تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
طالب علمانو ته څو نصیحتونه
 
  October 9, 2014
  0

د١٣٨٥ هـ ق کال دخداى تعالي دمياشتي پر ٢٥ نېټه دندوة العلماء په توديعي جلسه کي د مشهور معاصر عالم مولانا ابوالحسن علي ندوي رحمة الله علیه وينا چي دحميد الله مناروي او عبدالعليم بستوي په مټ تر ګوتو سوې ده.


ګرانو طالبانو !
په شرقي سيمو کي يو شي خورا دډېره وخته دود دئ هغه داچي کله يو څوک په ليري او اوږده سفر روانيږي نو يو تجربه لرونکي او پوه انسان ته خواست وکړي چي ده ته نصيحت وکړي. ستاسو  دنصيحت غوښتنه دهمدې اصل او قانون پر بنسټ ده او ستاسو غوښتنه هم پرځاى ده. په همدې شېبو کي زه غواړم چي تاسو ته داسي څه  و ړاندي کړم چي تاسو ته په راتلونکي ژوندانه کي ددستور العمل په  ډول په کار درسي او تاسو يې په مټ وکولاى سئ چي موفقيت ته نژدې سئ. ددې لپاره هم ستاسو پام درو مطالبو ته راګرځوم او هيله درڅخه لرم چي دزړه پرتخته يې وليکئ او په مغزو کي ځاى ورکړئ  دا مطالب زما دشخصي تجربو څخه دي غواړم چي يوه برخه يې تاسو ته وړاندي کړم:

(۱): شخصي رابطې

حاضرو طالبانو ! زما لپاره چي په ژوندانه کي يو شى ډېر ګټور تمام سوى دئ داستاذانو سره رابطې لرل دي . نه يوازي چي ما ددغه رابطو يوه قانوني جنبه درلوده بلکي زما دغه رابطې دوام داره او همېشه وي . زما مخلصو استاذانو زما دغه کړنه محسوس کړې ده.

لومړى شي چي ماته په ژوندانه کي ډېر ګټور تمام سوى دئ دغه شى وو  کوم څه چي مي په لاس راوړي دي ددغه شي پايلي دي.

په هغه مهال کي زما درسي برنامه داسي وه چي  استاذان مي ډېر کم وه نو ځکه زه ډېر توانېدم چي داستاذانو سره رابطې ولرم او ددوى په خدمت مشرف سم. دهر طالب العلم لپاره ډېره ضروري ده چي دکوم علم تخصص او مهارت پيدا کول غواړي نو دهغه  علم او رشتې دماهرانو سره به کلکي اړيکي لري او دخپل استعداد په کچه ګټه ځني پورته کړي. پرته له دې چي دعلم دماهرانو سره اړيکي ولرئ نه سئ کولاى چي په هغه علم کي  ګټه تر لاسه کړئ . دمثال په توګه که ته غواړې چي اديب سې نو ستا لپاره اړينه ده چي دمتخصص اديب سره رابطه ولرې او که غواړې چي په تفسير کي ماهر جوړ سې نو دتفسير دماهر سره ستا خصوصي اړيکي لرل اړيني دي.


(۲): د يوه روڼ اندي او منل سوي کس انتخاب
 
دښې غوره او بهتره زندګۍ لپاره اړينه ده چي تر ټولو وړاندي يو روڼ آندى کس درهنمود په توګه انتخاب کړل سي.
څرګنده خبره ده چي انسان دانسان تر تاثير لاندي راځي نو ددې لپاره تاته هم پکارده چي داسي يوڅوک درهنمود په توګه وټاکي چي ته يې تر غوره تاثير لاندي راسي ، په انتخاب کي ستا خوښه ده ددنيا په هر کونج کي چي ستا کوم روڼ آندى کس خوښ وي درهنمود په توګه يې وټاکه او دنقش قدم تقليد يې کوه که دي په معاصر وخت داسي روڼ آندى پيدا نه کړ، چي ستا دطبيعت سره موافق وو نو په تېره زمانه کي کوم کس انتخاب کړه او دځان لپاره يې رهنمود وټاکه دنوموړي کس ټولي نيکي کړني ، خويونه ،عادات ځانته معلوموه او بيا يې تقليد کوه په همدغه تقليد کي ستا بريا ده او ان شاء الله ددغه لاري کولاى سې چي فضل او کمال تر ګوتو کړې.
 
کېدلاى سي چي ستا دډېرو هڅو په نتيجه کي ته تر هغه وړاندي سې او  بيا دهغه کس رهنمايۍ  ته هيڅ اړتيا پيدا نه کړې.(البته داسي پيښي ډيري کمي منځته راځي)

(۳): شخصي لټون

دوهمه خبره داده چي که تاسو دبزرګانو او منل سوو اشخاصو ژوند مطالعه کړئ او ددوى سيرت تر خپل نظر  تېر کړئ تاسو به پوه سئ چي ددوى دبريا اساسي ټکى شخصي لټون دئ ترڅو چي داستاذانو دزده کړي ترڅنګ په درس کي د شاګرد شخصي لټون او هڅي نه وي نه دغه شاګرد بريا ترګوتو کولاى سي ، نه استاذ او نه مدرسه په دې توانېدلاى سي چي دغه شاګرد دترقۍ پر لوري  بوزي. هرڅوک چي تريو ځايه رسېدلى دئ په خپل شخصي زيار ، هڅو او کوششونو رسېدلى دئ. البته الهي توفيق او داستاذانو لارښووني دشخصي لټون لپاره بهترين عامل کېداى سي.

(۴): د الهي رضا طلب

انسان بايد تل په هغه فکر کي واوسيږي چي دهغه لپاره پيدا سوى دئ. په حقيقت کي دانسان لپاره ګټور

 داخرت فکر دئ او دالله جل جلاله  رضا ده بايد په انسان کي دالهي رضا دترلاسه کولو حس موجود وي،کوم څوک چي ددغه فکرونو څخه خالي وي هغه که هرڅومره اديب وي ، خطيب ، فقيه وي ، مفسر وي هيڅ ګټه تر لاسه کولاى نه سي ، که دڅو ورځو لپاره ظاهر عزت تر لاسه کړي او دڅو ورځو لپاره دخلګو لخوا وستايل سي او تجليل سي مګر په راتلونکي کي به دده لپاره هيڅ برخه نه وي.
په حقيقت کي هغه شي چي دانسان لپاره زيات ګټور دئ الهي بېره او دڅښتن تعالي جل جلاله  رضا تر لاسه کول دي.

د مولانا فضل الرحمن قصه

يوه ورځ مولانا فضل الرحمن صاحب (دهند دعلماؤ يو بزرګ او عرفاني عالم وو) دطالبانو څخه پوښتنه وکړه چي تاسو چشي واياست؟ طالبانو ورته وويل : موږ قاضي مبارک (په منطقو کي يو کتاب دئ) وايو، مولانا صاحب وفرمايل: استغفر الله ، نعوذبالله تاسو قاضي مبارک واياست ددې کتاب څه ګټه ده؟ بيا يې وفرمايل : تاسو فرض کړئ چي تاسو منطق دومره وويل چي په دې علم کي دقاضي مبارک هم پايه سواست بيا نو څشي دئ؟ تاسو دقاضي مبارک قبر ته ولاړسئ وګورئ چي دهغه څه حال دئ؟ بيا ديوه بل کس قبر ته ولاړ سئ چي دومره علم نه لري مګر دالله جل جلاله  سره کلکي اړيکي لري چي څه ډول انوارونه او برکات يې پر قبر باندي اوريږي.

په هر صورت ګرانو ورڼو! تاسو فرض کړئ چي تاسو ستر علماؤ او لوړ اديبان ياست دغه علم  او ادب هغه وخت تاسو ته ګټه رسوي چي ستاسو ددغه علم  او ادب څخه مقصود الهي رضا وي.

له همدې وجهي څخه ګرانو طالبانو! الهي رضا بايد پر هرشي باندي مخکي کړل سي او دغه الهي رضا دژوندانه ستر مقصد وټاکل سي. 

 ماخذ: خپل ځان وپېژنئ
-
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته