بسم الله الرحمن الرحیم
لیکوال: نثار احمد صمد واصفي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2016-06-08
درنو لوستونکو ، د الله له خوا مسلمانانو ته د میلمستیا میاشت راورسېدله . رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو صحابهً کرامو ته داسي وفرمایل: پر تاسي باندي د روژې مبارکه میاشت راغله، هغه چي د برکت میاشت ده او د دې میاشتي ټولي روژې پر تاسي فرض دي. په دې کي د جنت دروازې خلاصیږي او د جهنم دروازې بندیږي او شیطان تړل کیږي، په دې میاشت کی یوه داسی شپه ده چې د ۱۰۰۰( زرو ) میاشتو څخه بهتره ده ، نو هغه څوک چي د دې له اجر او ثوابه محروم سي په واقعي ډول ترې محروم سو ( رواه : احمد ) .
څنګه چی دا د روحي او فلاحي ګټی میاشت ده نو بختور به هغه وي چي د راتلونکي ژوند له پاره په دې میاشت کي سرمایه ګذاري وکړي ، یعنی له دې میاشتي لویه ګټه واخلي .اوس هر مسلمان ته دا فکر پکار دی چي:
څنګه د روژې استقبال وکړم ؟
څنګه د روژې میاشت په عباداتو، حسناتو او ښو کارونو تیره کړم ؟
او داسي یو حالت ځانته غوره کړم چي انسانان زما له شر او تکلیفه په امن سي او غریبان زما له فیض او ګټي برخمن سي؟
پوهانو ویلی دي چي د بدن غذا خوراک دی خو د روح غذا بیا عبادت دی . نو ځکه روژه زړه او روح دواړه صفا کوي . روژه یو الهي نعمت ، عبادت او امانت دی . نو الله تعالی موږ امتحانوي چی آیا په دې امانت کي صادقان یو که خاینان ؟!
روژې ته الله تعالی ځکه د نورو یوولسو میاشتو په نسبت ډیر اهمیت ورکوي چي اول خو یې دا خپله میاشت بللې ده ، او دوهم دا چي هدف یې دا دی چي که یې بندګانو په دا نورو ۱۱ میاشتو کي په خپلو دیني عباداتو او نیکیو کي غفلت ، سُستي او بې پروایي کړې وي نو په دې میاشت کي هغه جبران کړي او دا یوه بهترینه موقع ده چي هره نیکي او عبادت څو چنده عوض لري .
د روژې هدف او پیغام:
د انسان متقي کېدل او د ایمان ټینګېدل دي.
روژه د بدن زکات دی،
د ګناهونو سوځول دي،
د روح پیاوړتیا ده،
د الهی امر مراعاتول او منل دي،
له شیطانی وسوسو څخه ژغورنه او د الهی عذاب څخه ساتنه ده،
د نفساني حاکمیت ځپنه ده،
د الهی رحمت حاصلوَنه ده،
د مغفرت ګټنه ده،
د توبې قبلېدنه ده،
او د جنت ژمنه ده.
نو ښه دا دی چي د الله تعالی او رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ارشادات عملأ تعمیل او تسجیل کړو او دا په اثبات ورسوو چی نور نو د خولې څخه علاوه د زړه مسلمانان هم یو. بس یوه صادقانه اراده او فیصله غواړي.
متدینو دوستانو ، څنګه چی په دې میاشت کي هر ښه عمل او هر عبادت څو چنده عوض لري ، نو افسوس په هغه مسلمان چي دا میاشت د نورو ۱۱ میاشتو غوندي د موسیقی په لیدو یا اورېدو ، د ناوړو ټلویزیوني چینلو او پروګرامو په لیدو او یا هم د انټرنیټ د بد اخلاقه او حرامو خپرونو په لیدو ، قطعه بازیو ، قمار ، ګېم او نورو خبایثو او مفاسدو سره ضایع کوي .
که هوس دی نور دې بس دی !
نو له روژې وړاندې ځکه بايد توبه وباسو، چی د ژوند ټول چاپېريال مو له فتنو ډک دی . هر ځای قتلونه ، وژني ، بې لارۍ او ګمراهۍ خپرې دي . د منع کولو يې څوک نسته او له دې شره د خلاصون يوازينی حل الله تعالی ته په اخلاص رجوع کول دي او بس .
و ما ذالک علی الله بعزیز !
تعلیم الاسلام ویب پاڼه