تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کفارو اسلام ضد تبلیغات مه خپروئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 10, 2019
  0

ژباړه: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د قریشو کفارو د رسول الله ﷺ په حق کي خورا د بدو او سپکو الفاظو څخه ډک شعرونه ویل، خو هغه شعرونه و موږ ته نه دي را رسېدلي، ولي؟


ځکه صحابه کرامو رضی الله عنهم به نه هغه شعرونه په یادول او نه به ئې په خپلو منځو کي سره شریک کول. هغه شعرونه به له منځه ولاړه. که اوس وخت کي وګورو، چي اسلام ضد او اسلام خلافه شیان تر کفارو، مسلمانان ډېر نشروي. 


هغه داسي، کفار یو سپکونکی یا اسلام ضد تصویر یا لیکنه کوي او بیا ورته لیکي: ”ددي پر لیکونکي یا جوړونکي باندي د لعنت په خاطر دا شریک کړئ“ دلته د کفارو کار پای ته ورسېد او د مسلمانانو کار شروع سو؛ مسلمانان ئې د لعنت ویلو په خاطر تر هغو پوري شریک کوي، ترڅو چي ټول نړۍ ته ورسېږي. (او دغه د کفارو مقصد هم دئ)


حل لاره: 
که تاسو ته کومه اسلام ضد او سپکونکي لیکنه، تصویر یا ویډیو ورسیږي، نو د خپل ایمان د ساتني په پار د صاحبه کرامو رضی الله عنهم په څېر کړنه کوئ؛ بغیر له کتلو او نورو سره شریک کولو ئې ډیلیټ کړئ. لعنت، هر وخت لعنت دئ؛ ددي په استولو هیڅ توپیر نه کوي. البته زموږ په دغه جاهلانه کړني سره د اسلام ضد شیانو د نشرېدو او مشهوره کېدو ترڅنګ د کفارو مقصد هم پوره کیږي. غوښتنه داده، چي دغسي شیان د نورو سره د شریک کولو (Share) پر ځای، باید پټ (Hide) یا حذف (Delete) سي او هغه آی ډي راپور (Report) سي. 


هیله کوو، چي تاسو پردي باندي فکر وکړئ او د دغه زیانمن او مسؤلانه کار څخه توبه وکاږئ، ترڅو له یوه لوري مو ایمان ساتل سوی وي او له بل لوري مو د اسلام په دفاع کي یو څه ونډه اخیستې وي. 

 

ټولو مسلمانانو ته عامه خبرتیا!

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته