تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په قضايي لمانځه کي صاحب ترتیب چاته ویل کیږي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 10, 2021
  0
نوم عبدالله
ولایت کندهار
هیواد افغانستان
مسلسله شمېره 2985
 
پوښتنه: په قضايي لمانځه کي صاحب ترتیب چاته ویل کیږي، یعني چي ټول عمر کي يې پنځه لمنځونه نه وي قضاء کړي او که یا اوس موجوده قضاسوي لمنځونه يې تر پنځه کم وي او داچي د ښځو په هره میاشت کي ډير لمنځونه قضا کیږي، ایا هغوی هم په صاحب ترتیب کي بلل کیږي؟
 
جواب: مبسلاً و حامداً
د یو شخص څخه چي یو لمونځ قضاء سي تر پنځو نورو لمنځو واوړي چي له هغه سره شپږ سي او دهغه شپږم لمانځه وخت هم ووزي، او یا شپږ لمنځونه ځني قضاء سي، دې کس ته صاحب ترتیب نه ویل کیږي، او که له دې څخه کم لمنځونه ځندي قضاء سي، او یا یو لمونځ تر پنځو لمنځو له کمو څخه ځني واوړي بیا داکس صاحب ترتیب بلل کیږي، او له زنانو څخه چي کوم لمنځونه پاتیږي په میاشتانه مریضي کي هغو ته قضاء نه ویل کیږي او نه هم ترتیب په ساقطیږي.
 
والله اعلم بالصواب
 
لما فی مراقی الفلاح: والثالث اذا صارت الفوائت الحقیقه او الحکمیة ستا، لأنه لووجب الترتیب فیها لو وقعوا فی حرج عظیم وهو مد فوع بالنص  والمعتبر خروج وقت السادسة فی الصحیح. ( مراقی الفلاح شرح نورالایضاح: ص۴۴۳، باب قضاء الفوائت).
 
وفی الدرالمختار:  او فاتت ست اعتقادیة لدخولها فی  حد التکرار المقتضی للحرج  بخروج وقت السادسة علی الأصح ولو متفرقة أو قدیمه علی المعتمد. ( الدرالمختار علی هامش ردالمحتار: ج۲، ۶۳۸، باب قضاء الفوائت).
 
وفی البحر: الثانی یمنع وجوب الصلوة وهو ظاهر مافی الکتاب و ظاهر مافی القدوری، فانه قال: و الحیض یسقط، فأ فاد ظاهراً عدم تعلق اصل الوجوب بها، وهذا لأن تعلقه ستتبع فائدته وهی اما الأ داء أو القضاء والأول منتف لقیام الحدث مع العجز عن رفعه، والثانی کذلک فضلاً منه تعالی د فعاً للحرج اللازم بالزام القضاء . (البحرالرائق: ج۱، ص ۳۳۶، باب الحیض).
 
الجواب صحیح : مولوي محمد عمر خطابي                                                                                               المجیب: مفتي حمد الله
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته