تازه سرليکونه
د (شريعت او تجارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د تجارت بنیادي اصول
  تجارت
  January 22, 2017
  0
ترتیب کوونکی: عبدالمنان شهیدزوی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د اسلام په اقتصادي نظام کې تجارت او په خپلو کې د معاملاتو د صحت او درستي مدار په لاندنيو اصولو باندې بنا دى. 
 
١.  د تجارت جواز چونکه په خپلو کې په تجارت باندې قايم دى دغه شان د تجارت په ټولو معاملو کې فريقينو د تعاون وجود ضروري دى يعنې داسې نه دى په کار چې معامله دارانو کې يوه ته ډېره نفعه او بل ته ډېر نقصان وي الله جل جلاله فرمايي: 
وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإثْمِ وَالْعُدْوَانِ. (المائده: ۲)
 
ژباړه: په نيکې او پرهيزګارۍ يو له بل سره تعاون کوئ او د ګناه او ظلم په کارونو کې هېڅکله له چا سره تعاون مه کوئ. 
 
٢.  د فريقينو په خپلو کې رضا ضروري ده د مجبوريت رضا اعتبار نه لري يعنې داسې نه دي په کار چې د يوه سړي رضا دي نه وي؛ مګر د مجبوريت په بنا غاړه کېږدي.
 
٣. د معاملي والا دى د معاملې اهليت ولري؛ يعنې چې عاقل او بالغ دى يا دا چې ښه او بد وپېژني او ازادوي يعنې ناپوهه ماشوم لېونى ، مجبور او مُکَره نه وي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایلي دي: 
 
رُفِعَ الْقَلَمُ عَنْ ثَلَاثَةٍ، عَنِ الْمَجْنُونِ الْمَغْلُوبِ عَلَى عَقْلِهِ حَتَّى يَفِيقَ، وَعَنِ النَّائِمِ حَتَّى يَسْتَيْقِظَ، وَعَنِ الصَّبِيِّ حَتَّى يَحْتَلِمَ. (سنن ابو داود جلد٢ ٢٩٣مخ)
يعنې: رسول الله صلى الله عليه وسلم ارشاد دى چې درېيو کسانو باندې شرعي تکليف نشته په لېوني، په ويده او نابالغه باندې. 
 
٤.  په معامله کې دې هېڅ ډول خيانت او معاصيت نه وي، يعنې د هغو څېزونو کاروبار دې نه کوي د کومو استعمال چې اسلامي شريعت ګناه بللى يا يې حرام ګرځولى دى، قال رسول الله صلى الله عليه وسلم، افضل الکسب بيع مبرور وعمل الرجل بيده. (الکتاب مسند الامام احمد بن حنبل جلد ٦ مخ ١٠٦)
 
 يعنې:  د رسول الله صلى الله عليه وسلم ارشاد دى چې بهترين کسب د پاک څېزونو اخيستل خرڅول او د لاس د جوړو څېزونو  نه رزق پيدا کول دي.
 
 
تجارت په اسلام کي
اسلامي اقتصاد
د تجارت غیر شرعي طریقې
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته