د معارف القران تفسیر څخه/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د نوح علیه السلام قوم پر نوح علیه السلام یو څو اعتراضات وکړل، یو اعتراض دا ؤ چي:
(وَمَا نَرَاكَ اتَّبَعَكَ إِلا الَّذِينَ هُمْ أَرَاذِلُنَا بَادِيَ الرَّأْيِ)
یعني موږ وینو چي پر تا باندي ایمان راوړونکي خلک سرسري نظر والا حقیر او ذلیل خلګ دي ، مشران خلک پکښي نشته.
ددې اعتراض دوه اړخه دي : یو دا چي که ستا خبره حق او صحیح وای نو د قوم لویانو به دي خبره منلې وای ، د هغوی ټیټو او ذلیلو خلکو منل ددې څرګندويي کوي چي ستا دعوت د منلو وړ نه دی ، دویم اړخ يې دا دی چي موږ ایمان راوړو نو بیا خوبه یو مسلمان په صفت موږ هم د هغوی سره مساوي ګڼل کیږو، د لمانځه په صفونو او نورو مجلسونو کي به له هغوی سره یوځای ناست یو ، چي دې ته موږ چمتو نه یو.
حقیقت دا چي د ناپوهانو په دوران کي غریب او فقیر خلک چي په پیراخه پیمانه مال ورسره نه ؤ او دنیوي جاه وجلا ورسره نه وه هغوی یې رذیلان ګڼلي دي ، حال دا چي دا د هغوی یو جاهلانه خیال دی ، عزت او ذلت او عقل و فهم د مال او دولت تابع نه دی بلکي تجربه شاهده ده چي د مال او جاه وجلال یوه نشه وي چي انسان د ډیرو معقلو او صحیح خبرو له منلو څخه منع کوي ، د کمزورو او غریبو خلکو په مخ کي دغه خنډونه نه وي هغوی د حق او صحیح خبرو په منلو کي یوله بله مخته کیږي ، همدا لامل دی چي د پخوا زمانې څخه د الله تعالی سنتِ الهي داسي راروان دی چي پیغمبرانو باندي لومړی ایمان راوړونکي غریبان او فقیران وي ، په مخکينیو آسماني کتابونو کي هم دا تصریحات مو جود دي ، له همدې کبله چي کله هرقل د روم بادشاه ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم بلن لیک د ایمان راوړلو په هکله ورسېد او دا فکر يې وکړ چي په معامله کي باید تحقیق وکړي چونکه هغه په تورات او انجل کي د پیغمبرانو علیهم السلام علامات لوستلي وه له دې امله دا مهال د عربو څو تنه چي د شام هیواد ته تللی وه را وبلل او د نښو نښانو معلومولو په خاطر يې څو پوښتنې ور څخه و کړې.
په هغو سوالونو کي یو دا هم ؤ چي ایا د هغوی (صلی الله علیه وسلم ) پیروي کوونکي خلک کمزوري او غریب خلک دي او که هغه چي خلک ورته لویان وايې؟ هغو خلکو ورته وویل : چي کمزوري او غریب خلک دي . چي په دې خبره هرقل اقرار وکړ چي دا د پیغمبر د رښتینتوب نښه ده ځکه چي د پیغمبرانو پیروي په لومړۍ مرحله کي کمزورو او غریبو خلکو کړې ده .
خلاصه دا چي غریبان رذیل ګڼل دا پخپله د هغو خلکو جهالت ؤ. حقیقتاً رذیل هغه دی چي خپل پیداکوونکی او پالونکی نه پیژني ، د هغه له احکامو څخه مخ اړوي ، په همدې مناسبت د سفیان ثوري رحمة الله علیه څخه چا پوښتنه وکړه: چي رذیل خلک څوک دي؟ ويې فرمایل : هغه خلک چي د بادشاهانو او افسرانو په خوشامد کي اخته وي، او ابن الاعرابی فرمایلي: چي بې وقوفه هغه دی چي خپل دین خرڅ کړي او دنیا ور باندي واخلي ، چا ورڅخه پوښتنه وکړه چي تر ټولو ډېر رذیل او بې وقوف څوک دئ؟ ويې فرمایل : هغه چي خپل دین برباد کړي او د بل دنیا ښائسته کړي.
امام مالک رحمة الله علیه فرمایلي : رذیل هغه دی چي صحابه کرام بد ګڼي ځکه چي هغه د ټول امت لوی محسنان دي چي د دوی په ذریعه د ایمان دولت او شریعت امت ته ورسید.
د معارف القران تفسیر څخه مستند قصص القران، ژباړه: مولوي نورالحق انور