تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د صلاة حاجت طریقه څنګه ده؟
 
  October 8, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۱۶۳)

نوم: نور الباري

د اوسېدو ځاى: (کندهار افغانستان)

سوال : که د صلوة حاجت فضائل او طریقه راته وښیاست؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

د صلوة حاجت لمونځ د نورو نفلي لمنځونو په شان دی، دوه رکعته نفلي لمونځ د خپل حاجت د پوره کېدو په نیت وکړه ، وروسته د الله جل جلاله څخه په خپله پښتو ژبه  د خپل حاجت غوښتنه وکړه  او که کولای سي نو بیا لاندي دعا ووایه نو دا بیا بهتره ده، دعا داده: 
(لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ الْحَلِيمُ الْكَرِيمُ ، سُبْحَانَ اللهِ رَبِّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ ، الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مُوجِبَاتِ رَحْمَتِكَ ، وَعَزَائِمَ مَغْفِرَتِكَ ، وَالْغَنِيمَةَ مِنْ كُلِّ بِرٍّ ، وَالسَّلاَمَةَ مِنْ كُلِّ إِثْمٍ ، أَسْأَلُكَ أَلاَّ تَدَعَ لِي ذَنْبًا إِلاَّ غَفَرْتَهُ ، وَلاَ هَمًّا إِلاَّ فَرَّجْتَهُ ، وَلاَ حَاجَةً هِيَ لَكَ رِضًا إِلاَّ قَضَيْتَهَا یا ارحم الراحمین).
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):  کما فی الدرالمنثور و هکذا نقل فی فتاوي محمودیة  و فضائل اعمال: ج۳، ص۱۸،
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 

سرته