تازه سرليکونه
د (انبیاء علیهم السلام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت يوسف علیه السلام ژوند لیک
 
  April 10, 2014
  0

وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُ آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ . سورة يوسف الاية ٢٢
ژباړه : کله چي يوسف علیه السلام  نهايي قوت ته ورسېدئ موږ پوهه او علم ورکړى او همدا سي موږ نېکانو ته مزدوري ورکوو.

ديوسف علیه السلام  نسب

يوسف علیه السلام  ديعقوب علیه السلام  زوى ، يعقوب علیه السلام  داسحاق علیه السلام  زوى دئ او اسحاق علیه السلام  دابراهيم علیه السلام  زوى دئ . يوسف علیه السلام  الله جل جلاله  دهغه انبياؤ په ډله کي راوړى دئ چي تفصيلي ايمان پر هغو باندي واجب دئ.

الله جل جلاله  دده ستاينه داسي کوي:
كَذَلِكَ لِنَصْرِفَ عَنْهُ السُّوءَ وَالْفَحْشَاءَ إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُخْلَصِينَ . سورة يوسف الاية ٢٤
ژباړه : په دغه ډول (لکه دزليخا دلومو څخه چي مو يوسف علیه السلام  خلاص کړئ)، ددې لپاره چي موږ دى دبدو او بې حيايي کارونو څخه وژغورو او دى زموږ دمخلصو بندګانو څخه سي .

په همدې ترتيب الله جل جلاله  يوسف علیه السلام  په صبر، استقامت ، پاکۍ او عفت هم ستايلى دئ. لکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي : 

ان الکريم ابن الکريم ، ابن الکريم يوسف ، بن يعقوب ، بن اسحاق ، بن ابراهيم.
ژباړه : بېشکه نېک انسان دنېک انسان زوى او دنېک انسان لمسى يوسف علیه السلام  دئ چي ديعقوب علیه السلام  زوى دئ ، داسحاق علیه السلام  لمسى دئ او دابراهيم علیه السلام  کړوسى دئ.


 په قرآنکريم کي ديوسف  علیه السلام  يادېدنه

ديوسف علیه السلام  نوم په قرآن کي ٢٦ ځايه ذکر سوى دئ چي په دې ٢٤ ځايه په سورة يوسف کي ذکر سوى دئ ، يو ځاى په سورة انعام کي ذکر سوى دئ او يوځاى په سورة غافر کي ذکر سوى دئ.
 
الله جل جلاله  يوسف علیه السلام  په صداقت سره ستايلي دئ له همدې امله ده ته يوسف صديق علیه السلام  ويل کيږي لکه چي په يوه آيت کي راځي: 
يُوسُفُ أَيُّهَا الصِّدِيقُ أَفْتِنَا فِي سَبْعِ بَقَرَاتٍ سِمَانٍ يَأْكُلُهُنَّ  سَبْعٌ عِجَافٌ ..... سورة يوسف الاية ٤٦
ژباړه : اې رښتينې يوسفه ! موږ ته فتوا راکړه چي په اوو چاغو غوايانوکي چي اوه ډنګر غوايي يې خوړل..........

يوسف علیه السلام  دابراهيم علیه السلام  دلمسيانو څخه دئ او دنبوي کورنۍ څخه دئ ، دبني اسرائيلو دمشهوو انبياؤ له ډلي څخه دئ لکه چي الله جل جلاله  فرمايي :
 
وَلَقَدْ جَاءَكُمْ يُوسُفُ مِنْ قَبْلُ بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا زِلْتُمْ فِي شَكٍّ مِمَّا جَاءَكُمْ بِهِ حَتَّى إِذَا هَلَكَ قُلْتُمْ لَنْ يَبْعَثَ اللَّهُ مِنْ بَعْدِهِ رَسُولًا ......... سورة غافر الاية ٣٤
ژباړه : بېشکه يوسف علیه السلام  تاسو ته راتلل کړي وه په ښکاره نښو سره ، نوتاسو تل په شک کي ياست په هغه څه کي چي تاسو ته يې راوړي وه تر هغه وخت پوري چي وفات سو تاسو وويل : هيڅکله الله جل جلاله  تر ده وروسته رسول نه لېږي.

په قرآنکريم کي يو اوږد سورة ديوسف په نوم باندي سته ، په دغه سورة کي الله جل جلاله  ديوسف علیه السلام  قصه په تفصيلي ډول سره بيان کړې ده. په دې سورة کي زياتي مسائلي دده اړونده راغلي دي لکه دده ژوند ، دده هغه تکليفونه چي دوروڼو څخه يې ليدلي دي ، دمصر دعزيز مېرمن ، په محبس کي دده بندي کېدل، دالله جل جلاله  لوري ته دده دعوت په محبس کي ، دمحبس څخه راوتل ، دپاچا دخوب تعبير ، دخزائو مسؤليت پر غاړه اخيستل ، دده دوروڼو مصر ته راتګ دوچ کلۍ له امله ، دخپل ورور بنيامين دراګرځولو لپاره دده حيله ، دخپلو ټولو وروڼو سره معرفت ، ده ته دمور او پلار راتګ او دهغوى ده ته سجده کول ، په ماشومتوب کي دده خوب ليدل او داسي نوري مسائلي چي زياتو باريکو خبرو ته پکښي اشاره سوې ده ، نور پندونه او دده دژوند سپېڅلتيا په دغه سورة کي بيان سوي دي.
 

اسباط کوم کسان وه؟

 مخکي مو بيان کړه چي ديعقوب علیه السلام  دوولس زامن وه ، بني اسرائيل داسباط نسبت خپل ځان ته کوي ، بناءً بني اسرائيل ديعقوب علیه السلام  داولاد دنسله څخه دي . ديعقوب علیه السلام  په اولادونو کي تر ټولو شريف انسان يوسف علیه السلام  دئ ځينو ويلي دي چي ديوسف علیه السلام  پرته ديعقوب علیه السلام  په اولادو کي هيڅ کس نه دئ پيغمبر سوى او نه وحي ورته راغلي دي.

ابن کثير رحمة الله علیه  هم دغه رايه تائيد کړې ده .

ديوسف علیه السلام  دوروڼو ظاهري اقوال او افعال هم پردې دلالت کوي چي دوى نبيان نه وه.کوم کسان چي ديوسف علیه السلام  وروڼو ته نبوت ثابتوي لاندنى ايت په دليل کي وايي :

قُولُوا آمَنَّا بِاللَّهِ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْنَا وَمَا أُنْزِلَ إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ... سورة بقرة الاية ١٣٦
ژباړه : وواياست ! موږ ايمان راوړى دئ پر الله جل جلاله  باندي او پر هغه څه باندي چي پر موږ باندي نازل سوي دي او پر هغه څه باندي چي ابراهيم علیه السلام  ، اسماعيل علیه السلام  اسحاق علیه السلام  ، يعقوب علیه السلام  او اسباطو ته نازل سوي دي.

الله جل جلاله  په پورتني ايت کي وښودل چي اسباط ته هم وحي نازلي سوي دي په اسباط کي ديوسف علیه السلام  وروڼه داخل دي . البته دغه دليل ضعيف دئ ځکه داسباط څخه موخه دبني اسرائيلو قومونه او قبيلي دي چي زيات شمېر پيغمبران پکښي زېږېدلي دي او الهي وحي ورته راغلي دي . همدا ډول کوم دلائل چي ديوسف علیه السلام  دنبوت په اختصاص باندي دلالت کوي ټول ددې څرګندونه کوي چي ديوسف علیه السلام  وروڼه انبياء نه وه.

ديوسف صديق علیه السلام  خوب ليدل

يوسف علیه السلام  ماشوم وو بالغ سوى لا نه وو چي ډېر عجيب او غريب خوب يې وليدى هغه داسي چي ده په خوب وليدل چي ده ته يوولس ستورو ، لمر او سپوږمۍ سجده وکړه ، دا خوب ده ته ډېر عجيب معلوم سو او لويه خبره يې وګڼل کله چي دخوب څخه راپورته سو نو دغه خوب يې خپل پلار ته بيان کړ ، پلار چي دده دخوب بيان واورېدئ پوه سو چي کېدلاى سي چي يوسف علیه السلام  به په خپل ژوند کي دلوړي مرتبې او لوړ مقام څښتن سي او ده ته به پلار ، مور او وروڼه تسليم او خاضع سي ، البته په دې بېره چي وروڼه يې حسد ورسره پيدا نه کړي او ده ته يو چل جوړ نه کړي نو ځکه يې ده ته وويل چي دغه خوب خپلو وروڼو ته مه بيانوه ځکه حسد په انساني طبيعت کي موجود وي له همدې امله چي يعقوب علیه السلام  خپل زوى ته دخوب دپټولو توصيه وکړه چي دوروڼو دحسد څخه وژغورل سي او ژوند يې په خطر کي  ونه لويږي.

په يوه حديث کي راغلي دي : دضروري کارونو دپوره کولو لپاره دپټولو څخه استفاده وکړئ ځکه دهر نعمت څښتن تر حسد لاندي راځي.

الله جل جلاله  ديوسف علیه السلام  دخوب په اړه فرمايي :

إِذْ قَالَ يُوسُفُ لِأَبِيهِ يَا أَبَتِ إِنِّي رَأَيْتُ أَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ رَأَيْتُهُمْ لِي سَاجِدِينَ (4) قَالَ يَا بُنَيَّ لَا تَقْصُصْ رُؤْيَاكَ عَلَى إِخْوَتِكَ فَيَكِيدُوا لَكَ كَيْدًا إِنَّ الشَّيْطَانَ لِلْإِنْسَانِ عَدُوٌّ مُبِينٌ (5). سورة يوسف الايتان ٤ ، ٥

ژباړه : ياد کړه هغه وخت چي يوسف علیه السلام  خپل پلار ته وويل : بېشکه ما په خوب کي وليدل چي يوولس ستوري ، لمر او سپوږمۍ ماته سجده کونکي وي . يعقوب علیه السلام  ورته وويل : اې زويکيه ! ته خپل خوب وروڼو ته مه بيانوه نو دوى به تاته چل وکړي ، بېشکه شيطان انسان ته ښکاره دښمن دئ.

دپورتني آيت څخه معلوميږي چي يوسف علیه السلام  خپل پلار ته په داسي حال کي خوب بيان کړى چي وروڼه يې موجود نه وه او پلار يې ورته وويل چي دا خوب خپلو وروڼو ته مه بيانوه.

په تورات کي راغلي دي چي يوسف علیه السلام  پلار ته خوب په داسي حالت کي بيان کړى چي وروڼه يې ناست  وه پلار يې دقصې کولو څخه منعه کړ  او دمسخرو په ډول يې ورته وويل چي کېداى سي زه ، ستا مور او ستا وروڼه تاته سجده وکړو . دغه نظر بيخي غلط دئ ځکه په يقيني ډول سره په تورات کي لاس وهنه سوې ده يهوديانو دځان څخه خبري پکښي دننه کړي دي او پر حقيقي بڼه نه دئ پاته.

ديوسف علیه السلام  سره ديعقوب علیه السلام  محبت

يعقوب علیه السلام  په خپلو ټولو اولادونو کي ديوسف علیه السلام  سره زيات محبت درلودئ ده او دده ورور بنيامين ته يې پر نورو زامنو باندي برتري ورکول همدغه  شى ددې لامل سو چي ديوسف علیه السلام  وروڼو دده سره حسد او کينه پيدا کړه البته دوى چي دده په اړه کوم شوم او ناوړه هدف درلودى هغه يې پټ کړى وو. يوه ورځ دوى خپل پلار ته وويل چي موږ صحراء ته وزو تفريح کوو ، بازۍ کوو او طبيعت سموو ته زموږ سره يوسف علیه السلام  راسره کړه چي زموږ سره ولاړسي ، پلار ته دا خبره درنه تمامه سوه ځکه ده ديوسف علیه السلام  دفراق توان نه درلودئ دبله پلوه ديوسف علیه السلام  پر وروڼو باندي يې ډاډ نه درلودئ چي دوى دي دده سره اخلاص او پاک نيت لري همدا وجه وه چي ده ورته وويل :

قَالَ إِنِّي لَيَحْزُنُنِي أَنْ تَذْهَبُوا بِهِ وَأَخَافُ أَنْ يَأْكُلَهُ الذِّئْبُ وَأَنْتُمْ عَنْهُ غَافِلُونَ . سورة يوسف الاية ١٣
ژباړه : يعقوب علیه السلام  وويل : بېشکه زه په دې غمګينه کېږم چي تاسو دى بوزئ او زه بېرېږم چي دى به لېوه وخوري او تاسو به دده څخه غافله ياست.

يعقوب علیه السلام  ديوسف علیه السلام  دوروڼو څخه تردې ډېر بېرېدئ چي لېوه به يوسف علیه السلام  وخوري يوازي دلېوه خبره يې ددې لپاره کول چي يوسف علیه السلام  دوروڼو څخه راوګرځوي . ديوسف علیه السلام  وروڼو يوسف علیه السلام  ته دسيسه جوړه کړې وه او پلار ته يې وويل : 

) قَالُوا لَئِنْ أَكَلَهُ الذِّئْبُ وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّا إِذًا لَخَاسِرُونَ . سورة يوسف الاية ١٤
ژباړه : دوى وويل : که يوسف علیه السلام  لېوه وخوړى او موږ يوه لويه ډله يو نو موږ به په دغه وخت کي سخت تاوانيان يو.

ديوسف علیه السلام  په څاه کي اچول

يعقوب علیه السلام  بله چاره نه وليدل پرته له دې چي يوسف علیه السلام  دخپلو وروڼو سره ورسره کړي ددې لپاره چي ديوسف علیه السلام  وروڼه غوده پيدا نه کړي او په دې پوه نسي چي زموږ پلار دده په اړه زموږ څخه بېرېږي او باالاخره زما په غياب کي دده په وړاندي يوه دسيسه جوړه نه کړي له همدې امله يعقوب علیه السلام  ددوى خبره ومنل او يوسف علیه السلام  يې په داسي ډول ورسره کړئ چي په زړه کي يې خوښه نه وه او په ناراضه وو. ديوسف علیه السلام  وروڼو يوسف علیه السلام  دځان سره بوتئ کله چي يې روان کړى او محضي دپلار دسترګو نهام سوه دستي يې يوسف علیه السلام  ته پوچ رد ويل شروع کړه ، وهل او ټکول يې پيل کړه په دښته کي يو څاه وو چي لږ اوبه يې درلودې وهغه ته يې دى واچوى ، يوسف علیه السلام  لا څاه ته نه وو لوېدلى چي الله جل جلاله  وحي ورته وکړې او دخپلو وروڼو شوم هدف يې ورته په ډاګه کړى او ډاډ يې ورکړى چي پر تا به ښايي ډول ، ډول تکليفونه راسي خو الله جل جلاله  به تا پرخپلو ورورڼو باندي لوړ کړي او لوړه مرتبه به درکړي . الله جل جلاله  په دې اړه فرمايي :

وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِ لَتُنَبِّئَنَّهُمْ بِأَمْرِهِمْ هَذَا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ . سورة يوسف الاية ١٥
ژباړه : موږ يوسف علیه السلام  ته وحي وکړې چي دى دخپلو وروڼو په هدف خبر کړو چي دوى کاوه او دوى نه پوهېده.

کله چي ديوسف علیه السلام  وروڼو يوسف علیه السلام  څاه ته واچوى . الله جل جلاله  په خپل حفاظت سره دمرګ څخه وساتى ، تر يوڅه وخت تېرېدو وروسته پر دغه سيمه يو ه قافله تېرېدل ، ودغه څاه ته يې خپل نفر ورواستول چي ددغه څاه څخه اوبه رواړي ، هغه نفر چي رغلل څلواغه يې څاه ته وروځړول کله چي يې بېرته راپورته کول يوسف علیه السلام  ځان پوري ټينګ کړ ، هغو دافکر کاوه چي څلواغه داوبو ډکه ده خو کله چي يې راپورته کړه په څلواغه کي يو ښايسته ماشوم دئ ، ډېر خوشاله سوه او نارې يې کړې چي زېرى مو درباندي غلام مو پيدا کړى . قافله وال په دې ماشوم ډېر خوشاله سوه او يوسف علیه السلام  يې دځان لپاره يوه سرمايه وبلل ، دځان سره يې پټ وساتى کله چي مصر ته ورسېدل هلته يې دغلام په صفت خرڅ کړ، البته يوسف علیه السلام  دمصر دعزيز مېرمني چي قطفير نومېده په ډېرو لږو پيسو رانيوى. يوسف علیه السلام  په خپلو غوره  اخلاقو ، امانتدارۍ ، صداقت او نورو سپېڅلو کړنو سره دمصر دعزيز په وړاندي لوړ مقام وګاټه. داپېښه ١٦٠٠ کلونه تر مېلاد وړاندي رامنځته سوې ده.

دبله پلوه ديوسف علیه السلام  وروڼو چي خپل ورور څاه ته واچوئ نو يوسف علیه السلام  قميص يې په وينو ولړئ او دپلار پر لوري راروان سوه ، په ژړا اخته وه ځانونه يې سخت غمګين ښکاره کول ، پلار ته چي راورسېدل دستي يې پلار ته په ژړا ، ژړا کي وويل چي يوسف علیه السلام  لېوه وخواړئ ، ديوسف علیه السلام  قميص يې ورښکاره کړى چي په ددرواغو يې په وينو يې لړلى وو البته دې ته يې پام نه وو چي لېوه يوسف علیه السلام  خوړلى واى نو بايد قميص يې څيري واى ځکه ددرواغو مزل لنډ وي که ددوى ورته پام واى نو دا قميص به يې څيري ، څيري کړى واى. الله جل جلاله  په دې اړه فرمايي:

قَالُوا يَا أَبَانَا إِنَّا ذَهَبْنَا نَسْتَبِقُ وَتَرَكْنَا يُوسُفَ عِنْدَ مَتَاعِنَا فَأَكَلَهُ الذِّئْبُ وَمَا أَنْتَ بِمُؤْمِنٍ لَنَا وَلَوْ كُنَّا صَادِقِينَ. سورة يوسف الايتان ١٦ ، ١٧
ژباړه : دوى راغلل پلار خپل ته په ماښام کي په داسي حال کي چي ژړل يې او وې ويل : اې پلاره ! موږ تللي  وو چي مسابقې مو کولې او يوسف علیه السلام  مو دخپلو سامانو سره پرې ايښي وو نو لېوه وخواړئ او ته پر موږ باور نه کوې که څه هم موږ صادقان يو.

ځينو پخوانيو ويلي دي : دظالم ژړا دي تېر نه باسي ځکه ډېر وخت ظالم ژړا کوي او تاته يې چل او فريب جوړ کړى وي لکه ديوسف علیه السلام  وروڼه چي ظالمان وه او پلار ته يې ژړل .

يعقوب علیه السلام  چي دخپل زوى يوسف علیه السلام  قميص لاندي پورته وکاتى نو دوى ته يې وويل: دا عجيبه هوښيار لېوه وو چي قميص يې هيڅ څيرلى نه دئ او زما زوى يې خوړلى دئ ، ديعقوب علیه السلام  دغه خبره پردوى باندي نيوکه او ددوى ددرواغو دڅرګندولو لپاره وه چي زما زوى لېوه نه دى خوړلى بلکي تاسو يوه دسيسه ورته جوړه کړې ده نو ځکه يې ورته وويل : 

قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنْفُسُكُمْ أَمْرًا فَصَبْرٌ جَمِيلٌ وَاللَّهُ الْمُسْتَعَانُ عَلَى مَا تَصِفُونَ. سورة يوسف الاية ١٨
ژباړه :بلکي تاسو ته خپل نفسونو تدبير برابر کړى دئ نو زما لپاره صبر جميل دئ او الله جل جلاله  هغه ذات دئ چي مرسته ځني غوښتل کيږي پر هغه څه باندي چي تاسو يې بيان کوئ.


د عزيز د مېرمني سره د يوسف علیه السلام  ستونزي او غمونه 

يوسف علیه السلام  دعزيز په کور کي په ډېر ناز اونواز سره ژوند کاوه ، زياته  ښکلا اوښايست يې درلودئ کله چي ځوان سو دعزيز مېرمن پر عاشقه سوه او دده ميني يې په زړه کي ځاى ونيوئ. آن تردې چي دده څخه يې دزنا غوښتنه وکړه ، دايوسف علیه السلام  لپاره دوهم غم وو لومړى غم دده لپاره هغه وو چي وروڼو يې حسد او کينه ورسره پيدا کړه اخر يې څاه ته واچوى دا دوهم غم وو. يوسف علیه السلام  پاک لمنى ، صابر ، استقامت والا او سپېڅلى انسان وو ددې ټولو ستونزو په وړاندي يې مقاومت کاوه ، دشهوت په مقابل کي يې ديوه پاک مؤمن په څېر موقف اختيار کړ، دده ددغه موقف اختيارولو ددوو ټکو څخه کېداى سي:

لومړى : داچي ده داسي قوم ايمان درلودى چي زړه يې دايمان درڼا څخه ډک وو او پاک ژوند يې په زړه کي ځاى نيولى وو ځکه پلار يې همداسي پرورښت کړى وو.

دوهم : داچي ددغه ښځي خاوند يعني عزيز ديوسف علیه السلام  بادار وو دده سره يې ډېر احسانونه کړي وه ، دى يې امين او پت ساتونکى بللى وو په داسي صورت کي نو يوسف علیه السلام  څنګه خيانت مناسب بللى واى؟ الله جل جلاله  په دې اړه فرمايي:

وَرَاوَدَتْهُ الَّتِي هُوَ فِي بَيْتِهَا عَنْ نَفْسِهِ وَغَلَّقَتِ الْأَبْوَابَ وَقَالَتْ هَيْتَ لَكَ قَالَ مَعَاذَ اللَّهِ إِنَّهُ رَبِّي أَحْسَنَ مَثْوَايَ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ . سورة يوسف الاية ٢٣
 ژباړه :بلنه ورکړه يوسف علیه السلام  ته هغه ښځي چي دى يې په کور کي وو دده دځان ، دروازې يې وتړلې او ده ته يې وويل ژر راځه يوسف علیه السلام  وويل : په الله جل جلاله  سره پناه غواړم  دغه سړى چي زما صاحب دئ ماته ښه ځاى راکړئ ، بېشکه ظالمان نه سي خلاصېداى.

دعزيز دمېرمني په زړه کي ورځ تر بلي ديوسف علیه السلام  عشق او محبت زياتېدى آن تردې چي آخر يې هڅه وکړه چي يوسف علیه السلام  په زوره زنا کولو ته اړه کړي ، همداسي يې وکړه دروازې يې بندي کړې ددغه ناوړه کار لپاره يې محکمه تياري ونيول بيا يوسف علیه السلام  ته په ښکاره ددې ناروا کار دکولو وويل يوسف علیه السلام  ددې کار څخه منعه وکړه او هيڅ دې کار ته اماده نسو ، دا چي عشق يې دده سره بيخي اوج ته رسېدلى وو ، دشهوت پرغونډۍ سپره وه يوسف علیه السلام  يې په دې منعه پرې نه ښودئ بلکي ورحمله يې  کړه چي په زوره يې زنا ته تيار کړي يوسف علیه السلام  چي دالله جل جلاله  څخه بېرېدئ او دالله جل جلاله  دويري څخه دې کار ته تيار نه وو ددې سره يې زور وکړى په زوره يې ځان ځني خلاص کړى او په ځغاسته يې پيل وکړى ، زليخا پسي وځغستل چى دى راټينګ کړي او زنا په وکړي نو ځکه يې تر لمن راونيوئ ديوسف علیه السلام  لمن څيري سوه خو بيا هم دې ټينګ نيولى وو ، ديوسف علیه السلام  زورونه وه چي ځان ځني خلاص کړي ، دې نه ايله کاوه په دغه حالت کي دروازې ته ورسېده ، زليخا په دروازه کي ورته ودرېده چي دده دتلو لاره بنده کړي ، په دغه وخت کي دزليخا مېړه يعني عزيز راغلى ، زليخا په ډېره چالاکي سره دخپل مېړه ولوري ته ورغلل چي خپل برائت ورته ښکاره کړي ، دژړا په حالت کي يې ورته وويل : دغه يوسف علیه السلام  غواړي زما سره زنا وکړي او زما پرعفت باندي پښې کښيږدي خو زه ورته اماده نه يم او په ډېر زور سره مي  تردې ځايه پوري ځان راورسوئ . په يوه آن کي يې ځان مظلوم کړى او مظلوم يې ظالم وباله، هغه څوک چي دخپل بادار دابرو او عزت ساتني په موخه يې ددې سره زنا نه کول هغه يې مجرم وعزيز ته ثابت کړ، الله جل جلاله  په دې اړه فرمايي :

وَلَقَدْ هَمَّتْ بِهِ وَهَمَّ بِهَا لَوْلَا أَنْ رَأَى بُرْهَانَ رَبِّهِ كَذَلِكَ لِنَصْرِفَ عَنْهُ السُّوءَ وَالْفَحْشَاءَ إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُخْلَصِينَ (24) وَاسْتَبَقَا الْبَابَ وَقَدَّتْ قَمِيصَهُ مِنْ دُبُرٍ وَأَلْفَيَا سَيِّدَهَا لَدَا الْبَابِ قَالَتْ مَا جَزَاءُ مَنْ أَرَادَ بِأَهْلِكَ سُوءًا إِلَّا أَنْ يُسْجَنَ أَوْ عَذَابٌ أَلِيمٌ (25) قَالَ هِيَ رَاوَدَتْنِي عَنْ نَفْسِي وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِنْ أَهْلِهَا إِنْ كَانَ قَمِيصُهُ قُدَّ مِنْ قُبُلٍ فَصَدَقَتْ وَهُوَ مِنَ الْكَاذِبِينَ (26) وَإِنْ كَانَ قَمِيصُهُ قُدَّ مِنْ دُبُرٍ فَكَذَبَتْ وَهُوَ مِنَ الصَّادِقِينَ. سورة يوسف الايات ٢٤ الي ٢٧

ژباړه : بېشکه دعزيز ښځي قصد په ده سره وکړئ اويوسف علیه السلام  قصد په دې سره وکړئ که چيري دالله جل جلاله  دخوا څخه برهان نه واى. په دغه ډول (لکه دزليخا دلومو څخه چي مو يوسف علیه السلام  خلاص کړئ)، ددې لپاره چي موږ دى دبدو او بې حيايي کارونو څخه وژغورو او دى زموږ دمخلصو بندګانو څخه سي ( يوسف علیه السلام  وځغستل زليخا پسي وځغستل ) دوى دواړو په ځغاسته کي مسابقه سره وکړه ، ديوسف علیه السلام  دشا دخوا څخه قميص څيري سو ، په دغه حالت کي دغه ښځي خپل خاوند پيدا کړئ او ورته وې ويل : څوک چي ستا اهل ته په بده سترګه ګوري دهغه جزا نه ده مګر داچي بندي کړل سي او ياسخت دردونکى عذاب ورکړل سي، يوسف علیه السلام  ورته وويل :زليخا زما څخه دزنا غوښته وکړه اويو شاهد شاهدي ددې دکورنۍ څخه ادا کړه چي (او وې ويل :) که چيري ديوسف علیه السلام  لمن دمخ دخوا څخه څيري وه نو دا رښتينې ده او دى درواغجن دئ او که يې لمن دشا دخوا څيري وه نو دا درواغجنه ده او دى درښتينو انسانانو څخه دئ.

کومه شاهدي چي دعزيز په وړاندي ادا کړل سوه يوه رښتيني شاهدي وه اوديوسف علیه السلام  پر برائت باندي پوره دليل وو ځکه دغه ماشوم چي په ځانګو کي يې شاهدي ادا کړه دعزيز دقريبانو څخه وو. الله جل جلاله  دغه ماشوم ته په ځانګو کي دخبرو کولو توانايي ورکړه او ديوسف علیه السلام  پر برائت باندي يې شاهدي ادا کړه څو يوسف علیه السلام  دهغه لويي جزا څخه خلاص کړ، کومه چي دعزيز مېرمني ده ته په نظر کي نيولې وه. ددغه شاهدۍ خلاصه داسي ده :

ماشوم وويل : که ديوسف علیه السلام  پلان درلودى چي دزليخا سره زنا وکړي او هغې منعه کول نو ديوسف علیه السلام  لمن به دمخ لخوا څيري وي ځکه په داسي صورت کي به زليخا دده څخه ځان خلاصوئ او دى به يې دځان څخه ليري کاوه اودده به لمن دمخ لخوا څيري سوې وي ، عقل هم ددې دليل تائيد کوي. او که زليخا دزنا اراده کړې وي  او يوسف علیه السلام  منعه کړې وه او دتيښتي لاره يې خپله کړې وي نو  ديوسف علیه السلام  لمن به  دشا له خوا څيري وي ځکه دى به  ځغاستى او زليخا به  دشا له خوا تر  لمن نيولى وي کله چي عزيز وکتل ديوسف علیه السلام  لمن دشا له خوا څيري وه عزيز  په دې پوه سو چي يوسف علیه السلام  پاک دئ تاوان په زليخا کي دئ . الله جل جلاله  په دې اړه داسي فرمايي :

فَلَمَّا رَأَى قَمِيصَهُ قُدَّ مِنْ دُبُرٍ قَالَ إِنَّهُ مِنْ كَيْدِكُنَّ إِنَّ كَيْدَكُنَّ عَظِيمٌ (28) يُوسُفُ أَعْرِضْ عَنْ هَذَا وَاسْتَغْفِرِي لِذَنْبِكِ إِنَّكِ كُنْتِ مِنَ الْخَاطِئِينَ . سورة يوسف الايتان ٢٨، ٢٩
ژباړه :کله چي عزيز وليدل چي ديوسف علیه السلام  لمن دشا له خوا څيري وه نو مېرمني ته يې وويل : دا ستاسو دچلونو څخه دئ ، بېشکه ستاسو چل ډېر لوى دئ اې يوسفه ! ددې څخه اعراض وکړه، اې ښځي ته دخپلي ګناه لپاره مغفرت  وغواړه ، بېشکه ته دخطاکونکو څخه يې.

په ښار کي ددې خبر نشرېدل

ددې خبر اوازه په ټول ښار او شاوخوا کي نشر سوه چي دعزيز مېرمني غوښتل چي دخپل غلام سره زنا وکړي او هغه نه ورسره کول ، په دې کار سره ښځو دا ملامته ول او ويل به يې چي داڅنګه ښځه ده چي پر خپل غلام باندي عاشقه سوې ده ؟ دا څنګه پر غلام باندي عاشقېدل ؟ څنګه يې دهغه سره محبت کاوه ؟ ښځو خورا زيات تبليغات پسي شروع کړه او ددې بد به يې ويل  آن تردې چي تردې پوري خبر راورسېدئ چي دښار ښځي په تاپسي داسي خبري کوي ، زليخا چي داخبره واورېده نو هڅه يې وکړه چي ددې ملامتى څخه ځان خلاص کړي او يوه دسيسه يې جوړه کړه هغه  داچي يو ښه ځاى يې جوړ کړى دښار ښځي يې را وغوښتې او يوه داسي مېوه يې په لاس ورکړه چي پرېکولو ته يې اړتيا لرل ، بيا يې چاړې په لاس ورکړې چي دغه مېوه په پري کړي ، په  دغه وخت کي يوسف علیه السلام  يوځاى پټ وو ، کله چي ښځو په مېوو پرېکولو سره پيل وکړى دې يوسف علیه السلام  ته امر وکړى چي راووزي ، يوسف علیه السلام  چي راوواتى او ښځو ورته وکتل ديوسف علیه السلام  ښايست اوښکلا پر ښځو باندي غالبه سوه آن تردې چي بيخي يې بېحاله کړې کومي چاړې چي يې په لاس کي وې په هغو يې دمېوو پر ځاى خپلي ګوتي پرې کړې ، ديوسف علیه السلام  په ښايست کي دومري غرقي سوې چي ددغه درد احساس يې بيخي نه کاوه او دګوتو په پرېکولو نه پوهېدې ، دګوتو ويني يې پر کالو باندي بهېدلې دوى نه په پوهېدې ، ديوسف علیه السلام  په ښايست کي يې عقل او سترګي غرق سوه  آن تردې چي دده دستايش الفاظ نه وه ورسره چي څنګه دده ښايست څرګند کړي آخر يې وويل : 

وَقُلْنَ حَاشَ لِلَّهِ مَا هَذَا بَشَرًا إِنْ هَذَا إِلَّا مَلَكٌ كَرِيمٌ . سورة يوسف الايته٣١
ژباړه : الله جل جلاله  پاک دئ دا انسان نه دئ ، نه دئ  مګر دا يوه پاکه ملائکه ده .
 

دهمدې ځاي څخه زليخا ښځو ته ثابته کړه چي ديوسف علیه السلام  په عشق کي دا ملامته نه ده او دعتاب او ملامتيا په ډول يې دوى ته وويل :
 
قَالَتْ فَذَلِكُنَّ الَّذِي لُمْتُنَّنِي فِيهِ وَلَقَدْ رَاوَدْتُهُ عَنْ نَفْسِهِ فَاسْتَعْصَمَ وَلَئِنْ لَمْ يَفْعَلْ مَا آمُرُهُ لَيُسْجَنَنَّ وَلَيَكُونًا مِنَ الصَّاغِرِينَ.  سورة يوسف الاية ٣٢
ژباړه :  زليخا وويل : دغه نو هغه څوک دئ چي تاسو پر ما ملامتي ويل او بېشکه مادده څخه دده دځان غوښتنه کړې وه نو ده زما څخه خپل ځان وساتى ، که دى هغه څه ونه کړي چي زه يې ورته امر کوم ، خامخا به دى بندي کړل سي او دى به دذليلو کسانو څخه سي.

عدل خو داسي وو چي يوسف علیه السلام  دخپلي سپېڅلتيا له امله عزتمن سي او ددغه پاک لمنۍ په بدله کي يې درنښت وسي او دعزيز مېرمنه چي مجرمه وه په سزا ورسيږي مګر کار بالعکس وسو يوسف علیه السلام  ديوې داسي ښځي دشهوت قرباني سو چي دخپل مېړه پر پت او عزت يې پښې ايښي او خپل خاوند يې بدنامه کړى . آخر داچي زليخا برائت پيدا کړى او يوسف علیه السلام  په بند محکوم او بند ته ولېږل سو اوه کاله په بند کي وو.

يوسف علیه السلام  دکوم جرم پرته په بندمحکوم سو په بند کي اوسېدئ په دغه محبس کي دوه ځوانان نور هم بنديان وه يو ځوان دپاچا دساقيان آمر وو ، بل ځوان دپاچا داشپزانو آمر وو ، دغه دوو ځوانانو خوب وليدئ او يوسف علیه السلام  ته يې دتعبير لپاره وړاندي کړى ، دساقيانو امر داسي خوب  وليدئ چي دپاچا په جام کي دانګورو شيره باسي او هغه بل داسي خوب وليدئ چي يو مجمه يې پر سره اخيستې ده په هغه کي دخوراک شيان دي مرغان خوراک ځني کوي ، دوى دواړو خپل خوبونه يوسف علیه السلام  ته وړاندي کړه چي دى يې تعبير ورکړي ، يوسف علیه السلام  لومړى کس ته وويل : ډېر ژر به ته ايله سي او دپاچا ساقي به يې هغه بل کس ته يې وويل : پاچا به تا په دار وځړوي او مرغان به دي دسرڅخه غوښي خوري . دلږ وخت په تېرېدو سره دواړه خوبونه په هغه ډول وختل چي يوسف علیه السلام  ورته تعبير کړي وه.

دپاچا خوب ليدل او ديوسف علیه السلام  دبند څخه راوتل

يوسف علیه السلام  په بند کي کلونه ، کلونه پاته وو کوم تکليفونه چي پر ده باندي په بند کي تېرېدل الله جل جلاله  ته ښه معلوم دي . يووخت پاچا ډېر عجيب او نادر خوب وليدئ هغه داچي ده په خوب کي وليدل چي ديوې ويالې څخه اوه چاغ ، ښايسته او قوي غوايي راووتل په يوه باغ کي يې څړ شروع کړى دبلي خوا اوه ډنګر او بدرنګه غوايي راووتل او پردې چاغو غوايانو يې حمله وکړه دغه چاغ غوايان يې وخوړل . بيا يې په داغه خوب کي وليدل چي اوه پاخه دغنمو وږي وي دبلي خوا څخه اوه شنه وږي چي پاخه نه وي پردې پخو اوږو حمله کوي او دغه پاخه وږي له منځه وړي . پاچا چي دخوب څخه راويښ سو ډېر حيران سو او ددې خوب څخه وبېرېدئ دستي يې دخپل هيواد علماء او ساحران راوغوښتل دهغو څخه يې دخوب دتعبير غوښتنه وکړه هغو ورته وويل : داشيطاني خوب دئ کوم  حقيقت نه لري . هغه ساقي چي يوسف علیه السلام  دخوب تعبير ورکړى وو هغه په دې پېښه خبر سو دپاچا څخه يې وغوښتل چي ما محبس ته واستوه هلته يوکس دئ دخوب ډېر ښه تعبير کوي زه به تاته دخوب صحيح تعبير راوړم ، پاچا دى محبس ته واستوى ساقي چي محبس ته ورغلى دپاچا خوب يې ورته ووايه ، يوسف علیه السلام  دخوب تعبير په دې ډول ورکړى چي اوه اباد کلونه به راسي په دې اوو کلونو کي به خورا ښه غنم وسي بيا به اوه وچ کلونه راسي کوم غنم چي په دغه اوو ابادو کلو کي زخيره سوي دي هغه به له منځه ولاړسي نو په کار ده چي خلګ په دې ابادو کلو کي خپل غنم دبې ځايه مصرفولو څخه وساتي څو په وچو کلو کي دستونزو سره مخ نسي ، ساقي راغلى پاچا ته يې دخوب تعبير په هغه ډول بيان کړي چي يوسف علیه السلام  ورته ويلى وو ، دپاچا دغه تعبير ډېر خوښ سو ساقي ته يې وويل : ته ورسه دغه کس راوله چي زه يې ونازوم او يوه لويه چوکۍ ورکړم ، ساقي چي راغلى يوسف علیه السلام  ته يې په خوښۍ دپاچا فرمان وړاندى کړى يوسف علیه السلام  نه ومانى او ورته وې ويل :
 
ترهغه وخت پوري زه دمحبس څخه نه وزم چي زما برائت نه وي سوى او هغه تور چي زليخا پر ماباندي تړلى دئ هغه څرګند نه سي او زه ددې تهمت څخه خلاص نه سم . دا ديوسف علیه السلام  دپاک لمنۍ ، عزت او درنښت نښي وې . الله جل جلاله  په دې اړه فرمايي :

وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ فَلَمَّا جَاءَهُ الرَّسُولُ قَالَ ارْجِعْ إِلَى رَبِّكَ فَاسْأَلْهُ مَا بَالُ النِّسْوَةِ الَّاتِي قَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ إِنَّ رَبِّي بِكَيْدِهِنَّ عَلِيمٌ (50) قَالَ مَا خَطْبُكُنَّ إِذْ رَاوَدْتُنَّ يُوسُفَ عَنْ نَفْسِهِ قُلْنَ حَاشَ لِلَّهِ مَا عَلِمْنَا عَلَيْهِ مِنْ سُوءٍ قَالَتِ امْرَأَةُ الْعَزِيزِ الْآنَ حَصْحَصَ الْحَقُّ أَنَا رَاوَدْتُهُ عَنْ نَفْسِهِ وَإِنَّهُ لَمِنَ الصَّادِقِينَ (51) ذَلِكَ لِيَعْلَمَ أَنِّي لَمْ أَخُنْهُ بِالْغَيْبِ وَأَنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي كَيْدَ الْخَائِنِينَ (52) . سورة يوسف الايتان ٥٠ الي ٥٢
ژباړه : پاچا وويل : يوسف علیه السلام  ماته راولئ ، کله چي استازى يوسف علیه السلام  ته راغلى ده ورته وويل : ولاړ سه خپل بادار ته پوښتنه ځني وکړه چي دهغه ښځو څه حال وو چي لاسونه يې پرېکول ، بېشکه زما رب ددوى په چل باندي ډېر ښه عالم دئ.پاچا وويل : ستاسو څه حال وو چي ديوسف علیه السلام  څخه مو دده دځان غوښتنه وکړه ؟ دوى په جواب کي وويل : الله جل جلاله  لره پاکي ده موږ پرده باندي دهيڅ بدۍ علم نه دى پيدا کړى . دعزيز مېرمني وويل : اوس حق ښکاره سو ما دده څخه دده دځان غوښتنه کړې وه او بېشکه دى دريښتينو انسانانو څخه دئ. يوسف علیه السلام  وويل : داددې لپاره چي دى عزيز پوه سي چي مادده سره په پټه خيانت نه دئ کړى ، بېشکه الله جل جلاله  خائنو انسانانو ته هدايت نه کوي.

ديوسف علیه السلام  قصه ډېره اوږده ده الله جل جلاله  په قرآنکريم په تفصيلي ډول بيان کړې ده په هر صورت کله چي يوسف علیه السلام  لوړ مقام او مرتبې ته ورسېدئ دده مور ، پلار او وروڼه ورته راغلل ده ته يې دتعظيم سجده وکړه . ده دخپل ماشومتوب خوب چي ده ليدلى وو پلار ته ورپه ياد کړ او هغه خوب تحقق پيدا کړ. الله جل جلاله  په دې اړه فرمايي :

وَرَفَعَ أَبَوَيْهِ عَلَى الْعَرْشِ وَخَرُّوا لَهُ سُجَّدًا وَقَالَ يَا أَبَتِ هَذَا تَأْوِيلُ رُؤْيَايَ مِنْ قَبْلُ قَدْ جَعَلَهَا رَبِّي حَ‍قًّا وَقَدْ أَحْسَنَ بِي إِذْ أَخْرَجَنِي مِنَ السِّجْنِ وَجَاءَ بِكُمْ مِنَ الْبَدْوِ مِنْ بَعْدِ أَنْ نَزَغَ الشَّيْطَانُ بَيْنِي وَبَيْنَ إِخْوَتِي إِنَّ رَبِّي لَطِيفٌ لِمَا يَشَاءُ إِنَّهُ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ (100) . سورة يوسف الايتان ٩٩ ، ١٠٠
 
ژباړه : وې ويل : مصر ته داخل سئ انشاء الله په امن به ياست ، مور او پلار يې تخت ته پورته کړه او دوى يوسف علیه السلام  ته سجده وکړه ، پلار ته يې وويل : دا هم زما دخوب تعبير دئ چي ما مخکي ليدلى وو الله جل جلاله  متحقق کړى ،الله جل جلاله  زما سره نېکي وکړه کله چي يې زه دمحبس څخه راوايستم او تاسو يې دصحراء څخه راوستلاست وروسته تردې چي شيطان زما او زما دوروڼو ترمنځ واقع سوى وو ، بېشکه زما رب ډېر مهربانه دئ پر هغه چا باندي چي خوښه يې سي او بېشکه دغه رب زيات عالم او زيات دحکمت څښتن دئ.

ديوسف علیه السلام  غم او مصيبت

يوسف علیه السلام  په ژوندانه کي ډېر تکليفونه او زحمتونه ليدلي دي دده ژوند ډېرو کړاوونو څخه ډک وو بلکي پرده باندي اسانۍ هم راغلي دي ، دده په ژوند کي تکليفونو او راحتونو دواړه راغلي دي يعني کله زحمت او کله راحت . دده د ډېرو تکليفونو په پايله کي الله جل جلاله  دده عزت وکړ، ده ته يې لوى واک او پاچاهي ورکړه. کله چي يوسف علیه السلام  دمحبس څخه راوواتى الله جل جلاله  دمصر دخزانو خزانه ساتونکى جوړ کړى دليري پرتو سيمو څخه به خلګ ده ته راتلل او دده څخه به يې دخوراک لپاره توکي غوښتل په دې لړ کي دده وروڼه چي وچ کلۍ ځپلي وه هم راغلل ، ده وپېژندل خو هغو دى نه پېژندى.

يوسف علیه السلام  چي په خپل ژوندانه کي ډېر تکليفونه وګالل پايله يې داسوه چي الله جل جلاله  پرده باندي ډېر لوى احسان وکړى . لکه ځيني عارفان چي وايي :

زيات وخت دتکليفونو او زحمتونو پر مهال احسان په کمين کي وي.

يوسف علیه السلام  دخپل ژوند په اوږدو کي ددرو ډولو زحمتونو سره مخ سو:

لومړى : داچي دده وروڼو دده سره حسد او کينه پيدا کړه او دده دهلاکت لپاره يې ډول ، ډول دسيسې جوړي کړې چي دى ووژني خو په آخر کي يې په دې بسنه وکړه چي څاه ته يې واچاوه که دالله جل جلاله  احسان نه واى نو يوسف علیه السلام  به هلاک سوى واى يوازي الهي لورينه وه چي ده دهلاکت څخه نجات پيدا کړ.

دوهم : داچي دعزيز مېرمن پر ده باندي عاشقه سوه او دده څخه يې دناروا عمل غوښتنه وکړه او ددې کار لپاره يې دهر ډول دسيسو څخه کار واخيستى حال داچي يوسف علیه السلام  پر نوې ځواني باندي وو الله جل جلاله  په خپل رحمت سره دى ددغه ښځي ددسيسو اوچلونو څخه وساتى او ددې بربادونکي عمل څخه يې خلاصون تر لاسه کړى . لکه چي الله جل جلاله  فرمايي :

فَاسْتَجَابَ لَهُ رَبُّهُ فَصَرَفَ عَنْهُ كَيْدَهُنَّ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ. سورة يوسف الاية ٣٤
ژباړه : الله جل جلاله  دده توبه قبوله کړه ، يوسف علیه السلام  يې دچل څخه ددوى خلاص کړى ، بېشکه الله جل جلاله  زيات اورېدونکى او زيات علم لرونکى دئ.

دريم : داچي يوسف علیه السلام  بېله کوم جرم په  ظلم سره په زندان کي ولوېدئ ، پرده باندي افتراء وويل سوه ، تور پر ولګېدى ددې تور په وجهه اوه کاله په زندان کي ولوېدى که دپاچا خوب نه واى نو دى به ډېر کلونه په بند کي واى.

ديوسف علیه السلام  پر عصمت باندي يوه مهمه تنبيه
 
موږ مخکي دانبياؤ دعصمت ترعنوان لاندي ديوسف صديق علیه السلام  پر عصمت باندي تفصيل واره خبري وکړې ، دلته يوه باريک ټکى رانقلوو چي مشهور مفسر امام فخر الدين رازي رحمة الله علیه  بيان کړى دئ هغه داچي ځيني ناپوهان ديوسف علیه السلام  په اړه بد ګماني کوي او وايي چي ده دزنا قصد وکړى ځکه په قرآن کي د (هم) لفظ راغلى دئ يعني ده قصد وکړى خبره داسي نه ده لکه دغه ناپوهان چي وايي بلکي نومړى مفسر فرمايي :

ديوسف علیه السلام  پر سپېڅلتياباندي دالله جل جلاله  لاندنى قول شاهدي ورکوي چي فرمايي:

كَذَلِكَ لِنَصْرِفَ عَنْهُ السُّوءَ وَالْفَحْشَاءَ إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُخْلَصِينَ . سورة يوسف الاية ٢٤
ژباړه : په دغه ډول (لکه دزليخا دلومو څخه چي مو يوسف علیه السلام  خلاص کړئ)، ددې لپاره چي موږ دى دبدو او بې حيايي کارونو څخه وژغورو او دى زموږ دمخلصو بندګانو څخه سي .

دعزيز دقريبانو څخه يوه شاهد ديوسف علیه السلام  پر سپېڅلتيا باندي شاهدي ورکړه ځکه الله جل جلاله  فرمايي :
 
وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِنْ أَهْلِهَا إِنْ كَانَ قَمِيصُهُ قُدَّ مِنْ قُبُلٍ فَصَدَقَتْ وَهُوَ مِنَ الْكَاذِبِينَ (26) وَإِنْ كَانَ قَمِيصُهُ قُدَّ مِنْ دُبُرٍ فَكَذَبَتْ وَهُوَ مِنَ الصَّادِقِينَ (27) . سورة يوسف الايتان ٢٦ ، ٢٧
ژباړه : يو شاهد شاهدي ددې دکورنۍ څخه ادا کړه چي (او وې ويل :) که چيري ديوسف علیه السلام  لمن دمخ دخوا څخه څيري وه نو دا رښتينې ده او دى درواغجن دئ او که يې لمن دشا دخوا څيري وه نو دا درواغجنه ده او دى درښتينو انسانانو څخه دئ.

هغه ښځو چي لاسونه يې په چاړو ديوسف علیه السلام  په ليدلو پرې کړي وه ديوسف علیه السلام  پر سپېڅلتيا باندي يې شاهدي ورکړه لکه چي الله جل جلاله  فرمايي:
 
وَقُلْنَ حَاشَ لِلَّهِ مَا هَذَا بَشَرًا إِنْ هَذَا إِلَّا مَلَكٌ كَرِيمٌ . سورة يوسف الايه ٥١
ژباړه : دوى په جواب کي وويل : الله جل جلاله  لره پاکي ده موږ پرده باندي دهيڅ بدۍ علم نه دى پيدا کړى.

دعزيز مېرمني خپله ديوسف علیه السلام  پر پاک لمنۍ باندي شاهدي ورکړه ځکه الله جل جلاله  فرمايي :
قَالَتِ امْرَأَةُ الْعَزِيزِ الْآنَ حَصْحَصَ الْحَقُّ أَنَا رَاوَدْتُهُ عَنْ نَفْسِهِ وَإِنَّهُ لَمِنَ الصَّادِقِينَ . سورة يوسف الايه ٥١
ژباړه : دعزيز مېرمني وويل : اوس حق ښکاره سو ما دده څخه دده دځان غوښتنه کړې وه او بېشکه دى دريښتينو انسانانو څخه دئ. 

شيطان ديوسف علیه السلام  پر پاک لمنۍ باندي په لاندي قول سره شاهدي ورکوي:
قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ (82) إِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ (83). سورة ص الايتان ٨٢ ، ٨٣
ژباړه : شيطان وويل : زما دي ستا په عزت سره قسم وي چي زه به دوى ګمراه کوم مګر نه ستا بندګان چي ددوى څخه مخلصان وي . 

په هر صورت چي يوسف علیه السلام  سپېڅلي نه ثابتوي او دده په عصمت اقرار نه کوي او وايي چي ده دزليخا سره دزنا قصد وکړى دغه څوک به خالي نه وي يا به دشيطان دډلي څخه وي او يا به دالله جل جلاله  دډلي څخه وي دواړي ډلي ديوسف علیه السلام  په برائت سره اقرار کوي . پرته لدې څخه چي ديوسف علیه السلام  په عصمت باندي اقرار وسي او دا ثابته سي چي يوسف علیه السلام  دزليخا سره دزنا هيڅ قصد نه درلودئ بله هيڅ چاره نسته . دفخر الرازي  رحمة الله علیه  کلام پاى ته ورسېدئ.

د يوسف علیه السلام  وفات

مؤرخين ليکي : وروسته تردې چي يوسف علیه السلام  داوږدې مودې وروسته دخپل پلار سره يوځاى سو دپلار عمر يې ١٣٠ کاله وو دده پلار يعني يعقوب علیه السلام  چي دده سره يوځاى سو ١٧ کاله يې نور ژوند وکړى. يوسف علیه السلام  چي کله ١١٠ کالو ته ورسېدئ په داسي حالت کي چي دمصر واکمن وو وفات سوه او په همدغه ځاى کي خاورو ته وسپارل سو.يوسف علیه السلام  خپلو وروڼو ته وصيت کړى وو چي که زه وفات سوم نو ما دخپل پلار سره په څنګ کي دفن کړى . کله چي موسي علیه السلام  شام ته راغلى نو دصحيح روايت لمخي ديوسف علیه السلام  جسد په نابلس کي دفن سوى وو. 

دصحيح روايت له مخي يوسف علیه السلام  دخپل نېکه ابراهيم علیه السلام  تر زېد ٣٦١ کاله وروسته وفات سوى دئ او ترميلاد ٦٤ کاله مخکي وفات سوى دئ.

کله چي ديوسف علیه السلام  دمرګ وخت نژدې سو نو ده الله جل جلاله  ته دعا وکړه چي اې الله ! ماته دايمان سره مرګ رانصيب کړې او ما دخپلو صالحو بندګانو سره يوځاى کړې. الله جل جلاله  يې داسي حکايت کوي:

رَبِّ قَدْ آتَيْتَنِي مِنَ الْمُلْكِ وَعَلَّمْتَنِي مِنْ تَأْوِيلِ الْأَحَادِيثِ فَاطِرَ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضِ أَنْتَ وَلِيِّي فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ تَوَفَّنِي مُسْلِمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ . سورة يوسف الاية ١٠١
ژباړه :اې زما ربه ! تا ماته پاچاهي راکړې ده او ماته دخوبو دتعبير علم راکړى دئ ، پيدا کونکى داسمانو او مځکي يې ، ته زما دوست يې په دنيا او اخرت کي ، ما مسلمان وفات کړې او  ما دصالحانو بندګانو سره وصل کړې.
الله جل جلاله  دده دعا قبوله کړه او دى يې رفيق اعلي ته نقل کړى.

رحمه الله رحمة واسعة ورزقنا الموت علي الايمان انه سميع مجيب الدعاء
 
ماخذ: د نبوت او انبیاوو علیهم السلام تاریخ
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته