تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خيال که حقيقت؟
 
  April 7, 2013
  0
ليکوال: مولوي عبدالهادي حماد 

درنو لوستونکو! په اوسنۍ ټولنه کي ځيني خلک دخپلو ګومانونو او فکرونوبندګان دي يعني داچي څه فکر ورته وويل يا يې فکري څېړنه ورباندي وکړل نو دوئ همدې لاري پيروان سي، حال داچي دانسان فکر کامل نه دئ زيات ځايونه دوکه کېږي او که څوک داسي وکړي يعني دخپل فکر لاروى سي په پايله کي به دى او هغه څوک ، چي دده دلاري پيروي کوي غالباً به لويو کندو ته غورځېدلى وي او که ديوه خيال يا فکر دبدۍ له پاره  څرګند دلايل موجود وي نو بيا په دې لاري پسي تلل بيخي جهالت دئ له همدې امله په معاصره ټولنه کي خلک دخپلو ګومانونو پر بنسټ سمي لاري لټوي او دنورو دسمولو له پاره  بېلابېلي تګ لاري وړاندي کوي په دغه لړکي دځينو اديبانو له نظره تمثيل ، لنډه کيسه، ناول او داسي نور دخلکوپه اصلاح کي ښه رول لري همدا لامل دئ، چي زياتو ليکوالانو ودې کار ته زور هم ورکړى دئ او غواړي، چي په يادو شيانو کي بدي او ښې لاري په داسي مهارت انځور کړي ، چي عام خلک ددې چي ترڅنګ خوند هم ځني تر لاسه کړي په عين حال کي يې پيغام هم پورته کړى وي زه ددې څخه منکرنه يم ، چي ياد شيان به يو ډول نه يو ډول پايلي لري خو که ددغو شيانو رشتينى بديل موږ ولرو نو بيا به تردې خيالي شيانو حقيقي شيان ډېر غوره وي دمثال په ډول که موږ دخپلو ماشومانو دروزولو له پاره د اصحابانو کيسې زده کړو، وې ژباړو او بيا يې دناول پرځاى خپله مطالعه کړو او په ماشومانو يې زده کړو او ددغو کيسو مطالعو ته يې وهڅوو نو ديوې خوا به مو داخرت ګټي لاسته راوړي وي، ځانونه به مو په تاريخ کي داخلاقي اتلانو په ژوند او اخلاقو پوه کړي وي، ماشومان به مو ددې لاري څخه وښو اخلاقو ، همت ، اسلامي ميني ، تقوا او داسي نورو سترو صفاتو ته هڅولي وي، دخيال پرځاى به مو دحقيقت څخه ګټه اخيستې وي او دبله اړخه به مو دالله جل جلاله  اودرسول الله صلی الله علیه وسلم  رضا لاسته راوړې وي، ځکه الله جل جلاله  په قران اورسول الله صلی الله علیه وسلم  په احاديثو کي د اصحابانو يادونه کړې ده ؛ بلکي قاضي عياض  فرمايي:  

د نبي  صلی الله علیه وسلم په اعزاز او اکرام کي داخبره هم شامله ده، چي د نبي  صلی الله علیه وسلم  د اصحابانو رضي الله عنهم   به اعزاز  کوئ ددوئ حق به پېژنئ، ددوى تابع داري  به کوئ، ددوئ ستاينه به کوئ او دوئ ته به د مغفرت  دوعا کوئ. 

 د اصحابانو رضي الله عنهم   فضائل په قران کريم او احاديثو  کي زيات راغلي دي الله  جل جلاله  فرمايي :
 مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاء بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِم مِّنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذَلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا . (سورة فتح ايت ٢٩)  

ژباړه : محمد  صلی الله علیه وسلم  دالله  جل جلاله   رسول  دئ کوم کسان چي دده سره  دي پر کافرانو  سخت دي او په خپل منځ کي رحم لرونکي دي، ته به وينې چي رکوع او سجده کوونکي دي، د الله  جل جلاله  فضل او رضالټونکي دي، د دوئ نخښي د دوئ په موخانو کي د سجدې اثر دئ هم دا ډول  ددې  مثال په تورات  او انجيل کي  هم سته  لکه يو تخم ( چي لومړى راشين سي) نازکه  پونګه  راوباسي  بيا زوروره  سي نو  ښه په قوت کي سي بيا پر خپله تنه باندي برابر سي ( همدا ډول  اصحابان رضي الله عنهم   هم وه، چي اول کمزوري  وه خو وروسته الله  جل جلاله  ورځ تر بلي قوت وروبخښئ  او داقوت الله  جل جلاله  ځکه ورکړئ) چي پدې قوت  سره کافران  د حسد له امله وسوځي. الله  جل جلاله  د هغو کسانو سره وعده کړې  ده چي ايمان  يې راوړى دئ، نېک کارونه يې تر سره  کړي دي چي الله جل جلاله  به مغفرت ورته کوي او لوئ اجر به ورکوي. 

په همدغه سورة کي الله  جل جلاله  فرمايي : لَقَدْ رَضِيَ اللَّهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَنزَلَ السَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ وَأَثَابَهُمْ فَتْحًا قَرِيبًا. وَمَغَانِمَ كَثِيرَةً يَأْخُذُونَهَا وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا . (سورة الفتح ايت ١٨_١٨)   
ژباړه : بېشکه الله  جل جلاله  راضي سو دهغو مؤمنانو څخه چي ستا سره يې تر درختي لاندي بيعت کاوه، بيا الله جل جلاله  په هغه (اخلاص او صداقت) عالم وو چي د دوئ په زړو کي وو نو الله  جل جلاله  پر دوئ باندي ارامتيا راوستول  او دوئ ته يې نژدې فتحه ور نصيب کړه (چي مراد ځني د خيبر فتحه ده) او الله  جل جلاله  ډېر غنيمتونه  ورنصيب کړه، چي دوئ اخيستل او الله  جل جلاله  غالب  دئ او زيات د حکمت څښتن دئ. 
په بل ځاي کي الله  جل جلاله  د اصحابانو رضي الله عنهم  په اړه فرمايي:

 وَإِذْ قَالَت طَّائِفَةٌ مِّنْهُمْ يَا أَهْلَ يَثْرِبَ لَا مُقَامَ لَكُمْ فَارْجِعُوا وَيَسْتَأْذِنُ فَرِيقٌ مِّنْهُمُ النَّبِيَّ يَقُولُونَ إِنَّ بُيُوتَنَا عَوْرَةٌ وَمَا هِيَ بِعَوْرَةٍ إِن يُرِيدُونَ إِلَّا فِرَارًا . ( سورة احزاب ايت ١٣)  
ژباړه: او څه مهال چي د منافقانو يوې ډلي وويل : اې د يثرب (مدينې ) خلکو ! تاسوته ټيک ځاى نسته د جنګ څخه کورونو ته ستانه سئ او د دوئ يوه ډله بياد نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه اجازه غواړي ، وايي زموږ کورونه خوندي نه دي (بيره پرسته)  او د دوئ پر کورو بيره نسته ، دوئ بېله تښتي څخه د بل څه مقصد نه لري . 

په بل ځاى کي الله  جل جلاله  فرمايي: وَالسَّابِقُونَ الأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالأَنصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُم بِإِحْسَانٍ رَّضِيَ اللّهُ عَنْهُمْ وَرَضُواْ عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ  (سورة التوبة الاية (١٠٠)  
 ژباړه : د مهاجرو  او انصارو مخته تللي لومړني کسان او هم هغه کسان ، چي په اخلاص کي په دوئ پسي تللي او ځي . 

الله  جل جلاله  ددې ټولو څخه راضي دئ او دوئ دالله  جل جلاله  څخه راضي دي الله  جل جلاله  ددوئ له پاره  جنتونه برابر کړي دي چي تر درختو ( تر ښاخو) لاندي به يې (څلور ويالې) بهيږي او همېشه به په جنت کي وي دغه هم لويه کاميابي ده.

په دغو آياتو کي الله  جل جلاله  د اصحابانو رضي الله عنهم  څخه خپله  خوښي څرګنده کړې ده همدا ډول په ډېرو حديثونو کي هم ددوئ زيات فضائل راغلي دي لکه څنګه چي  نبي  صلی الله علیه وسلم  فرمايي: زما څخه وروسته په ابو بکر  رضي الله عنه  او عمر  رضي الله عنه  پسي اقتدا کوئ. په يوه حديث کي راغلي دي چي نبي  صلی الله علیه وسلم  فرمايي: زما اصحاب رضي الله عنهم  د ستورو په شان دي په هر يوه پسي چي اقتدا وکړئ سمه لاره به پيداکړئ. ډېرو محدثينو په دغه حديث کي خبري کړي دي په همدې وجه پرقاضي عياض رحمة الله علیه  باندي اعتراض دئ چي دغه حديث يې نقل کړي دئ خو ملا علي قاري رحمة الله علیه  ليکلي دي چي ممکنه ده، چي دده په آند به د بيلو طريقو  له امله  داعتبار  وړ وي يا په دې وجه چي داد فضائلو ځاى دئ او د فضليت په ځاى کي کمزورى حديث  نقل کول هم جائز دي. 

 حضرت انس  رضي الله عنه  فرمايي چي نبي  صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي  چي زما اصحاب رضي الله عنهم    داسي مثال لري  لکه په خوراک  کي مالګه ، چي دغه خوراک بې له مالګي ښه کېداى نسي. 

نبي  صلی الله علیه وسلم  فرمايي: زما د اصحابو رضي الله عنهم  په اړه دالله  جل جلاله  څخه ووبېرېږئ، دوئ د ملامتيا نخښه مه جوړوئ  څوک چي ددوئ سره محبت کوي  هغه زما  سره  محبت کوي او څوک چي ددوئ سره کينه لري هغه زما سره کينه لري،  چاچي دوئ ته تکليف  ورکړئ، هغه ماته  تکليف راکړئ  او چاچي ماته تکليف راکړئ هغه الله  جل جلاله  ته تکليف ورکړى او څوک چي الله جل جلاله  ته تکليف ورکړي د الله  جل جلاله  په راکشولو کي به راسي.
 

نبي  صلی الله علیه وسلم  فرمايي: زما اصحابو رضي الله عنهم  ته ښکنځل مه کوئ په تاسو کي که څوک د احد د غره سره برابر سره زر  خيرات کړي نود اصحابو رضي الله عنهم  د يوه يا نيم مد ثواب نسي لاسته راوړلاى. نبي  صلی الله علیه وسلم  فرمايي: څوک چي اصحابو ته ښکنځل کوي پر دې کس د الله جل جلاله ، ملايکو او ټولو انسانانو لعنت دئ او ددغه سړي نه فرض قبليږي او نه نفل. نبي  صلی الله علیه وسلم  فرمايي: چي الله  جل جلاله  ټوله انسانان راچڼ کړل دانبياوو علیهم السلام  څخه پرته په دوئ  ټولو کي يې دغه څلور کسان غوره کړه: حضرت ابوبکر  رضي الله عنه ، حضرت عمر  رضي الله عنه ، حضرت عثمان رضي الله عنه  او حضرت علي  رضي الله عنه  او دوئ يې زما پر ټولو  اصحابو رضي الله عنهم   بهتر و ګرځول. 

  ابو سختيياني رحمة الله علیه  فرمايي: کوم چاچي د ابوبکر رضي الله عنه  سره محبت وکړئ هغه خپل دين سيده کړئ، چاچي د عمر رضي الله عنه  سره محبت وکړئ نو ددين روښانه لاره يې پيداکړه، چاکه  دعثمان رضي الله عنه  سره محبت وکړئ د الله  جل جلاله  په رڼا سره روښانه سو او چاچي د علي رضي الله عنه  سره محبت وکړئ نودې کس  ددين رسۍ ونيول، څوک چي داصحابانو رضي الله عنهم  ستاينه کوي دغه کس د نفاق څخه پاک دئ، څوک چي د اصحابانو رضي الله عنهم  بې ادبي کوي منافق، بد عتي او د سنتو مخالف دئ زما سره  دابېره  ده، چي هيڅ عمل به قبول نسي تر څو د اصحابانو رضي الله عنهم  سره  محبت پيدا نسي  او ددوئ په اړه يې زړه پاک نسي.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۰ ګڼه 
 

 

سرته