تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
روژه راغله!
  تعلیم الاسلام
  June 8, 2013
  0

 رالېږونکی: شعیب

 
راتله اوس د روژې دي عبادت پکښي کوه
د قدر میاشت راغلې سخاوت پکښي  کوه
 
د خدای کتاب قران دی نازل سوی په دې میاشت کي
پاک رب په راضي کیږي تلاوت پکښي کوه
 
اول یې دی رحمت منځ مغفرت اخر خلاصون دی
بهتر مو سم راغلی ډېر طاعت پکښي کوه
 
خیرات که صدقه ده یا  نفلي نور عبادات دي
ثواب یې د فرضي دی ته ښه نیت پکښي کوه
 
نفلي دي سوه فرضي، فرض اویا  فرضه جوړیږي
عجب وخت د حصول، خپل تجارت پکښي کوه
 
کلمه او استغفار هم د جنت ډېره غوښتنه
امان د دوزخ غواړه ریاضت پکښي کوه
 
یو شپه بله پکښي ده، شب قدر چي یادیږي
له زر میاشتو بهتره ښه طاعت پکښي کوه
 
په وخت د روژه مات حاجت د هر چا پوره کیږي
دا وخت د قبولیت، سوال د جنت پکښي کوه
 
پیشلمي ته سه بیدار د خپل رسول پر طریقه
تکلیف یې نکړې ځانته، هر سنت پکښي کوه
 
طاعت چی یې بهتر سو د نور کال په پرتله
ګناه یې هم څو چنده پام  دقت پکښي کوه
 
تقوا ده لو تقوا ده که دي ژبه  وساتل
عزامه !  وخت  د  ګټي   انابت  پکښي کوه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته