تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ښځو مخ پټول د قران په رڼا کي (۲برخه)
 
  October 14, 2015
  0
 بسم الله الرحمن الرحیم

 

 

 

د قرآن مجید له نظره د ښځو د مخ پټولو ارزښت (دوهمه برخه)

 
کمپوز: د تعلیم الاسلام ویب پاڼي همکاران


 

 


(۱۳) دیارلسم تفسیر ابوسعید:
ای یغطین بها وجوههن و ابدانهن اذا برزن لداعیة من الدواعي.
ژباړه: ښځي چي د یو ضرورت لپاره دباندي وځي په چادري سره خپل بدنونه او مخونه پټوي.

(۱۴) څوارلسم تفسیر احکام القرآن :
په تفسیر احکام القرآن کي د سورت سباء تر وضاحت او د حجاب له دلائلو وروسته داسي لیکي:
في هذه الآية دلالة على أن المرأة الشابة مأمورة بستر وجها عن الأجنبيين. (احکام القرآن جلد ۳، مخ  ۳۷۲) 
ژباړه :دا ایت پر دې خبره دلالت کوي چي ښځي ته له پردیو خلګو د مخ پټولو امر سوی دی.

(۱۵) پنځلسم تفسیر الرحمن :
یدنین او یقربن تقریب تغطیة علیهن ای علی وجوههن و ابداهن شیئاً من بیبهن. (تفسیر تفسیرالرحمن جلد ۲،مخ ۱۶۴)
ژباړه : ښځي دي په داسي ډول دباندي ووځي چي د چادري یوه برخه یی پربدن او مخ اچولې وي.

(۱۶) شپاړسم تفسیر مظهري :
قال ابن عباس رضي الله عنه و ابوعبیدة امر نساء المؤمنین ان یغطین رؤسهن ووجوههن باالجلابیب الاعیناًواحداً.(تفسیر مظهر جلد ۷،مخ ۳۸۴) 
ژباړه : رئیس المفسرین حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنه او عبیدة السلماني رحمه الله فرمایلي دي : د مسلمانانو مېرمني په دې امر سوي دي چي له یوې سترګي پرته خپل مخونه او سرونه په لوی ټوکر (چادري) پټ کړي.

(۱۷): اوولسم تفسیر روح البیان: 
والمعنی یغطین بها وجوههن وابدانهن وقت خروجهن من بیوتهن لحاجة ولا یخرجن مکشوفات الوجوه والابدان.(تفسیر روح البیان جلد ۷،مخ ۲۴۰)
ژباړه: د ایت معنی دا ده چي ښځي به مخونه اوبدنونه هغه مهال چي د یو کار لپاره وځي په چادري سره پټوي ، لڅ مخونه او بدنونه به دباندي نه وځي .

(۱۸) اتلسم تفسیر اضواء البیان :
وبالجملة فان المنصف یعلم انه یبعد کل البعد ان یاذن الشارع للنساء في الکشف عن الوجه امام الاجانب مع ان الوجه هو اصل الجمال.(تفسیر اضواء البیان جلد ۶،مخ ۶۰۲)
ژباړه: خلاصه دا چي انصاف لرونکي کس پوهیږي چي دا ډیره لیري خبره ده چي شریعت دي ښځو ته اجازه ورکړي تر څو پردیو خلګو ته مخ ښکاره کړي ځکه اصلي ښکلا (ښائیست)په مخ کي ده .

(۱۹) نولسم تفسیر صفوة التفاسیر: 
بانه (عبیدة) غطي وجهه وراسه وابرز عینه الیسری. (تفسیر صفوة التفاسیر مخ ۱۲۲)
ژباړه : عبیده رحمه الله د تمثیل په ډول خپل مخ او سر پټ کړ چپه سترګه یی ښکاره کړه (ترڅو حجاب ښه توضیح سي).

(۲۰) شلم تاج التفاسیر:
 ای یرخین علی وجههن وسائر اجسادهن ما یستر من الملات والثوب الساتر . (تاج الفاسیر، جلد ۳، مخ ۹۳)
ژباړه : ښځي دي په لوی او پټوونکو جامو خپل مخان او ټول بدن پټ کړي.

(۲۱) یوویشتم تفسیر روح المعاني : 
والظاهر ان المراد بعلیهن علی جمیع اجسادهن . (تفسیر روح المعاني سورت احزاب تفسیر ایه۵۹)
ژباړه: د (علیهن من جلابیهن ) څخه د ټول بدن پټول مراد دي . 

یادونه : ددغه لوی مفسر له تفسیر څخه معلوميږي چي د ښځي بدن دمخ په شمول هرو مرو باید پټ سي ، دا خبره په نورو تفسیرو کي هم موجوده ده.

(۲۲) دوه ویشتم تفسیر القرآن باالقرآن :
 وان یرسلنها حتی تکسو اجسامهن الی موقع اقدامههن.  (تفسیر قرآن باالقرآن تفسیر سورت احزاب ایه ۵۹)
ژباړه: مسلماني مېرمني دي پر خپلو بدنو داسي واچوي تر څو پښو ته ورسیږي.
 
(۲۳) درویشتم تفسیر واحدي:
قال المفسرون یغطین وجوهه و روسهن الا عیناً واحداً. (تفسیر واحدي، سورة احزاب: ۵۹)
ژباړه: مفسرینو ویلي دي: ښځي دي خپل مخونه او سرونه له یوې سترګي پرته پټ کړي.

(۲۴): څلورم ویشتم تفسیر قرطبي :
فقال ابن عباس وعبیدة السلماني ذالک ان تلویه المراءة حتی لایظهرمنها الاعیناً واحدة تبصربها. (تفسیر قرطبي مخ ‍۱۴۹۰/۲۴۳)
ژباړه: رئیس المفسرین عبدالله ابن عباس رضي الله عنهما او عبیدة السلماني رحمه الله ویلي دي: د حجاب اغوستلو  طرز  دا دی ، ښځه دي ځان داسي پکښي وپېچي چي له یوې سترګي (چي لیدل کوي ) پرته نوره ټوله پټه وي .

یادونه: که فرضاً د مختلفونسخو او چاپ په وجه د یادو سو تفسیرو په صفحو کي تغیر راغلی نو لطفاً د سورت احزاب (۵۹) ایات تفسیر مطالعه کړئ . 

داد مفسیرنو اتحاد (یوالی ) وو چي د عبدالله ابن عباس رضي الله علیه  څخه نیولې تر تفسیر کابلي پوري ټولو ومسلمانانو مېرمنو د مخ پر پټولو درلود هیڅ جزئې اختلاف پکښي موجود نه وو.

هغه کسان چي دې حقیقته انکار کوي یا د عورت او حجا ب تر منځ فرق نسي کولی خالي د فقهاو په هغه استثناء خبر دي چي د لمانځه په اړه یی کړي ده .مخکي مو یادونه وکړه چي د حجاب فرضیت د لمانځه له فرضیت څخه شپږ نیم کاله فاصله لري.

بیت : هرچه بګند دنمک ميزنند     وای از آنروزیکه ګند دنمک 

دا کسان داسي فکر کوي ګواکي د حجاب پرېښودل د مستحب کار پرېښودل دي ، یا يې سطحي رسالې کتلي دي او پکښي لوستلي یی دي چي د اسلام په لومړي سر کي ښځو د پردیو خلګو سره بې له  حجابه خبري کولې ، دا ډله دومره بې علمه او ناپوه ده چي په دې نه دي خبر چي دا هر څه د حجاب تر فرضیت مخکي وه کله چي حجاب فرض سو نو حضرت عبدالله بن ام مکتوم رضي الله عنه (چي په سترګو ړوند) وو له کتو څخه هم منع راغله (مسلماني ښځي دي نه ورته ګوري )، چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم بي بي ګانو ته لا دا حکم سوی دی  هغه عظمت ، سپېڅلتیا او مرتبې چي بې بې ګانو درلودلې ، قرآن شریف یی په کور کي نازل کیدی ، او دا اوسنۍ ښځي چي په بدترین وخت کي ژوند کوي څنګه به مخ نه پټوي. څنګه به تر هغو سرلوړي وي؟!

بیت : از خدا خواهم تو فیق ادب         بې آدب محروم ماند از فضل رب

یادا کسان داسي خلګ دي چي اصلاً دیني ارزښتونو ته هیڅ اهمیت نه ورکوي ، یا دکسان غیري اسلامي موډ داسي ړانده کړي دي چي دین دخپل نفسي غوښتنو سره سم غواړي او په هر ه حیله فریب چي وي غواړي ښځي د خپلو نندارو لپاره عامو سړکانو او بازارونو ته راوباسي ، داروپا او امریکا غوندي یی په سیل او تماشا وګرځوي . 

ددې لیکني لوړمړۍ برخه: دلته کلیک کړئ
------------------------------
ماخذ: د قرآن مجید له نظره د ښځو د مخ پټولو ارزښت (سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه)
مؤلف: مولانا ابوالاسفار علی البلخي رحمة الله علیه
ژباړه: مولوي احمد الله ابوالبدر
 
ورپسې لیکني:
د ښځو مخ پټول د احادیثو په رڼا کي (دلته کلیک وکړئ)
د ښځو مخ پټول د څلورو مذاهبو له نظره
د ښځو د مخ لڅولو مسئله څوک رامنځ ته کوي؟
د ښځو د حجاب په اړه ګټور بیانونه او لیکني
له کور څخه د ښځي د وتلو شرطونه 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته