تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حجاب د نوي ساینس له نظره
 
  November 9, 2016
  0

 بسم الله الرحمن الرحیم

د حجاب اړوند نوې ساينسي څېړنې او حقايق

رالېږونکی: عبدالغفار جبیر
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

د ټول بدن (۴۰-۶۰٪) پوري تودوخه یواځي په سر کي شتون لري نو هغه څوک چي سر ئې پټ وي په یخه هوا کي (۵۰٪) د خپل بدن تودوخه ساتي نسبت وهغه چاته چي سر ئې لوڅ وي، اسلامي او چینایي طب په یوه لیکنه (In the Hua Di Nei Jing) یعني 
The Yellow Emperor's Classic of Internal Medicine په اوس مهال کي دا ثابته کړې ده چي د باد حرکت او خوځښت په بدن کي ډېر بدلونونه راولې، چي لوی تاوان ئې دا دی چي د بدن موازنه سره ویجاړه وي او درنې پایلې لري چي د روغتیا لپاره ډېرخطرناکه دي او که چیري حجاب وي نو بیا دا بدي اغیزې نسته.

اوسنې ساینس پوهانو دا هم ثابته کړې ده چي عام زکام او نزله د باد له کبله پیدا کیږي دا ځکه چي باد بدن وهي او په نتیجه کي لومړی نورږي چي بیا کله په زکام، نزلې او کله بیا هم دا کړاوونه دایمي سي مګر که حجاب وي نو ددې ټولو مشکلاتو څخه بیا خلاصون ډېرآسانه دی.

په (الجوازيه) کي پر دې ډېر بحث سوی دی او ساینس پوهان وایي چی پر انسان باندي اور، اوبه، هوا او خاوره څومره اغیزې لري، او موږ (ساینس پوهان) و ټولو خلکو ته دا مشوره ورکوو چي باید خپل ځان د باد، شمال، وږمې، دوړو او یخنې څخه وژغورې چي ډېر بد عواقب لري او و روغتیا ته پوره تکان ورکوي. 

او حجاب ددې ټولو ناخوالو یواځنې مفت او وړیا طبعي علاج دی. (الحکمة الحجاب فی العلوم العصریه)

د اعصابو يو مشهور متخصص ډاکټر (وي جي روسين )(V.G. Rocine) په خپلو څېړنو کي ليکي:

په ګرمو سیمو کي او په ګرم موسم کي د سر پټول د روغتیا لپاره شرط دی دا ځکه چي د ماغزو  فاسفورس په (۱۰۸) درجو کي د حرارت ویلې کیږی او که یو څوک و لمر ته لوڅ سر ګرځي په ډېره لږه موده کي د سر د حرارت درجه و  (۱۰۸) درجو ته رسیږي چي په نتیجه کي و ماغزو ته سخت تاوان رسیږي، حافظه خپله جنازه کوي، د ماغ کار پرېږدي، د اعصابو رګونه چوې چي د مرګ ليونتوب او ناوړو پایلو سبب ګرځي چي بیائې درملنه ناشونې ده او که سر پټ وي نو بیا ددې ټولو مرګانی پیښو څخه هرڅوک ژغورل کیږي.

پروفيسر برنارډ جنسن (Bernard Jensen) په خپله طبعي درملنه کي داسې ليکې:
اعصاب او ماغزه ټول په مینرالي فاسفورس پوري تړاو لري چي دا فاسفورس ډېر  ژر د ګرمۍ له کبله اغیزمن کیږي او اعصاب ورسره فلج کیږي دا په هغه وخت کي چي کله سر پټ نه وي اوهوا ګرمه وي.

پروفيسر جي وې سټار(G.V. Star) وايې:
که غواړي چي خپله غذا د زهرو څخه وژغوری نو د خوراک د اماده کولو او  پخولو پرمهال ورېښتیان پټ کړی تر څو ورېښتیان ور ونه لویږی او که چیري حجاب وي او سر پټ وي نو بیا ددې خطره نه پیدا کیږي چي ورېښتیان دي وغذا ته ولاړسي او د ناوړو ناروغیو سبب دي وګرځي.

ډاکټر ايم۔ جوزف (M. Josef) وايې:
لکه څرنګه چي د نړۍ تودوخه ورځ په ورځ زیاتیږي، شین کوریزه غازونه د اوزون برخه ورځ په ورځ خرابوي، او د لمر زهرجینې وړانګې ومځکې ته ځان رارسوي نو د ملګرو ملتو (UN) له لارې باید و هر چاته دا امر وسي چي سر پټ کړي او که امکان وي نو سر او د ملاتير دي هم تر کالو څخه په ښه رخت پټ کړي که نه!!! نو داسي وخت به راورسیږي چي انسانان به مړه کیږي او څوک به نه په پوهیږي، خلک به لېونیان کیږي او ډاکتران به نه په پوهیږي چي دا ټول ددې زهرجینو شعاوو اغیزې دي؛ نو زما مشوره داده چي ملګرې ملتونه باید په خپل منشور کي و دې ته پام وکړي او نړېواله روغتیایي سازمانونه (WHO) هم باید په دې فاجعه خبر سي او پوره ونډه پکښې واخلې ترڅو د مځکې د کُرې د مخ زیات انسانان  له لاسه ورنه کړو. (International Health Canter and Service G. T)

الحمدلله ! اسلام څومره ښه دین دی، چي ۱۴ پېړې وروسته عقلاً خلک و دې ته هڅول کیږي چي حجاب وکړي او که نه! نو د بدمرغیو په زانګو کي به وزانګي او ددې دنیا د ژوند څخه به بې لاسو لنډ او بې برخې سي.

لوی څښتن تعالی جل جلاله په هرشي کي یو حکمت نغښتی دی او هغه دا چي اوسني ساینس پوهانو دا تجربه کړې ده چي د نه حجاب کولو څخه سرطان پیدا کیږي چي په دې ښځو کي (۱۳) په سلو کي د پوستکي سرطان د نه حجاب له کبله سره دی که د یو چا سره دا سوال پیدا سي چي ولې نارینه د پوستکي په سرطان نه اخته کیږي؟؟؟ نو ځواب ئې خپله طب ورکړی دی او هغه دا چي د نر او د ښځي د پوستکي په جوړښت کي ډېر توپیر سته چي دا بيله موضوع ده.

د يوه نړيوال روغتيا پال (ډاکټر) په وینا:
چي د اروپا هر شخص (۳۰) واړه زخمونه لري چي دا د لمر د شعاوو له کبله څخه دي چي دا واړه زخمونه اکثره وخت په سرطان بدلیږي، همدغه ډاکټر پخپله یوه اوږده لیکنه کي زیاتوي، چي د لمر حرارت د انسان دفاعي نظام کمزوری کوي او و لمر ته بربنډ ګرځېدل دومره خطرناک دي چي لکه یو څوک چي په یوه بنده کوټه کي قلف کړل سي او بیا سګریټ ورته ولګول سي نو په داسي حالت کي دا څومره خطرناکه عمل او ناوړه پایلې لري او حجاب د ښځو لپاره په ځانګړې ډول سره یوه طبعي طبي طریقه ده، د لمر ددې شعاوو له کبله په ځانګړې ډول سره پرغاړه او مخ د سرطان داغونه چي کله دومره واړه داغونه وي چي په سترګو نه معلومیږي  او که ئې ژر درملنه ونسي نوضرور به د مرګ سبب ګرځي چي د داسي سرطان ډېرې پېښې موږ ثبت کړي دي او دا سرطان د نارینه و په نسبت په ښځو کي زښته ډېر دی دا ځکه چي ښځي نسبت و نارینه وته زیاتې بربنډې دي.

د داسي سرطان یوقسم داسي دی چي اکثره ددې ښکار ښځي دي چي لوڅي او برنبډي ګرځي  او یا هم نازکي جامې ئې په تن وي چي پر بدن ئې ددې کوچنیو زخمونو له کبله خارش پیدا کیږي چي د وخت په تېرېدو سره بیا دا زخمونه غټیږي وینه ورڅخه بهیږي او نتیجه ورڅخه دا راځي چي درملنه ئې ناشونې سي چي خپله ومرګ ته ښه راغلاست ویل دي او ددې شخص د ژوند شیبې  ختمی سي.

ددې سرطان یو بل شکل داسي دی چي د غنمو د دانو په بڼه سره دانې پر سر، شونډانو، غوږو او پر لاسونو باندي راښکاره کیږي او کله چي ددې دانو سره د لمر شعاوې نوري هم په تماس کي سي نو دا وهلاکت ته نوره بلنه ده چي  په برتانیه کي هر کال د داسي سرطان څخه (۲۶۰۰) کسان خپل ژوند د لاسه ورکوي چي همدا تعداد ورځ په ورځ مخ په زیاتېدودي. (ازادې نسوان دهوکه یا حقیقت)

هغه ښځي چي حجاب کوي د خولې او پزې د ډېرو ناروغیو څخه د ژغولو په جال کي دي دا ناروغۍ د بېلګې په ډول سره نزله، زکام، سارس، انفلونزا او داسي نورې سارې ناروغۍ دي چي حجاب علاوه ددې څخه ورېښتېان هم د هر ډول ناروغیو څخه ژغوري  د وریښتیانو ناروغۍ  لکه درځ کول، ماتېدل، رژېدل، رنګ له لاسه ورکول، او داسي نور..... دا ځکه چي حجاب ورېښتیان د ګرد، غبار، دوړو، ګرمۍ او یخنۍ څخه ساتي نو موږ روغتیا پالان وټول خلکو ته دا توصیه کوو چي کله د باندي وځی نو بدن مو باید پټ کړی، که نه نو د داسي آفت ښکار به سي چي علاج به ئې ناشونی وي، او بله دا چي ګرد، غبار، دوړې، او د لمر شعاوې پر مخ  دانې پیل کوي، او بیا هغو ته وده ورکوي چي په دې سره د انسان ښکلا له منځه ځي او دا موږ ته ښه معلومه ده چي د حجاب کوونکو ښځواو د نه حجاب کوونکو ښځو ترمینځ توپیر د مځکې اوآسمان په شان شتون لري. (حجاب اور جدید ریسرچ)

د برتانې د سترګو متخصص ډاکټر جان مارشل وايي:
ډاکټر جان مارشل چي د برتانې د سترګو د ناروغیومتخصص او په (University of Technology) کي پروفیسرهم دی وایې: د چا چي سر پټ وي نسبت وهغه چاته چي سر يې لوڅ وي ډیر لږ د سترګو د ناروغیو سره لاس او ګرېوان وي.


د پوستکې يو متخصص ډاکټرمتی، ايم نايس وايې:
د ورېښتیانو لپاره د لمرشعاوې چټلي او هغه اوبه چي کلورین پکښې زیات وي زیات مضري دي چي دا پورته عوامل وریښتیان د نرموالې څخه کلکوالې ته بدلوي، ځلا یې ورختموي  ښایست ئې له مینځه وړي، ماتوي ئې او درځونه پکښې پیدا کوي او بل دا چي وریښتیان همواره نه ساتي چي ددې ټولو لپاره بهترېن قدرتي آسانه درملنه حجاب دي.

د (British General Medical) په اسنادوکي چي خپاره سوي دي راغلي دي چي د  برتانیې په هغو ښځو کي چي کار کوي د (V-Daises) د وباء په شان خپرېږي په ځانګړې ډول سره د سینې سرطان مخ په وړاندې ځي چي د همدې ناورین د کنترولولو په موخه دوی مختلف قسم ورزشونه او لوبي هم کوي رنګارنګ کریمونه او درمل هم ورسره استعمالوي چي دا هر څه بیا هم تسلي نسي راوستلای او دا ټول د ښځې د بدن د پوره نه پوټوالې پایلې دي.

د سر د نه پوټولو په صورت کي اعصابي تکان، د سر درد، د سترګود دید کمزورتیا او د بدن عمومی دفاعی نظام کمزورې کیږي ددې څخه علاوه په (۵۰)  کالو کي په ځانګړي ډول سره په لویدیځ کي چي ښځه د یوې رقاصې په ډول سره و ټولنې ته معرفی سوې ده خپله حیا او عزت ئې غورځولې ده  پر ټوله نړۍ ئې د اخلاقې فساد جال غوړولې او اوس ئې عواقب ډېر دردناکه، خطرناکه او بې علاجه دي او ځینی خو ئې لا داسي دي چي مهلک او نه کنترول کېدونکې دي.

د امريکا د مشی ګن يو پروفيسر د ښځو پر لباس باندي څېړنې کړې دي ا و داسي ليکي:
که چیري د ښځي بدن پټ نه وي او یا ئې پایجامه تر بجلکو کښته نه وي نو د ښځې ښځینه هورمونونه کمیږي و هغو ته نقصان رسیږي او یا هم دا هورمونونه ډېریږي چي په نتیجه کي (Vaginal Inflammation) یعنی د مهبل التهاب، (Back ache) یعني  د ملا درد، اعصابی نیمګړتیاوې او کمزورېانې ښکاره کیږي. د(Mount S. Medical Center New York) 

 د پوستکي يو متخصص ډاکټر (رونالډشرمن، ايم۔ ډي) وايې:
د لمر زهرجیني شعاوي چي کله پر مخ لویږي نو د مخ پوستکي ګونجې ګونجې کوي او ددې څخه علاوه د پوستکي د سرطان زیات امکان سته دا په ځانګړې ډول سره په ښځو کي او دا د دوی لپاره ښه مشوره ده چي مخ پټي استعمال کي ترڅو د مخ ښکلا ئې له مینځه ولاړه نسي.

د لمر د شعاوو له کبله د ښځو پوستکي  تورېږي سختیږي چي بیا دا پوستکي د یخنۍ په موسم کي پرې کیږي چوي او د ډول ډول د پوستکو د ناروغیو ښکار کیږي  البته حجاب پوستکي نرم ساتي چي ددې ټولو ناخوالو لپاره ښه علاج دي.

د حجاب په هکله د نوي ساينس پرېکړي:

۱:  که چیري د لمر شعاوې پر پوستکي په مسلسل ډول سره ولوېږي نو پوستکي توریږي.
۲:  که چیري د لمر بنفشي شعاوې (UV) پر سترګو او پوستکي باندې ولویږي نو دا د پوستکي د ګونجو سبب ګرځي او پاته دي نه وي چي سترګې هم ډېرې کمزوري کيږ ي.
۳:  د لمرشعاوې پوستکي  لیکې  لیکې کوي او ښکلا ئې له مینځه وړي.
۴: کله چي ښځه حجاب نه کوي نو د لمر زیاتې شعاوې ئې و بدن ته داخلیږي چي د ښځې داخلي نظام سره خرابوي او په عادي حالت کي ئې بدلون راولي.
۵: کله چي د لمر وړانګې په مسلسل ډول سره په ځانګړي ډول سره د مخ پر پوستکي نښلي نو پوستکي ورسره چوي.
۶:  کله چي د لمر وړانګې پر پوستکي نښلي نو د پوستکي نرې رګونه په پوره ډول سره اغیزمن کوي.
۷:  د لمر بنفشي وړانګې (UV) د پوستکي سره په تماس کیدوسره د پوستکي د سرطان سبب ګرځي.
۸:  د لمر د وړانګو له کبله د بدن د مدافعې جحاز کمزوری کیږي او حتی کله هم ختمیږي.
۹: د نویو څیړنو په پایلو کي دا جوته سوې ده چي د لمر وړانګې د ورېښتیانو وده کموي او د ورېښتیانو رنګ له مینځه وړي.
 
(Woman and Modern Science)
(المراءة والحجاب)
-----------------------------------------
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
یادونه: ددې مقالې نقلول دتعلیم الاسلام ویب پاڼي د نوم په یادولو جواز لري.
 
زیاتوني:
 
 
Ultraviolet Radiation
The center of this confusion is the sun's ultraviolet A (long-wave) and ultraviolet B (shortwave) rays. Both UVA and UVB, however, penetrate the atmosphere and play an important role in conditions such as premature skin aging, eye damage (including cataracts), and skin cancers. They also suppress the immune system, reducing your ability to fight off these and other maladies.
 
UV Radiation and Skin Cancer
By damaging the skin's cellular DNA, excessive UV radiation produces genetic mutations that can lead to skin cancer. Both the U.S. Department of Health and Human Services and the World Health Organization have identified UV as a proven human carcinogen. UV radiation is considered the main cause of nonmelanoma skin cancers (NMSC), including basal cell carcinoma (BCC) and squamous cell carcinoma (SCC). These cancers strike more than a million and more than 250,000 Americans, respectively, each year. Many experts believe that, especially for fair-skinned people, UV radiation also frequently plays a key role in melanoma, the deadliest form of skin cancer, which kills more than 8,000 Americans each year.
 
(Melanoma ( the most serious type of skin cancer 
One person dies of melanoma every hour (every 57 minutes).2 
Melanoma appears to have a stronger overall impact on women than men, according to a new .report. With some modification from Skin Cancer Foundation
 
People who get a lot of exposure to ultraviolet (UV) rays are at greater risk for skin cancer.Sunlight is the main source of UV rays, but you don’t have to avoid the sun completely

Whenever possible, it’s better to get vitamin D from your diet or vitamin supplements rather than from sun exposure because dietary sources and vitamin supplements do not increase skin cancer risk, and are typically more reliable ways to get the amount you need.
 

 د حجاب اړوند نوري لیکني: حجاب 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته