31) د نیکوکاره او بد کاره سره یوشان چلند مه کوه ! ځکه دا کار نیکو کاره د خپل کار څخه بي شوقه او بدکاره خپل بد کار ته تشویقوي .
 
32) د نیک کار پای ته رسول ، د ده تر شروع بهتره دي . 
 
33) څوک چي د نېکیو تخم وکري ، نو په خوشحالۍ سره به يې ورېبي .
 
34) نېکي کوه ! ځکه د نېکۍ ثواب به داسي پیداکړې  ، لکه ؛ بدي جزا چي څوک پیداکوي .
 
 ماخذ : سپیڅلي خبري 
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته