تازه سرليکونه
د (فتوا معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دملکیتونه دویش په اړوند
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 10, 2020
  0

نوم     محمد رحمن

ولایت  میدان وردګ

هیواد   افغانستان

مسلسله شمېره    ۶۹۶۳

 

پوښتنه: د پلار د  دپنځوزامنو دویش په اړوند  په لاندې  ډول یوه  شرعی پوښتنه لرو هیله ده  چی شرعی فتوی  دکتاب په حوالې او اخځلیک  سره راکړئ.

ټول  پنځوورورانو چی کوم ملکیتونه  اخیستی دی د پلار سره په یو کسب او تجارت کی شامل نه وو او نه یی د پلار په سرمایه تجارت ترسره کولو  البته د هر یو  کسب جدا او سرمایه یی هم پخپله د خپل معاش څخه ترلاسه کړې وه؟

 

جواب: مبسلاً و حامداً

اول:دغه مځکه که ئې ستاسو و پلار ته ورکړې وي نو بیا ټول ورثه پکښي شریکا دي او که يې افرادو ته ورکړي وي  نو کومو ته چي يې ورکړې وي هغه پکښي شریکان دي

دوهم: دغه تعمیر که د نورو شریکانو په اجازه وي نو هر شریک به دخپلي برخي په اندازه قیمت اداء کوي، اوکه د دوۍ بې اجازې وي نو که په تقسیم کښي که وبانیانو (جوړونکو) ته ورورسیدی خو په بهاونعمت او کنه تعمیر به کښل کیږي او که د تعمیر په کښلو کښي و مځکي ته زیان رسیدی نو شریکان به د موادو قیمت اداء کوي.

دریم: کوم شخص چي په شخصي لګښت کوم شی رانیسي او یا کوم ځای ورغوي هغه د ده شخصي ملکیت بلل کیږي بل څوک د شراکت حق نه پکښي لري صرف قباله د بل پرنامه لیکل اعتبار نلري.

والله اعلم بالصواب

------------------------

 

وذهب الحنیفیة الی أن الترکة: هی کل ما یخلفه المیت من الأموال و الحقوق الثابتة مطلقا. (الموسوعة الفقیة : ج۱۱، ص۲۰۶، الفقرة ۳۷).

 

و کذا الحکم لوبنی یاذن شرکائه لنفسه لأنه مستعیر لحصتهم وللمعیر الرجوع متی شاء أما لوبنی باذنهم للشرکة فانه یرجع بحصة علیهم بلاشبهة. (شرح المجله سلیم باز: ۶۴۷).

 

ستل فی دارمشترکة بین جماعة بنی فیهابعضهم بناء لأنفسهم ... آه  الجواب حیث کانت قابلة للقسمة و ینتفع کل بنصیبه بعد القسمة فلبقیة الشرکاء ذلک ثم البناء حیث کانت بدون اذنهم ان وقع فی نصیب الباقین بعد قسمة الدار فبها ونعمت و الا هدم البناء کما فی التنویر وغیره. (تنقیح الحامدیة : ج۱،ص ۱۰۰، کتاب الشرکة).

ما اشتراه احدهم لنفسه یکون له یضمن حصة شرکائه من ثمنه اذا دفعه من المال المشترک. (الفتاوی الکاملیة : ص۵۰).

لا یعمل بالخط والختم وحد ه ما الا اذا کان سالما من شبهة التزویر و التصنیع. (المجلة : المادة ۱۷۳۶)

المجیب: مفتي عبدالولي                                                                           

  الجواب صحیح : مولوي محمد عمر خطابي

سرته