تازه سرليکونه
د (زه ولي مسلمان سوم؟) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ادیانو پروفیسره څنګه مسلمانه سوه؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 10, 2018
  0

ژباړه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د امریکا په شیکاګو ایالت کي یوه پوخ سینه ښځه چي دوکتور انجیل نومیږي د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په میاشت کي اسلام قبول کړی. 

 

دوکتور انجیل په ادیانو او مذاهبو کي د پروفیسرۍ (Phd) تر کچي تعلیم کړی دی او ترڅنګ يې په الیکترونیکي انجینرۍ کي ماسټري او په رواني ناروغیو کي عالي تحصیلات کړي دي. 

 

نوموړې د نړۍ تر اکثریت ښځو زیاته سواد داره ده، کله چي پوښتنه ور څخه وسوه چي ولي تاسو مسجد ته راغلاست؟ په جواب کي یې وویل:

 

" زه غواړم اسلام قبول کړم، او د اسلام قبلولو وجه مي دا ده چي د قران حقیقت راته روښانه سو او په  بایبل کي د ډيرو اختلافاتو او غلطیو شتون او همدارنګه دا چي عیسویان عیسی علیه السلام تر خدای مخکي کوي او داسي عبادت یې کوي لکه د الله. حال دا چي هیڅ انسان د الله څخه فوق نه سي کیدلای. د عیسویت دغه عقیده هیڅکله ما ته معقوله نه معلومیدل او زما زړه نه قبلول.

 

 ما په حقیقت پسي پلټنه کول او بیله اسلامه بل هیڅ دین او مذهب راته دومره صحیح نه سو محسوس. او د قرانکریم خوا ته ځکه راجلب سوم چي دا د الله هغه اصلي حقیقي کلام دی."

 

نوموړي پروفیسري د شیکاګو په یوه مشهور مسجد کي د ماښام تر لمانځه وروسته د شهادت کلمه وویل او د اسلام او مسلمانانو پراخي نړۍ ته داخله سوه.

 

الله پاک دي موږ ټولو مسلمانانو ته پر دین د استقامت توفیق راکړي، موږ باید کوښښ وکړو چي د قرانکریم عظمت وپیژنو، ترجمه او تفسیر یې ووایو، تر نورو یې پیغام ورسو او پر خپل ایمان شکر وکړو.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته