تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ځوانه دا څو خبري مي واوره:
 
  August 9, 2012
  0
لیکنه: محمد نبي سلطاني

ګرانو ځوانانو  ! که  د روژې په مياشت او په خاصه توګه په وروستئ لسېزه کي موږ خپل ايمان، اعمال، اخلاق، آداب، معاملات، تعلقات، دوستانه اړيکي او  خپلولي د اسلام، قرآن او د رسول الله  صلی الله علیه وسلم د سنتو سره  برابره کړو ، نو نه يوازي دا چي د الله  جل جلاله  رضاء به مو تر لاسه کړې وي ، بلکي د دې او هغه دنيا دواړو کاميابي به مو تر لاسه کړې وي ، ځکه د روژې مياشت يوه داسي  مياشت ده چي د ثوابونو ورځي ، چي په بله هيڅ يوه مياشت کي داسي ګټي موږ نه سو تر لاسه کولاى کوم چي په دې مياشت کي يې تر لاسه کوو،

 دا مياشت د رحمت ، بخښني او د اور څخه د ازادۍ مياشت ده ،
 دا مياشت د طاعت ، عبادت او د الله  جل جلاله  د بندګئ مياشت ده ،
 دا مياشت د خوشحالۍ ، خوشبختۍ او سعادت مياشت ده ،
 دا مياشت د اور څخه د خلاصون ، ازادۍ ، مغفرت مياشت ده ،
 دا مياشت د شيطانانو د تړلو ، د دوږخ د دروازو د تړلو او د جنت د دروازو د ازادولو مياشت ، او داسي نور .. .

ګرانو ځوانانو ! دا مياشت په ډيره تيزۍ سره روانه ده ، د الله جل جلاله د لويې مهربانۍ او مغفرت ورځي تيريږي، نو د دي لپاره هر ځوان مخکي لدې چې پر ناوخته سي خپل ځان وازمايي او هغه څه چي دى يې په نه کولو مسئول ګڼل کېږي تر سره کړي او په دې سره د دواړو جهانونو ګټي لاس ته راوړي . 

نو اوس سوال دادئ چي زموږ ځوانان څنګه کولاى سي چي د روژي په دا مبارکه مياشت او په خاصه توګه دا د بخښني په شپو او ورځو کي د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم رضاء تر لاسه کړي او خپل هغه مسئوليت چي دى يې پر غاړه لري د خپلي غاړي څخه واړوي او د ثوابونو په دي مياشت کې د هغو ثوابونو څخه ځان برخمن کړي کوم چي رسول الله صلى الله عليه وسلم يې وموږ ته يا دونه کړئ ده : 
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ” أَتَاكُمْ رَمَضَانُ شَهْرٌ مُبَارَكٌ فَرَضَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ عَلَيْكُمْ صِيَامَهُ , تُفْتَحُ فِيهِ أَبْوَابُ السَّمَاءِ , وَتُغْلَقُ فِيهِ أَبْوَابُ الْجَحِيمِ , وَتُغَلُّ فِيهِ مَرَدَةُ الشَّيَاطِينِ , لِلَّهِ فِيهِ لَيْلَةٌ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ. (رواه النسائي واحمد)

ژباړه:  پر تاسي د رمضان مبارکه مياشت راغله چي الله تعالی د دغه مياشتي روژه پر تاسې فرض کړې ده ، په دغه مياشت کي د جنت دروازې پرانيستل کيږي ، د دوزخ دروازې بندېږي ، په دې مياشت کې شيطانان تړل کيږي ، په دې مياشت الله جل جلا له  لره يوه غوره شپه ده چې په دې شپه کې عبادت کول له زرو مياشتو څخه غوره دی .
 

نو ګرانو ځوانانو !   د لاندي شيانو په نظر کي نيولو سره کولاى سو د روژې ، د تراويحو ، د قران د تلاوت او د عباداتو څخه زياته ګټه تر لاسه کړو  او د روژې د شپو او ورځو څخه د تقوا قوت او وړتيا تر لاسه کولاى سو  ، نو که مو دغه څو ټکو ته پاملرنه وکړه ، نو بيا به مو د روژې د ګټو څخه ځان برخمن کړئ وي او د دوږخ د اور څخه به مو خلاصون موندلئ وي :  

١_ نيت او اراده ، چي روژه د قران مياشت ده،  نو پدې هكله بايد ځانګړې پاملرنه وكړې، د قرانكريم تلاوت او تدبر ته حريص اوسه، هره ورځ د قران کريم تلاوت وکړه . 
٢_ روژه د الله رحمت ګڼل او په راتلو یې خوښي ښکاره کړو .
٣_ د الله تعالی د فرمان د ماتولو څخه ځان ژغورل . 
٤_ نېکي چاري لټول . 
٥_ قيام الليل ( د شپې لمونځ او تراويح اداکول) . 
٦_ د الله ذکر او د هغه څخه دعا غوښتل . 
٧_ د قدر د شپې عبادات او  اعتکاف . 
٨_ د الله جل جلاله په لاره کي مال او شتمني لګول . 
٩_ د انسانانو سره مرسته کول  او د هغوئ خدمت کول . 
١٠ _ د قران و لور ته د وګړو را بلل . 
١١_ قران سره نه شلېدونکي اړيکي .
١٢_ په دې مبارکه مياشت کي و دوستانو ملګرو او قريبانو ته بخښنه کول . 
١٣_ په هر ډول حالت کي غوسه نه کول ( په صبر او عبادت سره د خدای مرسته غوښتل).
١٤_  خپله غوسه کابو کړه، که څه هم له له چا سره په خبرو کې ته په حقه وې.
١٥_ د خپلو کړنو يادښت درسره وساته، او له ځان سره فکر پرې وکړه، کوم څه چې د غلط وي د هغې تکرار څخه ځان وساته. 
١٦_ له مسکینانو سره روژه ماتی کول.
١٧ _  د الله تعالى ډيره ستاينه کول چي روژې ته يې يو ځل بيا راورسولې. 
١٨_  د روژې مياشت د ځان لپاره د ګناهونو څخه د پاكوالي فرصت او تربيتي دور ګڼل . 
١٩_  شيطان ته په ډاګه د جګړې اعلان کول . 
٢٠_ له هر ډول ګناهونو او بديو سره د الله په خاطر مخه ښه کول  . 
٢١_ په هيڅ حالت کي بايد خپل خپلوان د پامه ونه غورځوي ، وهغوئ ته صدقه ورکړئ او د هغوئ لاس نيوئ وکړې . 
٢٢_  د روژې پر مهال ډيري دعاګاني کول . 
٢٣ - د الله تعالی شکر اداکول چې تر یو بلي روژې پوري يې ژوند رانصیب کړ.
٢٤ - په اخلاص او ښه نيت سره د دغه لسو شپو  د روژې او د عبادت کولو هوډ وکړه.
٢٥ - د مطالعې له لارې او د ښو کتابونو د لوستلو په ذريعه سره د دغو لسو ورځو د روژو احکام ، اداب او ښېګڼي وپيژنه.
٢٦- د زړه له تله د خپلو ټولو ګناهونو څخه توبه وکاږه او دا هوډ وکړه ، چي بيا به په هيڅ وخت کي دا کار نه کوم .
٢٧ - ټول  لمونځونه په جماعت  او د جمعې لمونځ  په جماعت سره د ادا کولو کوښښ  وکړه.
٢٨ - هره ورځ لږ تر لږه د قرآن کريم د يوې پارې تلاوت وکړه.
٢٩- د خپل نفس د تزکيې لپاره د ډيرو  نفلونو کوښښ  وکړ  او د الله  جل جلاله  ذکر هر وخت په ژبه جاري وساته.
٣٠ - د هر هغه شي څخه ډډه وکړه چي مونږ د الله تعالی د ياد څخه بې پروا کوي او د روژې د نعمتونو او برکتونو څخه مو بې برخي کوي .
٣١ - د قرآن کريم په درسونو او ديني حلقو کي برخه واخله .
٣٢- د نيکو ملګرو په مجلسونو کي کښېنه  او د بدو ملګرو د مجلس څخه ډډه وکړه.
٣٣- د خپل وس او توان په اندازه له غریبو او بې وزلو کسانو سره همکاري او مرسته وکړه.
٣۴_ د الله جل جلاله څخه په عاجزۍ او اخلاص سره بخښنه غوښتل.
٣۵_ د سيرت النبي صلی الله علیه وسلم يو لنډ کتاب مطالعه کړو. 
٣۶_ روژه د دوزخ د اور لپاره ډال دى ، نو ته هم بايد د اور څخه ځان په خلاص کړې .
٣۷_ سخاکول ، د غريبانو خپلوانو او نورو سره ... 
٣۸_ شهوت او خواړه پرېښودل دي يوازي او يوازي بايد د الله تعالى لپاره وي.
۳۹_ ستره  خوشحالي دي د قيامت په ورځ کې د الله تعالى سره لېدنه ده، نو د همدې ليدني له پاره ځان تيار کړه . 
٤۰_ د بدو او ښکنځلو څخه بايد ځان وساتې . 
٤۱_ د روژې په نيولو سره هڅه وکړه چي پر کومه دروازه غواړې ، چي جنت ته ولاړ سي ولاړ سه . 
٤۲_ د الله  جل جلاله  څخه تل د خير غوښتنه کوه ، ځکه هغه اعلان کوي ، چي خير غواړه . 
٤۳_ روژه باطلو ته ډال وګرځوه . 
٤۴_ د روژې اجر د نورو عملونو څخه زيات دى چي د ١٠ څخه تر ٧٠٠ پورې اجرونه ورکوي (لا زیات) نو ته د لږو پر ځاى د ډېرو هڅه وکړه .

نور دي الله جل جلاله د ښه عمل کولو توفيق راکړي. ( امين ) 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته