تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دعوت ارکان
 
  August 31, 2014
  0

 د دعوت ارکان

رالېږونکې خورکۍ: ح. نوري


ددعوت ارکان درې دي. داعی ، مدعو او مدعو الیه .

۱-  داعي ( د الله لوري ته بلونکی):
د الله تعالی  لوري ته د بلني لومړی رکن داعي (بلونکی ) دی. 

داعي هر هغه مسلمان ته ویل کیږي چي خلګ د اسلام لوري ته را بولي ، او د دعوت ستر امانت اوچت کړي او د الله تعالی پدې قول کي شامل شي چي فرمايي :

 (قُلْ هَٰذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللَّهِ ۚ عَلَىٰ بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِي ۖ وَسُبْحَانَ اللَّهِ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ
 تـرجـمه : اي محـمده (صلی الله علیه وسلم) ووایه چې دا زما لاره ده چې په ښه بصیرت او پوهـي سـره زه او زما پیـروان د الله (جل جلاله) په لور بلنه کوو او زه له مشـرکانو څخه نه یـم .

۲ – مدعو ( رابلل کیدونکی) : 
ټول هغه اشخاص چي د اسلام مقدس دین (د الله لوري) ته را وبلل شي مدعو بلل کیږي او  ټول انسانان  باید له یوه سره د الله  تعالی دین ته راوبلل شي. ځکه اسلام د الله تعالی همیشنی رسالت دی. او الله تعالی حضرت محـمد صلی الله علیه وسلم ورباندي ټولو خلکو ته لیږلی دی. الله تعالی فرمایلي دي.

 (قل یا ایهاالناس اني رسول الله الیکم جمیعاً) .
 تـرجـمه:  ووایه اي محـمده چې اي خلکو زه چې یـم استازی د الله (جل جلاله) یم تاسي ټولو ته .

 او همدارنګه بل ځای هم فرمايي: (وما ارسلناک الاَّ کافة للناس بشـیـراً و نذیـراً) . 
تـرجمه : او نه يي را استولی مونـږ ته مګر (را استولی مو يي) د ټولو خلکو لپاره زیری ورکوونکی او ویـروونکی .
 دا ټولو دعوت کړله شویو ته عام دی هیڅ داسي انسان تـرینه مستثنی نه دی چې د مسلمان خطاب ورته شوی وي او په منلو يي مکلف شوی وي که نارینه وي او که ښځینه وي. او یا د بشریت تـر منځ په توپیرونو کي توپیر هم ولري. او له همدې کبله به د هغه چا له ډلي څخه شي چې په محـمد رسول الله صلی الله علیه وسلم يي ایمان راوړی وي لکه حضـرت ابوبکر (صـدیق) (رضی الله عنه) حضـرت بلال حــبـشي (رضی الله عنه) حضـرت صهیب رومـي (رضی الله عنه) حضـرت سلـمان فــارسي (رضی الله عنه) ښـځي لکه بی بی خـدیـجه (رضی الله عنها) مـاشوم لکه حضـرت علي (رضی الله عنه) شتمن لکه حضرت عثمان (رضی الله عنه) او بې وزله لکه حضرت عمار (رضی الله عنه).

د مدعو( دعوت کړل شوي) حقوق:

۱:- دعوت کړله شوی حق لري را وغوښتل شي او دعوت کړل شي.

 دا معنا چې دعوت کوونـکي به ورته راځي او الله (جل جلاله) لور ته به يې دعوت کوي او دعوت کوونکی به په کور کي نه کښیني څو د خلکو انتظار کوي او همدارنګه لومړی دعوت رسول الله صلی الله علیه وسلم کړی دی چې د قریشو مجلسونو ته به تللو او هغوی به يې دعوت کول، قبایلو ته د حج په موسـم کي د هغوی ځایونو ته ورتللو او هغوی به يي دیـن ته دعوتول.

۲:- دعوت کړله شوی باید سپک ونه ګڼله شي.
یو دعوت کوونـکي ته روا نه دي چې یوه انسان ته په سپکه سترګه وګوري د انسان شان وړوکی وګڼي. او همدارنګه دانه دي ورته روا چې داسي سپک يې وګڼي چې نه يي دعوتوي یعني دا چې پخپله د یو چا دعوتول دي ښایسته دیـن ته دا په خپله هــماغه انسان ته په احترام او درنښت قایلېدل دي او دا هم پـرې د اسلام د مقدس دیـن او هم د هغه مسلمان لورینه او پیرزوینه ده کوم چې ده ته بلنه ورکوي.

۳- مدعو الیه (اسلام)
ددعوت دریم رکن مدعو الیه  دی ، هغه چي خلګ ورته رابلل کیږي او دا عبارت له اسلام څخه دی ، چي خلګ همدې دین ته رابلل کیږي ، دا دالله تعالی  دین او نیغه لاره ده . 

الله تعالی فرمايي:  (ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ) . 
ترجمه: بلنه کوه (ای محمده! خلګو ته ) لیاري د رب خپل ته (چی توحید او اسلام دی) .

د الله تعالی او اسلام لوری ته د بلني معني دا ده چي د توحید او پر الله  تعالي د ایمان بلنه وشي ،او د رسول (صلی الله علیه وسلم) د قبلېدو ، او پر هغه  باندي د عمل دعوت ورسول شي.
 
علامه ابن تیمیة (رحمه الله ) وائي: د الله تعالی لوری ته بلنه یعنی پر الله تعالی باندي دایمان خوا ته بلنه او د هغه څه بلنه چی رسولانو علیهم السلام د الله تعالی له لوري راوړیدي .   
 
 
مخکنۍ لیکنه: د داعي غوره والی په قران او احادیثو کي

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته