تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سيرت:عَامُ الحُزنِ - يا د غم کال
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 4, 2020
  0

نبوي سیرت (۹۸ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


عَامُ الحُزنِ -  يا د غم کال

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  بيا هم د هغو آزارو اوتکاليفو سره سره و توحيد او الْهي دين ته دعوت کوي ترڅو چي دوې لوىي او ډيري مهمې واقعې پيښي سوې، داسي واقعې چي پر دعوت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر ژوند يې تاثير وکړى. 

 

اول: د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مهربانه، خواخوږي او حمايه کونکي اکا ابوطالب وفات.

 

دوهم: د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مهربانه او غم شريکي زوجې حضرت خديجې رضی الله عنها  وفات، چي اوس به دغه دوې واقعې په تفصيل سره درته بيان سي.

 

د ابوطالب مرض نور هم شديد سو ترڅو چي د وفات ورځ يې را و رسېدل، د ابوطالب وفات د بعثت د لسم کال د رجب په مياشت کي ؤ او شپږ مياشتي وروسته ترهغه وفات سو چي د قريشو د طرفه بنديز او انحصار پاى ته ورسېدى او څوک وايي: 


د دغه کال د رمضان په مياشت کي وفات سو، هغه ابوطالب وفات سو چي د قريشو د آزارو او تکاليفو څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ساتونکى او حمايه کونکى ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ده په وفات ډير غمجن او تراندازې زيات خواشينى سو، ځکه ابوطالب هغه اکا ؤ چي  رسول الله صلی الله علیه وسلم  يې کوچنئ لوى کړى ؤ او و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د عبدالمطلب تر وفات وروسته د پلار په درجه کي ؤ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  عمر اته کاله ؤ چي تربيه يې د ابوطالب پرغاړه سوه، سره د دې چي ابوطالب ايمان نه را وړى خو بيا هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  لوى مرسته کونکى او حمايه کونکى ؤ، موږ وليدل چي د مقاطعې په وخت کي يې څومره مرسته او فدا  کاري وکړه، که نه يواځي مسلمانانو ته د دې مشکل سره مقابله كول ډيره سخته تمامېده، که څه هم ابوطالب د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر دين نه ؤ مګر بيا هم د خپل وراره د مرستي او قوت عُمده مرکز دئ ؤ، کوم وخت چي ابوطالب  ته مرګ  حاضر سو او د زکندن په حالت کي ؤ رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته ناست ؤ، ابوجهل ته خبر ورغلى چي ابوطالب د مرګ  په حالت کي دى، نو دئ او عبدالله بن ابي اميه په تلوار ورغله، د ورتګ اجازه يې وغوښتل، اجازه ورکول سوه، په ابوطالب کي  روح پاته دى رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته ناست دى او ورته وايي اې اکا د (لا الْه الا الله) کلمه و وايه، فقط يوه کلمه! کولاى سم چي د دغي کلمې په سبب د قيامت په ورځ ستا شفاعت وکړم. 

 

ابوجهل ويل: يا ابا طالب! د عبدالمطلب د دينه څخه اوړې؟ که دي دغه کلمه و ويل ستا اولادې ته به تر ابده پېغور ورکول کيږي، ابوجهل شيطان همېشه د اسلام مخ نيوى کوي او نه غواړي چي څوک مسلمان سي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  کوښښ کاوه چي ابوطالب ايمان را وړي او ابوجهل پرله پسې منعه کاوه، ابوطالب متردِد او په شک کي دى چي د توحيد کلمه و  وايي که يا؟ خو ابوجهل او عبدالله بن ابي اميه ورته جوړېدلي دي ترڅو د ابوطالب آخري خبره دا سوه چي ويل: علْى ملة عبدالمطلب، يعني: د عبدالمطلب پر دين يم او وفات سو، ايمان يې نه را وړى او په دغه بيا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  غم نور هم ډېر سو ځکه ايمان ته نژدې سوى ؤ مګر مسلمان نه سو،  حال دا چي دئ تر ټولو خلكو و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته نژدې دوست ؤ او تر هر چا يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دفاع زياته کړې وه، بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: ترڅو چي منعه سوى نه يم د مغفرت طلب به درته کوم، يعني: که مي الله عزوجل  منعه نه کړي زه به ستا دپاره عفوه او بخښنه غواړم، د دغه موضوع په باره کي الله جل جلاله   فرمايي:


مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَن يَسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُوا أُولِي قُرْبَىٰ مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ ﴿التوبة: ١١٣﴾
يعني: نبي او هغو کسانو ته چي ايمان يې راوړى دى نه ښايي او نه لائق دي چي د مشرکانو دپاره مغفرت و غواړي که څه هم دغه مشرکان د دوى سره خپلوي ولري، دا څه وخت نه دي ورته روا؟ وروسته تر هغه چي و دوى ته ښکاره سي چي بې شکه دوى د دوږخ اهل دي (يعني پر کفر مړه سي). 

 

وروڼو! کوم وخت چي مومنانو خپل ځانونه او مالونه پر الله جل جلاله   خرڅ کړي دي، نو دا کار هم ور سره حتمي او ضروري دى چي خپل ځانونه بل د هر چا څخه را ټول کړي او يواځي يې  و رب عزوجل  ته وسپاري د (اَعداءُ الله) سره يعني: د هغه چا سره چي د الله جل جلاله  سره د هغو دښمني او دوږخي توب معلوم سوى وي خپله د دوستيو او مهربانيو سِلسِله وشکوي، که څه هم دغه د الله دښمنان د ده مور او خور، پلار او بادار، نيکه او انا، اکا او تُربُر او نور خاص خپلوان وي، ځکه هر هغه څوک چي د الله دښمن او د خپل رب څخه سرکښه وي هيڅکله د مومن دوست او خپل کېدلاى نه سي، نو د هر هغه چا په باره کي چي داسي معلومات حاصل سي چي په يقيني ډول سره دوږخي دى د دوى دپاره د بخښني او مغفرت غوښتنه منعه ده. 

 

 اوس نو دغه د کفر او دوږخي توب معلومات که په وحيو سره وي، يا هغه څوک په ښکاره سره پر کفر او شرک مړ سي د دوى دپاره د بخښني او مغفرت غوښتنه منعه ده.


او بيا هم د دغه موضوع په باره کي د الله عزوجل  دا قول نازل سو چي فرمايي:


إِنَّكَ لَا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَن يَشَاءُ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ ﴿القصص: ٥٦﴾
 يعني: يا محمّد! صلی الله علیه وسلم  بېشکه ته هغه څوک پرسمه لار نه سې برابرولاى چي ستا خوښ وي، بلکه الله عزوجل  و هغه چا ته  سمه لار ښيي چي د هغه د هدايت إراده و فرمايي. 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

 

سرته