تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د تجویدد علم لاسته راوړل څومره اړین دی؟
 
  November 24, 2011
  0


د قرآئت (تجوید) د علم لاسته راوړل څومره اړین دی؟

قاری ذبیح الله ذهین د کابل څخه

لومړی برخه

د تجوید د علم لاسته راوړل :  د دې علم حاصلول او لاسته راوړل ډېر اړین او ضروري دئ ، ځکه چي تجوید د هر مسلمان ورور او خور لپاره په ورځ کی پنځه (۵) ځلي په پنځه (۵) وخته لمانځه کي په کار راځي ، نو د کوم شي چي په ورځ کي  پنځه ځلي ضرورت وي نو د هغه شي لاسته راوړل به څومره ضروري وي؟ معلومداره خبره ده چي ډېر زیات ضرورت یې سته چي باید هر څوک یې لاسته راوړنه خپل ضرورت وګڼي او حاصل یې کړي . لمونځ هغه عبادت دئ چي لومړی پر انسان باندي فرض سوئ دئ او د قیامت په ورځ به هم لومړۍ د لمانځه سوال د هر انسان څخه کیږي، نو که موږ لمونځ په صحیح ډول سره نه وي کړئ نو آیا و به کړای سو چي صحیح جواب ورکړو؟ د دې پوښتنی لپاره تجوید هغه ستره وسیله ده چي په لاسته رواړلو سره یی لمونځ په صحیح ډول سره تر سره کیږي، ځکه چي:

۱:  د قرآنکریم حروف به په سمه توګه سره اداء سي ( د مثال په ډول که چيری موږ یو توری په بل توري باندی واړوو نو د کلمې په ذات (معنی) او صفت (ښایست) کی یې څومره ډیر توپیر راځی لکه:

قُلْ معنی ووایه (اوس نو که چيری دا (ق) په (ک) سره بدل سی معنی ته یی وګورئ
کُلْ معنی وخوره ) تاسی فکر وکړئ! چي معنی څومره ډیر تغیر وکړئ، ویل په خوړلو باندي واوښتل او د کلمې په معنی کي مکمل بدلون رامنځته سو.
اَنْعَمْتَ عَلَیْهِمْ یعنی هغه کسان کوم چي الله جل جلاله انعام ورباندي کړئ دئ،
اَنْعَمْتُ عَلَیْهِمْ یعنی هغه کسان کوم چي نعوذ باالله ما انعام ورباندی کړئ دئ،

نو تاسي خپله فکر وکړئ چي د یوه حرکت یعنی زور په پیښ سره اړول دومره د کلمې معنی ته تغیر ورکوي چي انسان د کفر سره مخامخ کوي نو پدې کي څومره دقت باید وسي تر څو د دې ډول ګناهونو څخه ځان وساتو چي خدای مکړه د خدای جل جلاله د رضاء موندلو پر ځای د خدای د قهر او غضب تر لاسه نکړو. نو له دې څخه دا معلومه سوه چي د تجوید د علم لاسته راوړل تر هر څه مهم دى او هر څوک یې باید لاسته راوړل خپل مسولیت وګڼي تر څو هر حرف د خپل مخرج څخه په صحیح ډول ادا‌ء کړي او هر توري ته هغه خپل صفت ورکړي . الله جل جلاله په خپل کلام کي فرمایي : وَرَتّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِیْلَا  د دې آیت په ترجمه او تفسیر کي علماء کرام د تجوید علم ته اشاره کوي ، ځکه چي ترتیل د تجوید د علم د قرآنکریم د ویلو د درو (۳) مرتبو څخه یوه مرتبه ده:

 ۱: ترتیل ۲: تدویر ۳: حدر
چي په پورتنیو ټولو مرتبو کي د ترتیل مرتبه غوره او اعلی مرتبه ده چي قرآنکریم په پوره اطمنان، غور او ارامتیا سره ویل کیږي.

۲:  لمونځ به صحت په پیدا کړي او په ارامتیا سره به اداء سي ، ځکه په لمانځه کي د سورتونو او نورو عربي لفظونو په تجوید سره د اداء کولو پر مهال فکر او دقت کیږی تر څو صحیح اداء سي نو په دې کي ډېر وخت تیریږي او د لمانځه د تیز اداء کولو څخه ډډه کیږي ، د انسان ضمیر او وجدان انسان ته دا اجازه نه ورکوي تر څو لمونځ په سرعت سره وکړي.

۳: تر ټولو مهم دا چي د شیطاني وسوسو څخه به وژغورل سو، ځکه چي دا هغه عام مرض دی چي نن ورځ هر انسان په دې اخته دی او په لمانځه کي د شیطاني وسوسو سره مخ وي او په لمانځه هیڅ نه پوهیږي ، ټول فکر یې په دنیا کي وي . د تجوید په لاسته راوړلو سره به هر شخص په دې وتوانیږي چي په لمانځه کي د شیطاني وسواسو څخه وژغورل سي ، هغه څرنګه ؟  کوم وخت چي یو شخص تجوید ویلی وي نو دی په ډیر ارامتیا او اطمنان سره لمونځ کوي په خاطر د دې چي خدای مکړه کومه غلطي را څخه ونه سي او د قرآنکریم کوم حرف غلط اداء نکړم.

ښه ځیر سی! محترمو وروڼو او خویندو، کوم وخت چي څوک په لمانځه کي خپلو حروفو ته ځیر سي پدې حالت کي به لمونځ هم صحیح اداء سي ، د قرآنکریم توري به هم په تجوید سره اداء‌ سي ، د شیطاني وسوسو څخه به هم په امان سي ځکه چي د نوموړي شخص ټوله فکر د حروفو په اداینه کي دئ نو شیطاني وسواسې اثر نه پر کوي او په اخر کي الهي به رضا هم حاصله کړي. نو ددې څخه دا معلومه سوه چي د تجوید لاسته رواړل ډیر اړین دئ او په ډیرو حالاتو کي زموږ سره مرسته کوي.

۴:  د الله جل جلاله رضاء به حاصله کړو. کوم وخت چي یو څوک دا ستر الهی کتاب قرآنکریم بېله غلطې څخه په تجوید سره ووایي نو الهي رضا به خامخا حاصلوي.

غوښتنه:  په پای کي د ټولو محترمو وروڼو او خویندو څخه دا غوښتنه لرم چي دا قرآن الهی کتاب دی او پر موږ دا حق لري چي موږ یې باید په صحیح ډول سره زده کړو او د عمل جامې ور واغوندو . دا هغه ستر کتاب دی چي ددې په ویلو سره په زیاته بیا په تجوید سره ویل یې انسان ته خوشحالي ورکوی او د دنیا په هره چاره کي ورته کامیابي حاصلیږي. زه به په رقابت سره درته ووایم تاسی دا علم زده کړی او سهار تلاوت د قرآنکریم په تجوید او قرآت سره وکړی بیا وګورئ ، چي پر تاسو دا ورځ څومره په خوشحالۍ او کامیابۍ سره تېرېږي چي تاسو به یې هیڅ فکر هم نه وي کړئ . خدای جل جلاله دي و موږ ټولو ته د قرآني علومو د حاصلولو او دین ته د خدمت کولو توان او توفیق راکړي. آمین


تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته