تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ولي مسلمانان و کعبې ته عبادت کوي؟
 
  September 24, 2016
  0
ځواب: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

۱ : مسلمانان و کعبې ته عبادت نه کوي، بلکې کعبه شریفه یو طرف دی چي الله جل جلاله د مسلمانانو د عبادت د نظم لپاره ټاکلی دی، دا چي اسلام د نظم او نسق دین دی، نو ځکه الله جل جلاله ورته معین لوری ټاکلی دی، که چیری د لمانځه لپاره یو معین لور و نه ټاکل سي یو نفر به لمونځ و شرق ته کوي، بل به یې و غرب ته کوي، بل به یې و شمال ته کوي ، بل به یې و جنوب ته کوي او بل بلې خواته. (د کعبې شریفي په ذریعه د مسلمانانو ترمنځ اتفاق او اتحاد هم راځي).

 ۲:  موږ مسلمانان چي لمونځ کوو موږ داسي نه وایو چي موږ ددغې کعبې عبادت کوو، په نیت کي داسي وایو چي ( الله لمونځ خاص و تاته کوو) او حال دا چي هغه مشرکین چي د بتانو عبادت کوي هغه د هر یوه نوم اخلي لکه راما، کرشنا ، بودا او نور...

 ۳:  ټول مشرکین چي د خپلو بتانو عبادت کوي هغه له هغو بتانو څخه چي د هر شي څخه یې جوړ کړی وي د هغو څخه کومک غواړي خو یو مسلمان به نه راوښیې چي د کعبې څخه کومک و غواړي، ولي؟؟؟ دا ځکه موږ د کعبې عبادت نه کوو موږ صرف د خدای عبادت کوو او د خدای څخه مرسته غواړو. 

۴:  تاسي و ګوری هغه کسان چي د بتاتو عبادت کوي، هغه د بت پر سر باندي عبادت نسي کولای دا ځکه دا ددې بت توهین دی، خو په اسلام کي دا روا ده چي د کعبې پر سر باندي عبادت وسي.

۵:  هیڅ مشرک د بت په نس کي عبادت نسي کولای چي بت هر څومري غټ وي، دا ځکه دا د ددغه بت لپاره توهین دی، دا چي موږ کعبې ته عبادت نه کوو نو ځکه یې په نس کي هم لمونځ کولای سو او روا ده.

 ۶:  ټول مشرکین د خپلو خدایانو لپاره نذرانې او خیراتونه کوي، خو تر اوسه به یو مسلمان نه را وښیاست چي د کعبې په نامه سره یې کومه صدقه ، خیرات یا نذرانه کړې وي، دا ځکه چي موږ مسلمانان هر څه د خدای لپاره کوو، نه د کعبې لپاره.

 ۷:  ټول مشرکین چي کله د یوه مصیبت، توپان، افت او کړاو سره لاس او ګریوان کیږي و خپلو بتاتو ته نارې، فریادونه او چیغي وهي خو یو مسلمان به نه راوښیاست چي د کوم مصیبت په حالت کي یې وکعبې ته چیغي کړي وي او مرسته یې له کعبې غوښتې وي دا ځکه کعبه زموږ خدای نه ده بلکې د عبادت یو جهت دی او موږ مسلمانان هر څه له یوه لاشریکه الله جل جلاله څخه غواړو او بس.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته