تازه سرليکونه
د (شريعت او تجارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سرمایه داري یا پانګوال نظام (Capitalism)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 14, 2019
  0

مولانا محمد تقي عثماني حفظه الله
ژباړه: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


سرمایه داري نظام چي د اقتصاد د څلورو مفاهیمو (د لومړیتوب انتخاب، د امکاناتو تخصیص، د عائداتو وېش او پرمختګ)  د حل لپاره چي کوم څه وړاندي کوي هغه دا دي: چي هر انسان باید د ډېرو او هر اړخیزو ګټو او منافعو د لاسته راوړني لپاره ازاد پریښودل سي. ددغه فکر او ازاد کوښښ په مټ د اقتصاد د څلورو مفاهیمو اجراء خپله کیدای سي.


خوداسي نه ده، ځکه عرضه او تقاضا (Supply and Demand) شتون لري. پدې عام خلک هم پوهېږي، چي کله په بازار کي د یو شي تقاضا د هغه تر عرضي زیاته سي نو قیمت ئې پورته کیږي او که چیري تقاضا کمه سي نو قیمت هم ورسره راښکته کیږي. مثلاً: که په بازار کي د آم رانیونکي او خوښوونکي زیات وي خو بازار کي آم لږ پیدا کیږي نو د آمو قیمت پورته کیږي، او که چیري دغه آم داسي ځای ته یووړل سي چي هغه خلک آم نه خوښوي؛ نو بیا ددې آمو قیمت راکښته کیږي. پایله دا چي، د تقاضا په زیاتېدو سره قیمت پورته کیږي او په کمېدو سره ئې قیمت کمیږي. پدې اصولو او قوانینو انسانان ټول پوهیږي.


د سرمایه داري نظام نظریه دا ده، چي څه شي باید پیدا کړل سي؟ څومره پیدا کړل سي او د امکاناتو تخصیص څنګه وسي؟ او ددې ټولو شیانو تعین او انتخاب د عرضي او تقاضا د قانون له مخي کوي. دا ددې لپاره چي هر شخص د ډیري ګټي لاسته راوړني لپاره آزاد پریښودل سوی دی؛ نو د خپلي ګټي په خاطر باید هغه څه وکړي، چي نن د مارکیټ او بازار تقاضا ده. 


که چیري زه نن یو کاروبار شروع کول وغواړم، اول باید دا معلومه کړم چي په بازار کي د کوم شي طلب او تقاضا ډېره ده، ترڅو و بازار ته د هغه په راوړلو سره زه پوره او ډېره ګټه لاسته راوړم. 


لهذا کله چي خلک د خپلو منافعو په محرک کي کار کوي نو هغه څه بازار ته راوړي چي طلب او تقاضا ئې ډېره وي، او کله چي په بازار کي ډېر سي نو بیا ئې ځکه نه راوړي چي قیمت کښته کیږي او د قیمت په کښته کېدو سره دده نقصان دی یا ګټه لږ کوي. 


نو ځکه داسي ویل کیږي چي په بازار کي عرضه او تقاضا داسي جاري ده چي د هغه په توسط د لومړيتوب انتخاب کیږي؛ چي څه شي، په څومره اندازه پیدا سي؟ او ددې هرڅه د لاسته راوړلو لپاره انسان خپل ټول منابع او امکانات (ځمکه، کارځای،...) پر کار اچوي. او د ګټي د لاسته راوړلو د محرک په ذریعه د ذکر سوو څلورو مفاهیمو حل کوي. ودې سیسټم ته د نرخ جوړښت (Price Mechanism) وایي. او دا هرڅه ددې جوړښت په رڼا کي سرته رسیږي. 


همداسي د عائداتو د وېش اړوند د سرمایه داري نظام نظریه دا ده، چي ګټه دې د عرضي او تقاضا د قوانینو له مخي وویشل سي، مثلاً: په یوه کارخانه کي یو مزدور په کار وګمارل سو، اوس سوال دا دی چي د کارخاني د ګټي څومره حصه د مزدور ده؟ او څومره د کارخاني والا؟ پدې کي سرمایه داري نظام د عرضي او تقضا څخه کار اخلي یعني د مزدور طلب چي څومره زیات وي مزدوري به ئې هم هغومره زیاته وي او که طلب کم وي  نو مزدوري به ئې هم هغومره کمه وي. 


په سرمایه داري نظام کي که څوک زیاته ګټه په لاس راوړل و غواړي، نو نوي شیان منځ ته راوړي ترڅو پرمختګ په وکړي. 
د سرمایه داري نظام له نظره که چیری یو څوک د ګټي لاسته راوړني لپاره آزاد پریښودل سي؛ نو هغه ددې په مرسته د یوه اقتصاد څلور سره مفاهیم (د لومړیتوب انتخاب، د امکاناتو تخصیص، د عائداتو وېش او پرمختګ) حل کولای سي. 


د سرمایه داري نظام بنسټیز اصول
د سرمایه داري یا پانګوال نظام د فلسفي څخه چي کوم اصول په لاس راځي، هغه دا دي: 


لومړۍ اصل ئې شخصي ملکیت (Private Property) دی. یعني یو څوک د ټولو تولیداتو د منابعو او امکاناتو مالک جوړیدای سي. 


دوهم اصل ئې د حکومت عدم مداخله (Laissez Faire Policy of State) ده. یعني دولت باید مداخله ونه کړي، انسان د ګټي لاسته راوړني لپاره باید آزاد پریښودل سي او بندیزونه پر وارد نه سي. 


درېيم اصل ئې د شخصي ګټو عامل او محرک (private Motive) دی یعني انسان خپلي ګټي باید استعمال کړي او اقتصادي پرمختګونو ته نور هم ترغیب سي.


د سرمایه داري نظام خرابۍ
د سوسیالیستي نظام د ناکامېدو سره د سرمایه داري نظام پلوی (غرب) خورا په شور او زور سره دا خبره کوي، چي:
 "
د اشتراکي نظام په ناکامه کېدو سره د سرمایه داري نظام حقانیت نور هم ثابت سو اوس د انسان لپاره په دنیا کي ددې نظام څخه پرته بل اقتصادي نظام نسته او دا خبره په اثبات ورسېدل."


دا خبره باید په غور سره یاد وساتل سي، چي د سرمایه داري نظام بنسټیزه فلسفه؛ آزاد بازار او د ګټي د لاسته راوړني لپاره د انسان آزادپریښودل په نظري لحاظ یوه معقوله فلسفه ده؛ خو که پردې تر حد زیات عمل وسي؛ نو په پای کي دا فلسفه خپلي ریښي په خپله وهي. د خلکو آزاد پریښودل د عرضې او تقاضا د قوتونو قوي کول دي او د عرضې او تقاضا قوانین هغه وخت مناسب دي چي په بازار کي اجاره داري او انحصار ګرایي (Monopoly) نه وي، بلکي سیالي او آزاده مقابله وي.


مثلاً زه غواړم په بازار کي یو سایوان رانیسم، بازار کي زیات خلک سایوانونه په بېلو قیمتونو خرڅوي. یو ئې په ۵۰۰ افغانیو او بل ئې په ۴۵۰ افغانیو خرڅوي. اوس زه اختیار لرم چي کوم یو اخلم. پدې صورت کي د عرضې او تقاضا قوتونه خورا ښه کار کوي. مګر که په بازار کي د سایوان خرڅولو یو دوکان وي او زه مجبور یم له ده څخه ئې رانیسم. اوس که دوکاندار زما و طلب او مجبوریت ته په کتلو د خپلي خوښي قیمت وایي نو بیا خو د عرضې  او تقاضا قوتونه ښه نه سول ځکه د قیمت تعین یو طرفه سو، دا دوکاندار د بازار اجاره دار او انحصار کوونکی سو او وماته هیڅ اختیار را نه کول سو. لهذا د عرضي او تقاضا قوتونه هغه وخت کار کوي چي آزاده مقابله وي او که بازار اجاره داري او انحصاري سي نو بیا دا دواړه رول نه لري. 


د سرمایه داري نظام مطابق که انسان د ګټي لاسته راوړني لپاره بلکل آزاد پریښودل سي؛ نو هغه د بازار د انحصار او اجارې بېلا بېلي طریقي اختیاروي. د بله اړخه، په سرمایه داري نظام کي د سود له لاري پیسې ګټل روا دي، قمار جایز او څوک سټه هم کولای سي چي دا زموږ شریعت حرام بللي دي. 


د ګټي د لاسته راوړني لپاره د آزادۍ ورکولو دوهم تاوان دا دی، چي اخلاقي قدر نه پاتیږي یعني دې ته فکر نه کیږي چي څه شي د ټولني لپاره ګټور او څه شي مضر دي. هغه ورځ مي په امریکايي ټایمز مجله کي ولوستل چي یوې فیشن-اداکاري نجلۍ د تولیداتو د یوه اعلان لپاره ۲۵ میلیونه ډالر اخیستي، اوس سوال دا دی چي دا تجار او کارخانه والا به دا پیسې له کومه لاسته راوړي؟ ښکاره خبره ده چي دا به د غریبو رانیوونکو څخه ترلاسه کیږي ځکه کله چي هغه تولید و بازار ته راسي نو هغه د اعلان مصارف به پر دغه جنس اچول سوي وي او زما او ستا د جیب څخه به ایستل کیږي.


 (دا پدې معنا نه ده چي تجار به مناسب او مشروع اعلانات نه کوي بلکي دا اعلان مصرف دي د شي پر کیفیت او د نرخ پر کمښت واچول سي او پر مناسبو اعلاناتو باندي دې لږ لګښت وسي).


هغه پنځه ستوري (فائيو سټار) هوټلونه چي یوه شپه ئې په زرګونو افغانیو باندي ده، د منځنۍ درجې خلک لا هم و هغه ته د ورتګ فکر نه سي کولای مګر دا هوټل ټول د غریبو خلکو په پیسو جوړ سوی دی. که و ګورو نو څوک و هغه هوټلو ته ورځي؟ و هغه ته ورتلوونکي کسان زیاتره دولتي خلک یا د هغوی میلمانه دي، دوی د حکومت په پیسو باندي هلته ځي او د حکومت پیسې د عوامو خلکو د جیبونو څخه وتلې مالیه ده. او دې هوټلونو ته بله طبقه تلونکي خلک تجاران اوصنعتکاران دي چي د  خپلو سفرونو په جریان کي هلته پاتیږي. هغه دا پیسې د کومه کوي؟ د خپل جیب څخه خو ئې نه پر اچوي بلکي هغه د خپل سفر ټول مصرف د خپلي کمپنۍ یا شرکت پر هغه تولیداتو اچوي چي بازار کي خرڅیږي او بیا خلک هغه رانیسي. 


داچي د ګټي د لاسته راوړني کومه طریقه سمه او د ټولني لپاره مفیده ده او یا کومه طریقه مضره او هلاک کوونکې ده، په پانګوال نظام کي ددې هیڅ اخلاقي اندازه نه ده معلومه. او پایله ئې د بداخلاقیو، نا انصافیو او مظالمو رامنځته کېدنه ده.

 

______________

اړوند مقاله: سرمايه داري یا پانګوال نظام

 

سرته