تازه سرليکونه
د (انبیاء علیهم السلام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت الياس علیه السلام ژوند لیک
 
  September 22, 2014
  0

 
وَإِنَّ إِلْيَاسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ (۱۲۳) إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ أَلَا تَتَّقُونَ (۱۲۴) أَتَدْعُونَ بَعْلًا وَتَذَرُونَ أَحْسَنَ الْخَالِقِينَ (۱۲۵). (سورة صافات الايات ١٢٣ الي ١٢٥)
 
ژباړه : بېشکه الياس علیه السلام  درسولانو څخه وو کله چي ده خپل قوم  ته وويل : ايا تاسو نه بېريږئ ايا تاسو دبعل بت بلنه کوئ او بهترين  خالق مو پرې ايښى دئ.

په قرآنکريم کي دالياس علیه السلام  يادېدل

دالياس علیه السلام  نوم په قرآنکريم کي درې ځلي ذکر سوى دئ يو ځلي په سورة انعام کي ذکر سوى دئ دوه ځلي په سورة صافات کي ذکر سوى دئ البته په سورة صافات کي دده نوم لومړى ځل په الياس سره ياد سوى دئ او دوهم ځل په الياسين سره ذکر سوى دئ .

 ابن کثير رحمة الله علیه  ليکي : دالياسين څخه هم الياس علیه السلام  مراد دئ ځکه زيات عرب دزياتو نومونو په آخر کي نون ديوه بل حرف په بدله کي راوړي لکه اسماعيل چي دوى اسماعين وايي ، اسرائيل چي دوى يې اسرائين وايي ، الياس چي دوى يې الياسين وايي.

دالياس علیه السلام  نسب

دالياس علیه السلام  نسب علماؤ داسي ويلى دئ : الياس علیه السلام  دياسين زوى وو ، ياسين ، فنحاص زوى وو ، فنحاص د عيزار زوى ، عيزار دهارون زوى وو . دالياس علیه السلام  دنسب دغه سلسله ابن جرير په خپل تاريخ کي ليکلې ده او په صحت باندي يې قائل دئ. مګر نورو علماوو بيا دده سلسله په بل ډول ذکر کړې ده چي په ځينو ځايونو کي ددغه سلسلې سره فرق لري خو ټول پردې خبره په يوه خوله دي چي الياس علیه السلام  دهارون  علیه السلام  داولادې څخه دئ او دنسب سلسه يې ابراهيم علیه السلام  ته رسيږي او داخبره هم يقيني ده چى دى دبني اسرائيلو  دنبيانو څخه وو.

د الياس علیه السلام  دعوت

تاريخ طبري چي دالياس علیه السلام  ددعوت په هکله کوم څه دابن اسحاق څخه روايت کړي دي خلاصه يې په لاندي ډول ده : 

کله چي الله جل جلاله  الياس علیه السلام  ته امر وکړى چي بني اسرائيلو ته دعوت وکړي نو الياس علیه السلام  بني اسرائيلو ته دعوت پيل کړى دوى يې دبتانو  دعبادت څخه منعه کړه او ديوه الله جل جلاله  دعبادت لوري ته يې راوبلل، بني اسرائيلو دده دعوت نه ومانه مخ يې ځني واړوى او مثبت جواب يې دده دعوت ته ور نه کړى نو ده  الله جل جلاله  ته داسي دعا وکړه:

اې الله جل جلاله  ! بني اسرائيلو ته ما دعوت ورکړى دوى زما دعوت نه ومانئ ،  کفر يې اختيار کړى ، ستا نافرماني يې اختيار کړه ، حق دين يې ونه مانئ نو اې الله ! کوم نعمتونه چي تا پردوى باندي کړي هغوى ته تغير ورکړه . الله جل جلاله  ده ته وحي وکړې چي ددوى رزق ستا په واک کي دئ . الياس علیه السلام  دعا وکړه چي اې خدايه ! پر دوى باندي باران بند کړې الله جل جلاله  پردوى باندي درې کاله باران بند کړى ، بني اسرائيل دسختي وچ کلۍ سره مخ سوه آن تردې چي ددوى ټول چارپايان هلاک سوه او ټول باغونه يې وچ سوه آخر داچي دوى په سختوتکليفونو کي اخته سوه .  کله چي الياس علیه السلام  ددوى دعذاب لپاره  دعا کول نو ځان يې ددوى څخه  پټ کړى ، الياس علیه السلام  چي به هر ځاى اوسېدئ الله جل جلاله  رزق او طعام ورکوى، بني اسرائيل په ده پسي ګرځېده ، په هر کور کي چي به يې دخوراک توکي وليدل دوى به  پوه سوه چي الياس علیه السلام  دلته وو، بني اسرائيل په ده پسي ګرځېدل دده پلټنه يې کول ، کورو والاوو ته يې تکليف ورکاوه چي الياس علیه السلام  تاسو پټ کړى دئ . يوه ورځ الياس علیه السلام  ديوې بني اسرائيلۍ ښځي په کور کي وو هغې ښځي ده ته پټ ځاى ورکړى وو دى يې دبني اسرائيلو څخه ساتلى وو . دنوموړي ښځي يوځوان زوى ناجوړه وو الياس علیه السلام  الله جل جلاله  ته دعا وکړه چي ددې ښځي زوى ورجوړ کړي او دناروغيو څخه شفا ورکړي . الله جل جلاله  دده دعا قبوله کړه دهغې ښځي زوى جوړ سو دنارغيو څخه خلاص سو . دغه ځوان پر الياس علیه السلام  باندي ايمان راوړى په ايمان مشرف سو ددغه ځوان نوم (اليسع بن اخطوف) نومېدئ دغه ځوان دالياس علیه السلام  سره ملګرى سو هرچيري چي به الياس علیه السلام  وو دى به هم ورسره وو. الياس علیه السلام  تر دغه ځوان دعمر له پلوه زيات وو . 

يوه ورځ الياس علیه السلام  بني اسرائيلو ته وويل : تاسو دبتانو عبادت پرېږدى او ټول ناروا شيان ، بتان او دالله جل جلاله  ناخوښه شيان وغورځوى زه به الله جل جلاله  ته دعا وکړم چي بېرته پر تاسو باندي خپل رزق پراخ کړي. بني اسرائيلو هم داسي وکړه بتان او ټول ناروا شيان يې وغورځول . الياس علیه السلام  الله جل جلاله  ته دعا وکړه چي بېرته پردوى باندي خپل رزق پراخ کړي الله جل جلاله  دده دعا قبوله کړه خپل رزق يې پردوى باندي پراخ کړى ددوى ټول ښارونه درزقونو څخه ډک سول.
 
بني اسرائيل پر خپله وعده باندي پاته نه سوه بېرته يې ګمراهۍ ته لاس واچوى پر حقيقي دين باندي يې استقامت نه وکړى . الياس علیه السلام  چي ددوى حالت وليدى الله جل جلاله  ته يې دعا وکړه چي دى خپل لوري ته پورته کړي الله جل جلاله  دده دعا قبوله کړه او الياس علیه السلام  يې خپل لوري ته پورته کړى .
تر الياس علیه السلام  وروسته الله جل جلاله  بني اسرائيلو ته اليسع علیه السلام  ولېږئ.

ابن کثير رحمة الله علیه  ليکي : الياس علیه السلام  الله جل جلاله  بني اسرائيلو ته بعلبک په سيمه کي لېږلى وو ، بعلبک ددمشق په  ختيځ لوري کي واقع دئ . دبعلبک خلګو يو بت درلودى چي دبعل په نوم يې يادوى ددغه بت پرستش به به يې کاوه الله جل جلاله  ددوى ددغه بت يادونه په قرانکريم کړې ده اوفرمايي:

 وَإِنَّ إِلْيَاسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ (۱۲۳) إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ أَلَا تَتَّقُونَ (۱۲۴) أَتَدْعُونَ بَعْلًا وَتَذَرُونَ أَحْسَنَ الْخَالِقِينَ (۱۲۵). (سورة صافات الايات ١٢٣ الي ١٢٥)

ژباړه : بېشکه الياس علیه السلام  درسولانو څخه وو کله چي ده خپل قوم  ته وويل : ايا تاسو نه بېريږئ ايا تاسو دبعل بت بلنه کوئ او بهترين  خالق مو پرې ايښى دئ؟

ځينو مؤرخينو ليکلي دي : چي کله دسليمان علیه السلام  سلطنت پاى ته ورسېدى بني اسرائيل ٩٣٣ کاله ترميلاد وړاندي پردوو برخو وويشل سوه :

يوې برخي بني اسرائيلو ديوه پاچا اطاعت وکړى چي دسليمان علیه السلام  داولادې څخه وو. ددوى لومړى پاچا رصبعام بن سليمان نومېدى.

دوهمه برخه بني اسرائيل ديوه بل پاچا تابع سوه چي ديوسف علیه السلام  داولادې څخه وو ددغه پاچا نوم افرايم بن يوسف صديق علیه السلام  نومېدئ.

دسليمان علیه السلام  تر واکمنۍ وروسته دبني اسرائيلو په منځ کي دپاچاهانو او مشرانو شخړي او ناندرۍ رامنځته سوې. کفر ، ګمراهۍ او بت پرستۍ ددوى په منځ کي خپرې سوې. دبني اسرائيلو دولت وپاشل سو او دړي وړي سو. 

په بني اسرائيلو کي يو پاچا وو اخاب نومېدى ده دخپلي مېرمني دين بت پرستي په بني اسرئيلو کي ښکاره کړى. په دې ترتيب ددوى په منځ کي بت پرستي نشر سوه. هغه بت چي بعل نومېدى او الله جل جلاله  يې په قرآنکريم نوم ياد کړى دئ دوى يې پرستش پيل کړى .

الله جل جلاله  په دغه وخت کي دوى ته الياس علیه السلام  په پيغمبرۍ سره ولېږى چي ددعوت بيان مو مخکي وکړئ.

کله چي الياس علیه السلام  وفات سو نو الله جل جلاله  بني اسرائيلو ته اليسع علیه السلام  په نوم يو پيغمبر په پيغمبرۍ سره ولېږئ څو په بني اسرائيلو کي اقامت وکړي دوى دبت پرستۍ څخه منعه کړي او ديوه حقيقي الله جل جلاله  وعبادت ته يې راوبولي.

صلوات الله وسلامه علي خير خلقه محمد افضل الصلوات والتسليم وعلي جميع الانبياء والمرسلين وعلي کل من تابعهم باحسان الي يوم  الدين 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته