تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت:خپلو قریبانو ته بلنه او د هغوی عکس العمل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 4, 2019
  0

نبوي سیرت (۶۷ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


او بيا د سورة الشعراء د (۲۱۴) نمبر آيات په نازلېدلو سره چي الله جل جلاله  فرمايي: (وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ)
يعني: اې محمّده!  صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله  د عذابه څخه ستا نژدې خپلوان و بېروه. 


نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  بني هاشم، بني عبدالمطلب او خپل قريبان په خپل کورکي سره را ټول کړه چي د مُطلِّب  بن عبد مناف د اولادې څخه هم څو نفره پکښي موجود وه او د ټولو نفرو شمير (۴۵) نفرو ته رسېدى، کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د خبرو کولو إراده وکړه د مخه تردې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  خبري شروع کړي ابولهب په خبرو شروع وکړه او ويل: يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم که تا موږ د دې دپاره را ټول کړي يو چي ستا د دين بيان راته وکړې نو خبري مه کوه موږ يې نه اورو او پوه سه چي ستا قوم د ټولو عربو قوت او طاقت نه لري، رسول الله صلی الله علیه وسلم  وليدل چي وخت او موقع د خبرو کولو دپاره نه دي مناسب نو چپ سو او څه يې و نه ويل، څو ورځي وروسته يې بيا خپل اقرباء سره را ټول کړه، مهماني يې ورته جوړه کړه، پسله عزته او احترامه، پسله خوړلو او څښلو رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خبرو شروع وکړه او وې فرمايل:

« الحمد لله أحمَدُهُ، وأستَعينُهُ، واُومِنُ بِهِ، وَأتَوَکّلُ عليهِ، وأشهدُ أن لا إله إلا الله وحده لاشريکَ لهُ«  او بيا يې و فرمايل: هيڅ رائد او قائد و خپل قوم ته درواغ نه وايي، زما دي قسم په هغه الله وي چي بېله ده څخه بل الله نسته چي زه و تاسي ته خاص رسول الله يم او نورو ټولو خلكو ته عام رسول الله يم، په والله تاسي داسي مرى لکه چي بيدېږى او بيا داسي را ژوندي کېږى لکه چي را ويښېږى او ستاسي سره ستاسي د عملو حساب کيږي او تر حساب وروسته يا ابدي جنت دى يا ابدي اور. 


ابوطالب و ويل: موږ ستا نصيحت واورېدى او ستا د خبرو پوره تصديق کوو او ستا سره مرسته او معاونت كول زموږ ډير خوښ دي، دغه حاضر نفر ستا د پلرو زامن دي او زه د دوى څخه يو نفر يم، خو زه تر دوى ټولو د مخه و هغه کار ته حاضر يم چي ستا خوښ وي، په هرڅه چي امر کړه سوى يې پر هغه اقدام وکړه په والله زه به هميشه ستا څخه دفاع کوم، خو دا بيا بله خبره ده چي زما زړه دا نه خوښوي چي د عبدالمطلب دين پريږدم. 


ابولهب و ويل: والله دا بد کار دى، د مخه تر دې چي نور خلك يې منعه کوي تاسي يې منعه کړی، ابوطالب و ويل: يا! والله ترڅو چي ژوندي يو د ده دفاع به کوو. 


او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اسلام او توحيد په باره کي خبري وکړې او هر يوه ته يې د هغه په نامه سره خطاب کاوه او وې فرمايل:

يا بني کعب بن لؤى! خپل ځانونه د اور څخه خلاص کړی،

يا بنى مُره بن کعب! خپل ځانونه د اور څخه خلاص کړی،

يا بني عبد شمس! خپل ځانونه د اور څخه خلاص کړى،

يا بني عبد مناف! خپل ځانونه د اور څخه خلاص کړى،

يا بني عبدالمطلب! خپل ځانونه د اور څخه خلاص کړی، 


و هر يوه ته يې د هغه په نامه سره جلا جلا  خطاب کاوه، حتّْی و خپلو عمه ګانو ته يې د هغو په نامه سره خطاب کاوه، ويل:

يا صفيه بنت عبدالمطلب! د الله د طرفه هيڅ نه سم در سره کولاى زه مو د الله جل جلاله  د عذابه څخه  نه سم خلاصولاى، خپل ځانونه په خپله خلاص کړی، يا فلان، يا فلان، هر يو په نامه يادوي، تر څو و خپلي لور حضرتِ فاطمه رضی الله عنها  ته يې و ويل:

يا فاطمه! د دنيا د مال څخه چي ستا خوښ وي هغه زما څخه وغواړه، مګر د الله جل جلاله  د عذاب څخه دي نه سم خلاصولاى، هر يو يې جلا جلا په خپل دين او اسلام خبر کړى او ټوله يې د الله جل جلاله  د عذابه څخه و بېرول، اوس نو د دغو اقرباوو څخه څوک و اسلام ته داخل سوه او څوک نه سوه داخل، د هغې جملې څخه چي په اسلام مشرفه سوه يوه هم صفيه بنت عبدالمطلب د رسول الله صلی الله علیه وسلم  عمه وه، چي د زبير بن العوام رضی الله عنه  مور ده او رسول الله صلی الله علیه وسلم نور هم په ښکاره سره و خپل دعوت او تبليغ ته دوام ورکړی، خو د قريشو عکس العمل د دغه دعوت په مقابل کي دا ؤ چي و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې شا ور وګرځول او د ده صلی الله علیه وسلم  دعوت يې نه قبلاوه او ويل يې: موږ هغه دين نه سو پرېښوولاى چي د پلرو او نيکه ګانو څخه را پاته دى او اوس زموږ د ژوند عادات او تقاليد ګرځېدلى دى.


 دلته نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  دوى و دې ته متوجه کړه چي تاسي بايد خپل فکرونه او عقلونه د تقليد او متابعت د قيد څخه آزاد کړى، د عقل او منطق څخه کار واخلى او ويل: دغه بتان چي تاسي د هغو عبادت کوى نه ګټه در رسولاى سي نه ضرر او دا چي ستاسي پلرو او نيکه ګانو د هغو عبادت کاوه دا عذر نه دى دا فقط ړوند تقليد دى، کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوى پر آلهه یا خدایانو عيبونه و ويل، ضعيفه او بې وسه يې وبلل او ويل: دا چي ستاسي پلرو او نيکه ګانو د هغو عبادت کاوه ستاسي پلرو د عقله څخه کار نه دى اخستى، دغه خبري پر کفارو ډيري درنې سوې، قريش ټول په قهر او غضب سوه اوس په لوړ آواز سره اوري چي وايي مشرکان او د بتانو عبادت کونکي ګمراه دي، دغه خبري لکه يوه صاعقه يا ټکه چي پر را ولوېدل، د مکې مکرمې په آرامه فضاء کي زلزلې شروع سوې، قريش سره يو ځاى سوه چي د دغه طوفاني انقلاب مخه ونيسي، بيريږي چي زموږ تقاليد او موروثات به د منځه ولاړ سي مګر اوس د داسي چا په مقابل کي چي په صادق الامين سره مشهوره دى څه وکړي؟ هغه داسي څوک دى چي د بشريت او ښو اخلاقو يو اعلْى مثال دى، د ده په مثل سره يې نه په خپل او نه د خپلو پلرو په عصر کي څوک ليدلى ؤ  اوس حيران پاته دي چي څه وکړي؟ 


نو قريشو سره و ويل: دا څوک دى چي محمّد صلی الله علیه وسلم  د هغه په قوت او ساتنه دومره قدرت پيدا کړی چي زموږ خدايان بې قدرته او عبث وبولي؟  


دا معلومه خبره وه: هغه څوک چي د محمّد صلی الله علیه وسلم  ساتنه او حفاظت يې کاوه هغه ابوطالب ؤ، قریشو پسله ډيرو مشورو بله لار نه کړه پيدا بيله دې څخه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اکا ابوطالب ته ورسي او د هغه څخه دا غوښتنه وکړي چي خپل وراره دي د دعوت دکاره څخه منعه کړه او ورته و وايي چي دغه د ده صلی الله علیه وسلم  دعوت چي وايي: خپل آلهه يا خدايان پريږدى او هغه و تاسي ته د نفعي يا ضرر رسولو قدرت نه لري، دا زموږ و خدايانو ته بد ويل او ښکنځل دي او په عين حال کي په دغو خبرو کي زموږ د پلرو  هغه چي پر دغه دين وه ګمراهي او نا پوهي هم بيانيږي. 


د قريشو دا فکر خوښ سو او ژر يې د هغه په عملي کولو شروع وکړه، د قريشو د اشرافو څخه يوه ډله و ابوطالب ته ورغله او ورته ويې ويل: يا ابا طالب! دغه ستا وراره زموږ آلهه په بده سره يادوي او زموږ دين غلط بولي، زموږ عقيده باطله بولي، زموږ پلرونه چي پر دغه دين وه ګمراهان بولي او موږ پوهيږو چي هغه ستا په ساتنه کي دى، يا دئ زموږ څخه منعه کړه چپ يې کړه چي زموږ خدايانو او دين ته بد نه وايي يا موږ او دئ سره پريږده ځکه ته هم دغه زموږ پر دين او د ده مخالف يې، ابوطالب د دوى ښه پوست او نرم جواب وکړى او دوى هم ځني ولاړل، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر هغه خپل حال ؤ د الله جل جلاله  د دين اظهار او بيان يې کاوه او خلك يې دعوتول، خو د قريشو څخه يې په ظاهري شکل د ده اکا ابوطالب او د عبدالمطلب اولاده ساتي. 

 

ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

سرته