تازه سرليکونه
د (شريعت او تجارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په سوداګرۍ یا تجارت کي ریښتیا ویل
  تعليم الاسلام
  October 24, 2017
  0

                                                                                                                        بسم الله الرحمن الر حیم

رالېږونکی: نذیر احمد هاشمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

سو داګري یا تجارت په ظاهري لحاظ د دنیا دارۍ کار ګڼل کیږي خو که تجارت په دې نیت سره وشي چي ددې په ذریعه حلال  رزق وګټل شي او په دې سره د خپل کور او بچیانو حقوق ادا کړل شي نو د سوداګرۍ ټوله کار د اجر او ثواب ذریعه ګرځي په دې شرط چي په دې کي د ناروا کارونو څخه ډډه وشي.

په سوداګرۍ کي رښتییا او امانت عادت ګرځول په حدیث کي ددې ډیر فضیلت راغلی دی  د حضرت ابو سعید خدري رضی الله عنه روایت دی چي حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

التَّاجِرُ الصَّدُوقُ الأَمِينُ مَعَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاءِ. (ترمذي)

ترجمه : کوم تاجر چي رښتین او امانت دار وي د قیامت په ورځ به د انبیاوو ، صدیقینو او شهیدانو سره وي .  

 

ماخذ: اسانه نیکۍ: ۲۱۵/علامه مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله

سرته