تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دغه عملونه ایمان کمزوری کوي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 16, 2022
  0

لیکنه : علی الله متوکل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


په دې باوري یم چي د فتنو په نننۍ زمانه کي به د لاندي علامو څخه ځیني په ما او تا کي وي. راسه! اصلاح ئې کړو:


یو. پرلپسې څو ورځي تلاوت نه کول


دوه. د لیري لیري راتلونکي لپاره پلانونه جوړوو، خو دا مو هېر کړي، چي داغه ګړی مړه کېدای هم سو.


درې. نیک او ښه عملونه پرېږدو؛ ځه! دا کار به سبا وکم، بله ورځ به ئې وکم او اخیر پاته سي.


څلور. داسي ملګري مو نه دي انتخاب کړي، چي هغوی و موږ ته الله جل شانه را پیاد کړي.


پنځه. د خپل ظاهري جوړښت او ښکارېدو خیال ساتو، خو باطن کي مو شیطان اوسي.


شپږ. ورځنی مهالوېش مو د لمانځه پر وختو نه دئ برابر کړی، نو ځکه لمونځونه را څخه پاتیږي.


اووه. د الله رب العزت څخه د جنت غوښتنه دونده ډېره نه کوو، لکه څونده چي د دونیا غوښتنه کوو.


اته. که په کوم حرام یا مکروه عمل اخته یو لکه رشوت، د ږیري خریل، د حجاب نه پالل،  او ... که د چا لخوا د هغه د پرېښودلو راته وویل سي، نو موږ ورسره جنجال کوو یا په اسلام کي و هغه ناروا عمل ته لار پیدا کوو.


نهه. همېشه ژر ژر لمونځ ددې لپاره کوو، ترڅو په خپلو دونیوي کارو اخته سو.


لس. موږ وینو چي نورو ته مرګ راځي، خو موږ ئې په اړه هیڅ فکر نه کوو.


 یوولس. موږ د غرب او کفري هیوادونو د لیدلو او هلته د اوسېدلو هیله اوس هم پټه پټه په زړونو کي لرو.


دولس. کوښښ کوو، په دونیوي چارو کي ځان مشهوره کړو، اخرت پاته وي.


دیارلس. د دنیا د پاته کېدونکو شیانو لپاره یو د بل سره سیالۍ او خوابدتیا کوو.


څوارلس. د طاقت، قدرت، واک او درناوي درلودلو تنده مو هيڅکله نه ماتیږي.


پنځلس. د کوم څه غوښتنه چي لرو، که په لاس را نه غلل، نو خواشیني کوو.


شپاړلس. هغه خلک موږ ته کامیابه معلومیږي، چي په دونیا کي کامیابه وي، نه هغه چي د اخرت د کامیابۍ په لټه کي دي.


اوولس. د صغیره (کوچنیو) ګناهونو کول هيڅ ګناه نه راته ښکاري.


اتلس. د حرامو د پرېښودو توانایي په ځان کي نه پیدا کوو، او توبه هم ځنډوو.


نولس. د الله جل شانه د خوشحاله کولو په خاطر موږ نور نه سو خوابدي کولای.


 شل. اسلامي زده کړه مو تر کاروبار او دنیوي کارونو ورسته په پام کي وي. (ځیني خو بیخي ور څخه لیري وي)


یوویشت. موږ دکلتور او عنعناتو خیال ساتو که څه هم هغه د اسلام سره په ټکر کي وي.


 دوه ویشت. ورځ ټول پرته د مرګ د یادولو راباندي تېره سي. 


درې ویشت. عبادت راته سخت دئ.


څلورویشت. د شتمنو خلکو د ژوند په سټایل پسې ځغلو، خو د علماؤ سره مو بیا نه ده جوړه. 


پنځه ویشت. یوازي پیسې خوند راکوي او یا د ساعتیري او شهوت کارونه>


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته